روزنامه هیواد

د کندهار۳۵۰ بستریز روغتون اړتیاوې پوره کېږی

د عامې روغتیا د روغتونونو رېیس دوکتور شاه ولی مشید د کندهار د والی له مرستیال عبدالحنان منیب سره په کتنه کې وویل چې د دغه ولایت د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون ته به د ۱۲ مېلیونو افغانیو په لګښت د اړتیا وړ توکی وپېرودل شی. دغه  روغتون د قندهار ښار په عینو مېنه کې په ١٧٣ جریبه ځمکه او څلورو پوړونو کې د ۵۲۴ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی چې د سویلې زون په کچه به روغتیایی خدمات وړاندې کوی. د کندهار د ولایتی ادارې  مسوولین وایی: دغه روغتون به د سوېلې حوزې په کچه مهم روغتون وی چې د قندهار ترڅنګ به په کې د هلمند، روزګان، زابل او نږدې نورو ولایتونو ناروغانو درملنه هم کېږی. له بلې خوا د عینو مېنې اوسېدونکی وایی، د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې د دولتی روغتیایی مرکزونو ترڅنګ ګڼ شخصی روغتونونه جوړ شوی، خو لا هم خلک د ځینو ناروغیو د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځی. دوی له مسوولینو غواړی چې په یاد روغتون کې د هر ډول ناروغیو د درملنې لپاره زمینه برابره کړی څو خلک اړ نه شی چې د ناروغانو د درمنلې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته سفر وکړی. اوسمهال په قندهار کې ټولټال ٩٧ روغتیایی مرکزونه فعالیت کوی چې ١۴ یې په شخصی پانګونه جوړ شوی دی. له دې ډلې د قندهار د اوولسو ولسوالیو په کچه ۵٠ دولتی او ٢ شخصی روغتیایی مرکزونه فعالیت لری، چې د چارواکو او خلکو په وینا بسنه نه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید