روزنامه هیواد

د کورنیو چارو له زارت څخه د عمل غوښتنې کېږی

په دې وروستیو کې د افغانستان د کورنىو چارو وزارت داسې پلانونه جوړ کړی، چې له مخې یې په کابل او د هېواد په لویو او وړو ښارونو کې امنیت او ثبات ټینګېداى شی، کله چې د کورنیو چارو وزارت څوورځې وړاندې د مجرمینو او شکمنو کسانو او یا هم د وسله والو غلو او زورواکو لېست خپور کړ، په پراخه کچه یې ولس تود هرکلى وکړ او د ملت او هېواد په ګټه وبلل شو،خو اوس د کورنیو چارو وزارته په پراخه کچه لویه غوښتنه کېږی، چې د امنیت او ثبات د راوستو لپاره دا پلانونه ژر عملی کړی! د کورنیو چارو وزارت دا پلانونه وروسته له هغې روښانه کړل، چې امر الله صالح د دغه وزارت لپاره د کاندید په توګه معرفی شو، دې چارې آن په ملی شورا کې هم مثبت غبرګونونه لرل او په تېره بیا کله چې د مجرمینو اوږد او بې سارى لېست خپور شو، نو په ملی شورا کې غږ پورته شو، چې د کورنیو چارو وزارت دې په عمل لاس پورې کړی او دغه کسان دې د قانون منګولو ته وسپاری، ټول یې ننګه او ملاتړ کوی! اوس د کورنیو چارو وزارت ویلی، چې د نورو شکمنو او مجرمینو لېستونه هم لری او هغوى ته یې خبردارى ورکړى، که تر ۴۸ ساعتونو پورې ځانونه پولیسو ته ونه سپاری، نو قانونی چلند به ورسره وشی او هغوى به ممنوع الخروج اعلام شی! همدا رنګه د کورنىو چارو وزارت بله اعلامیه خپره کړې، چې تر دې وروسته هېڅ غىر دولتی کس حق نه‌لری چې د موټرو په باډىو کې خپل ساتونکی‌ ولېږدوی. دا اعلامیه د شنبې په ورځ د «مرغومې په ۲۲مه» خپره شوه، چې په کې وىل شوی: (( د ملی دفاع اوکورنىو چارو وزارتونو او د ملی امنىت رىاست له منسوبىنو پرته ټولو غىر دولتی‌ کسانو ته په «جدىت» او «وضاحت» خبر ورکول کېږی، چې د خپلو موټرو په باډىو کې خپل ساتونکې ونه لېږدوی!)) د کورنىو چارو وزارت دغه ګام وروسته له هغه پورته کوی چې ىو شمېر کسان د شخصی امنىت په خاطر د ټول ملت امنیت ګواښی او قانون تر پښو لاندې کوی. د غه وزارت همدارنګه وىلی چې له امنىتی او دفاعی ارګانونو پرته هېڅوک د خپل امنىت په خاطر په ښار او کورونو کې د نىمه درنو وسلو«راکټ، پىکا او دهشکې» د ګرځولو او ساتلو حق نه لری. دغه خبردارى هم مثبت غبرګونونه لری او ملت یې هرکلى کوی،ځکه قانون همدغه ډلې او کسان تر پښو لاندې کوی اود لویو او وړو ښارونو په ځانګړې توګه د کابل ښار امنیت او ثبات همدا کسان ګواښی. په ننګرهار کې خو د زرواکو زور اوبه شوى او له کورنیو ځواکونو پرته نور وسله وال نه لیدل کېږی، چې دا پر راتلونکې ملت ډاډمنوی! د کورنىو چارو وزارت له دې مخکې د عامه نظم د رامنځته کولو لپاره که هر ګام پورته کړى، نو ولس یې تود هرکلى کړى او ملاتړ یې کوی. دې ټولو ته په کتو سره ولسمشر محمد اشرف غنی هم ویلی، چې د حکومت زور څوک نه لری او دا مجرمان هسې لاپې وهی، د ده په خبره د یوه لېست په خپرېدو سره هغوى په سوړو کې ننوتلی دی، دې ته باید ډېره توجه وشی او د کورنیو چارو وزارت پلانونه باید د ملت د خیر ښـېګڼې او د قانون د پلې کېدو لپاره پلی شی! هسې نه چې دا د کورنیو چارو د وزیر لپاره کمپاین وی، ځکه چې دى ولسی جرګې ته معرفی کېږی، چې د ملت له استازیو د باور رایه تر لاسه کړی، خو د ملت استازی به له کوم استدلال پرته ده ته رایه ورکړی،نو د کورنىو چارو له وزارته د خلکو لویه غوښتنه دا ده،چې خپل پلانونه عملی کړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید