روزنامه هیواد

د کورنیو چارو وزارت: طالبانو په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲۱۰ ملکیان وژلی

 د کورنیو چارو وزارت وایی: طالبانو په تېرو شپږ میاشتو کې ۱۲۱۰ ملکی وګړی وژلی دی.یاد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۱۲۵۰ ماین چاودنې او ۵۳ ځانمرګی بریدونه کړی دی. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د طالبانو په دغه بریدونو او چاودنو کې ۱۲۱۰ ملکی وګړی وژل شوی او ۲۵۰۰ نور ټپیان دی.د وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی ،چې افغان ځواکونو د طالبانو د دغه جنایت بدل په هلمند او کندهار کې له طالبانو واخیست.تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزرات ویلی و، د هلمند او کندهار په وروستیو جګړو کې سلګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې یو شمېر په کې پاکستانیان هم وو.

دغه راز په دې جګړه کې د طالبانو د قطر دفتر د مهم غړی د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید