روزنامه هیواد

د کورنىو چارو وزارت د موټرو په باډىو کې د ساتونکو کېنول بند کړل

د کورنىو چارو وزارت وایی: له دې وروسته هېڅ غىر دولتی کس حق نه‌لری چې د خپلو موټرو په باډىو کې خپل ساتونکی‌ ولېږدوی.د کورنىو چارو وزارت د شنبې په ورځ د «مرغومې په ۲۲مه» په اعلامىه کې وىلی چې د دفاع او کورنىو چارو د وزارتونو او د ملی امنىت رىاست له منسوبىنو پرته ټولو غىر دولتی‌ کسانو ته په «جدىت» او «وضاحت» خبر ورکول کېږی، چې: د خپلو پىکپو، ډاډسنو، هاىلکسو او ىا هم نورو هر ډول موټرو په باډىو کې خپل ساتونکې ونه لېږدوی.))د کورنىو چارو وزارت پر داسې مهال دغه اقدام کوی چې په افغانستان کې ىو شمېر کسان د شخصی امنىت په خاطر د خپلو تعقىبی موټرو په باډىو کې خپل ساتونکی کېنولی وی.د غه وزارت همدارنګه وىلی چې له امنىتی او دفاعی ارګانونو پرته هېڅوک د خپل امنىت په خاطر په ښار او کورونو کې د نىمه درنو وسلو«راکټ، پىکا او دهشکې» د ګرځولو او ساتلو حق نه لری.په افغانستان کې د شخصی وسلو ګرځول او ساتل له لوىو ستونزو ګڼل کېږی چې اکثره وخت ىو شمېر افغانان د ځىنو ځانګړو مراسمو پر مهال هوایی ډزې هم کوی چې د خلکو د ځورونې لامل هم ګرځېدلی دی.د کورنىو چارو وزارت له دې مخکې د عامه نظم د رامنځته کولو په هدف ىو لړ ګامونه پورته کړی چې د خلکو له پراخ هرکلی سره مخ شوی.په ورته وخت کې خلک د کورنىو چارو له وزارت څخه په دې برخه کې د عملی اقداماتو غوښتنه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید