روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کندهار پر هوایی ډګر له ډزو وروسته طالبانو ته د سکاټ مېلر خبرداری

د کندهار پر هوایی ډګر د طالبانو له لوری له ډزو وروسته، په افغانستان کې د امریکایی او ناټو ځواکونو عمومی قوماندان یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې که د دوی پر ځواکونو برید وشی، نو کلک ځواب به ورکړل شی.جنرال سکاټ مېلر په وېډیویی پیغام کې ،چې د امریکایی ځواکونو ویاند سانی لګېت  وړمه ورځ پر ټوېټر خپور کړ؛ ویلی، پر نړیوالو ځواکونو برید به تېروتنه وی: (( موږ پوځی وسایل لرو ،چې د ائتلاف د قواوو پر ضد هر ډول حملې ته ځواب ووایو او همداراز داسې پوځی امکانات لرو ،چې د افغان امنیتی ځواکونو ملاتړ پرې وکړو.))په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ویاند پر ټوېټرپاڼه لیکلی، چې د کندهار پر هوایی ډګر وړم ماسپښین ډزې وشوې، خو مرګ‌ژوبله او تاوان‌یې پېښ نه‌کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید