روزنامه هیواد

د کندوز دینی عالمانو او قومی مشرانو د افغان ځواکونو سرښندنې وستایلی

د کندوز دینی عالمان او قومی مشران د امنیت تامینولو په برخه کې د امنیتی ځواکونو سرښندنې د قدر وړ بولی.په نوموړې ولایت کې یوشمېر دینې عالمانو او قومی مشرانو له آزادۍ راډیو سره د خبرو پرمهال ویلی چې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د هېواد د سیاسی ثبات رښتینی ساتونکی دی.دوی دغه راز له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د امنیت تامینولو او د ورانکارو ډلو د له منځه وړلو په برخه کې له خپلو امنیتی ځواکونو سره مرسته وکړی، ځکه د ولسونو له همکاریو پرته په یوې ټولنې کې امنیت تامینول ناشونی کار دی. دینی عالم مولوی خیرمحمد په دې اړه وایی:(( زموږ امنیتی ځواکونه چې د خپل د هېواد او د ولس د امنیت تامینولو په خاطر شپه او ورځې هڅې کوی، له اجر او ثواب څخه خالی نه دی، باید خلک په هر ډول شرایطو کې له خپلو ځواکونو څخه ملاتړ وکړی، چې په ټولنې کې تلپاتې امنیت تامین شی او خلک په یوه ارامه فضا کې سره ژوند وکړی.))د دوی په خبره ، چې په دې وروستیو کلونو کې په ټولنه کې د ښوونې او روزنې بېسارې وده او دغه راز د اقتصادی او د فکری فعالیتونو پرمختګ، د افغان ځواکونو دنه سټرې کېدونکو هڅو محصول بلل کېږی.د دې ولایت یو تن قومی مشر نورالدین محمدی په دې اړه وویل:(( د امنیتی ځواکونو هڅې د ثبات د ټینګښت په برخه کې خورا مثبت تاثیر لری، ځکه د دوی د هڅو له کبله زموږ ځوان نسل ښوونځیو ته او پوهنتونونو ته ځی او ټول خلک کار کوی او دا ټول فرصتونه د امنیتی ځواکونو د سرښندنو له کبله رامنځته شوی دی.)) په ورته وخت کې ددې ولایت بل قومی مشر عبدالغفور وایی، چې دا د هر افغان ایمانی او وجدانی دنده ده چې له خپل وسله وال پوځ څخه په کلکه ملاتړ او ننګه وکړی.ده وویل: (( زه افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ته ډاډ ورکوم چې موږ له دوی څخه راضی یو او په هر ډول شرایطو کې د دوی ترڅنګ ولاړ یو، ځکه د دوی په موجودیت کې خلک د سکون او خوندیتوب احساس کوی.))له دې سره سم د کندوز یو دینې عالم مولوی محمد الیاس پر خلکو غږ کوی، چې په خپلو سیمو کې د ورانکارو ډلو پر وړاندې پاڅون وکړی، ترڅو په هېواد کې د ټولو ناخوالو او بدمرغیو لمن راټوله شی،نوموړی زیاته کړه: (( که د هرې سیمې ولسونه یو موټی شی او په خپلو سیمو کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ودرېږی او له هغوی څخه وغواړی چې نور په هېواد کې له جنګ او ورور وژنې څخه لاس واخلی، نو حتماً د خلکو هڅې نتیجه ورکوی، ځکه هېڅ قدرت د ولس پر وړاندې نه شی درېدلی.))د کندوز اوسېدونکی، دینی عالمان او قومی مشران د خلکو د راویښولو او د پوهاوی برخه کې تاثیر ګذاره څېره بولی او برسېره پردې له افغان ځواکونو څخه د دوی ملاتړ د عامو خلکو پر روحیې او ذهنونو مثبت تاثیر کوی او په پایله کې یې د عامو خلکو او د دولت ترمنځ واټن راکمېدلی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید