روزنامه هیواد

د کورنیو ځواکونو ملی ،سیمه ییز او نړیوال ملاتړ د ملت لپاره ستره پېښه ده

 د ناټو غړیو هېوادونو په افغانستان حکومت کې د اصلاحاتود راوستلو ،د فساد پرضد د مبارزې او د سولې د پلان تر څنګ د ولسمشر غنی د ګڼو نورو طرحو او کړنو ننګه او ملاتړ وکړ. د ناټو دا ملاتړ د افغان ولس لپاره لویه لاسته راوړنه ده. په دغه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د کنفرانس تر پایه ټولو ګډونوالو له افغان ځواکونو ملاتړ وکړ او د هغوى قربانۍ او زړورتیاوې یې وستایلې. دا چې په پوځی ، امنیتی او دفاعی ادارو او ډګرونو کې د ولسمشر اصلاحاتو ښې پایلې لرلې ،نو نړیوالې ټولنې هم پرې باور کړى او د کورنیو ځواکونو ملاتړ ،تجهیز او پرمختګ ته یې اوږه ورکړې ده، د ناټو په غونډه کې هم د افغان ځواکونو ،د ملاتړ، تجهىز، روزنې او تموىل لپاره تر ۲۰۲۴م کاله پورې پرېکړه وشوه . دا د افغان ولس او افغان ځواکونو لپاره مهمه پرېکړه وه، کله چې کورنی ځواکونه پیاوړی وی، نو قانون عملی کېداى او پرمختیایی کارونه تر سره کېداى شی، دغه راز په هېواد کې د قدرت جزیرې هم همدا پیاوړی کورنی ځواکونه له منځه وړلاى شی، که نظام پیاوړى نه وی، نو هېڅ کار هم نه شی تر سره کېداى. په دې اړه وړمه ورځ ولسمشر محمد اشرف غنی په ارګ کې د خبری کنفرانس په لړ کې رسنیو ته پوره وضاحت وړاندې کړ. له نېکه مرغه اوس نړیواله ټولنه د قانون د پلی کولو ترڅنګ د فساد پرضد مبارزه کې له افغانستان سره ملګرتیا کوی. لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه، ولسمشر محمد اشرف غنی په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو په کنفرانس کې د افغانستان د خلکو او دولت په استازىتوب ګډون وکړ او د ناټو مشرانو ته یې د افغانستان د اوسنی امنىتی وضعىت، تهدىدونو او فرصتونو په اړه وىنا وکړه. د ناټو سازمان ټولو غړو هېوادونو د افغان حکومت د سولې له پلان او د اوربند له ابتکاره ملاتړ اعلام کړ او د افغان حکومت دا اقدام ىې وستاىه. دوى ژمنه وکړه چې له دې وروسته به په افغانستان کې ډېر  تمرکز په اولوىتونو او نىمګړتىاو  وکړی، چې د دې مرستو موثرىت زىات شی او د افغان امنىتی او دفاعی ځواکونو لپاره ښه نتاىج ولری. د ناټو سازمان د سىمې پر هېوادونو هم غږ وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت رول  ولوبوی او د افغانستان له حکومت سره د سولې په کامىابولو کې همکاری وکړی. د ناټو د مرستو او ملاتړ اهمیت په دې کې دى، چې د افغان ځواکونو شمېر نور هم لوړوی، دغه را ز د کورنیو ځواکونو مرسته او روزنه کوی، او افغان ځواکونه پر نویو پوځی او دفاعی تاکتیکونو روزی. په هغه صورت کې به افغان حکومت وکولى شی، چې قانون په ښه توګه عملی کړی، د زورواکیو به مخنیوى وکړی او د ترهګرۍ او اورپکۍ پرضد په سخت ګامونه پورته کړی، د کورنیو ځواکونو پیاوړتیا، په اصل کې د نظام موقف لوړوی او ملی حاکمیت تحقق مومی، چې بیا له وسله والو ډلو او په ځانګړی توګه له طالبانو سره له پیاوړی موقفه د سولې خبرې مطرح کېږی. له همدې امله ولسمشر محمد اشرف غنی د بروکسل په کنفرانس کې د ناټو د غونډې له اشتراک کوونکو سره لیدنې لرلې، چې ټولو یې له افغانستان سره د ګډ دښمن اود ګډو ننګونو پرضد د ګډې مبارزې ژمنه ورکړه او ویې ویل، چې هغوى له افغانستان سره ملاتړ ته دوام ورکوی. ولسمشر غنی د اروپایی ټولنې له مشر رونالډ توسک  او د  اروپاىی ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسوولې فدرىکا موگرىنی سره هم لیدنه لرله ،هغوى د افغان حکومت د سولې د پلان ننګه او ملاتړ وکړ. افغان ځواکونه همداسې نړیوال ملاتړ ته ځکه اړتیا لری، چې په سیمه کې هېڅ داسې بل هېواد نشته ،چې په خلاص مټ او پوره زړورتیا سره د کورنیو ځواکونو شمېره او اړتیاوې پوره کړی او د هغوى ظرفیتونه لوړ کړی. دا چې کورنی ځواکونه باید د قانون په چوکاټ کې خپله وسله وکاروی، دغه راز د هغوى د پیاوړتیا لپاره نړیوال ملاتړ ته سخته اړتیا ده، اوس موږ وینو، چې په ولایتونو کې زورواکی د ولس پر مال خېټې اچولې او مځکې یې غصب کړې دی، هغوى وسله والې ډلې لری او په رڼا ورځ هم د همدغو وسله والو ډلو پرمټ جنایتونه کولى شی، خوا یوازې کورنی او ملی ځواکونه د هغوى مخنیوى کولى شی، ښه بېلګه یې په فراه، فاریاب او نورو ولایتونو کې د یو شمېر خپلسرو قومندانانو نیول دی، چې ځانګړو ځواکونو لاس تړلی د قانون منګولو ته وسپارل. همدا ده، چې کورنی ځواکونه به نظام پیاوړى کوی او د هر هغه خطر مخنیوى به کوی، چې ملی ګټې ګواښی او یا خداى مه کړه ملت ته زیانونه اړوی. په دې برخه کې د کورنیو ځواکونو مېړانې او سرښندنې ، دافغان ولس لپاره ستر ویاړ دى او له همدې امله یې نړیواله ټولنه ملاتړ ته دوام ورکوی. ولس هم د خپلو ځواکونو ملاتړ کوی او په دینی او اسلامی روحیه هم د کورنیو ځواکونو ملاتړ شوى دى، ولس د خپل هېواد د بقا او ساتنې لپاره د کورنیو ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار کوی، دینی عالمان د کورنیو ځواکونو په وړاندې د طالبانو له خوا جګړه (( فتنه )) بولی او د افغان زرګونو دینی عالمانو ننګه په اندونیزیا او مکه معظمه کې هم کېږی، موږ ولیدل، چې لومړى زرګونه دینی عالمان په کابل کې راټول شول او د کورنیو ځواکونو په ننګه یې د طالبانو جګړه حرامه اعلام کړه، له هغې مخ کې په اندونیزیا کې د افغانستان ،پاکستان او اندونیزیا دینی عالمانو ورته پرېکړه کړې وه، دا ده تېره چهار شنبې په مکه مکرمه کې د اسلامی نړۍ د هېوادونو سازمان او د حرمین والشریفینو ملا امام په افغانستان کې جګړه حرامه اعلام کړه، په دې توګه د کورنیو ځواکونو سرښندنې برحقه وبلل شوې. دا دى اوس نړیواله ټولنه هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوی، دا د افغان ولس لپاره ستر ویاړ دى،خو د کورنیو ځواکونو لپاره د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه  د ناټو ملاتړ ډېر ستر اهمیت لری، چې کورنی ځواکونه نور هم پیاوړی او مسلکی شی، چې خپلسرې وسله والې ډلې نابودې او له منځه یوړل شی. د ناټو د ملاتړ او مرستو په لړ کې به افغان کومانډو ځواکونه دوه برابره زیات شی، هواىی ځواک به درې برابره شی او ځانګړی ځواکونه به نور هم په پرمختللیو وسلو او تجهیزاتو سمبال شی. دا د افغانانو ستره غوښتنه ده ،له نېکه مرغه ناټو ددې غوښتنې پوره کولو ته چمتووالى اعلام کړ او دا غوښتنه به پوره کېږی.

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید