روزنامه هیواد

د کندهار چارواکی: د خرقې شریفې د رییس په ګډون ۱۶ کسان نیول شوی

د کندهار چارواکی وایی: د دغه ولاىت په خرقې شرىفې کې د وسله‌والې نښتې په تور د خرقې شرىفې د رییس محمد نسىم اخندزاده په ګډون ۱۶ کسان نىول شوی.د خرقې شرىفې دوو متولىانو مسعود اخندزاده او نسىم اخندزاده د خرقې مطهرې د امتىازاتو او رىاست د څوکۍ پر سر له لفظی شخړې وروسته وسله‌واله نښته وکړه، چې په دغه نښته کې ىو کس ټپی هم شو.د کندهار د والی وىاند عزىز احمد عزىزی آزادۍ راډىو ته وىلی، چې د کندهار په خرقې شرىفې کې د دغه زىارت د متولىانو مسعود اخندزاده او نسىم اخندزاده ترمنځ د رامنځته شوې وسله‌والې نښتې وروسته، د خرقې شرىفې د رییس محمد نسىم اخندزاده په شمول ۱۶ کسان نىول شوی دی.د عزىزی پر وىنا، نىول شوی کسان د ولاىت مقام له‌خوا د ىوه ټاکل شوی پلاوی تر څېړنو وروسته د پېښې د عاملىنو په توګه پېژندل شوی.عزىزی ونه‌وىل، چې نىول شوی کسان غىر مسوول وسله‌وال دی که د خرقې شرىفې ساتونکی، خو پر وىنا ىې چې له دغو کسانو ىو شمېر سپکې او درنې وسلې هم تر لاسه شوې دی.دى زىاتوی: تېره اوونۍ چې په خرقه مطهره کې کومه پېښه رامنځته شوې وه او د ولایت مقام له‌خوا ورته ګډ پلاوى ټاکل شوى و، په پایله کې یې د خرقې مطهرې د رییس محمد نسیم اخندزاده په شمول ۱۶ د پېښې عاملین نیول شوی او دا مهال تر پوښتنو لاندې دی، د یادونې وړ ده، چې د پېښې له عاملینو څخه یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه شوې دی.))ىو شمېر سرچنىو وىلی، چې د خرقې شرىفې د متولىانو مسعود اخندزاده او نىسم اخندزاده ، چې دواړه وروڼه دی، ترمنځ له تېرو څو مىاشتو راهىسې د مالی مساىلو پر سر اختلافات وو ، چې د سې شنبې په ورځ  یې تر لفظی شخړې وروسته په وسله‌واله نښته واوښتل چې په‌کې ىو کس ټپی شو.نسىم اخندزاده او مسعود اخندزاده له رسنىو سره په خبرو کې د پېښې ملامتی ىو پر بل وراچوی.له دغې پېښې وروسته پر ټولنىزو رسنىو د ځوانانو غبرګونونه هم راپورته شول او له حکومته ‌یې و غوښتل ، چې د خرقې شرىفې ټولې چارې باىد د اطلاعاتو او فرهنګ رىاست ته وسپارل شی.بل‌خوا د کندهار ښارىان له حکومته غوښتنه کوی ، چې د دغه تارىخی ځاى د ساتنې مسوولىت دې د اطلاعاتو او فرهنګ رىاست ته ورکړل شی.خرقه مطهره د افغانستان له مهمو تارىخی او مذهبی ځاىونو شمېرل کېږی، چې د اسلام د پىغمبر حضرت محمد (ص) چپنه په‌کې ساتل کېږی او هره ورځ سلګونه کسان دغه زىارت ته ورځی.د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د واکمنۍ په وروستىو مىاشتو کې د خرقې مطهرې زىارت د رىاست په توګه ومنل شو او په دې توګه د حج او اقافو وزارت په چوکاټ کې ځانګړې بودجه او شااوخوا ۶۰ امنىتی ساتونکی ورته منظور شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید