روزنامه هیواد

د کمال خان بند د درېـیم فاز۵۰ سلنه کار بشپړ شوى

د نیمروز والی وایی چې د دولت د وسله والو مخالفانو له مزاحمت سره سره پر کمال خان بند چټک کار روان دى.د نیمروز والی ډاکتر سید ولی سلطان تېره /جمعه/ ازادۍ رادیو ته وویل چې د کمال خان بند درېـیم فاز په سلو کې ۵۰ بشپړ شوى دى.د ښاغلی سلطان په وینا پر دغه بند د سهار له ۶ د شپې تر ۱۰ بجو پورې پر له پسې کار کېږی او د وسله والو ډلو حملې نه دی توانېدلی چې د دې سترې پروژې کار له خنډ سره مخامخ کړی.کمال خان بند د هلمند سیند په اوږدو کې د نیمروز په چاربرجک ولسوالۍ کې دى.پر دې بند، چې د جوړېدو په صورت کې به سلګونه زره جرېبه مځکه خړوبه کړی، لومړی پلا په ۱۹۷۴ م کال د سردار محمد داوودخان د حکومت په دوره کې کار پیل شو، خو د ثور له کودتا وروسته د دغه بند کار ودرېد. د راپورونو له مخې، د دغه بند پر درېـیم فاز د ولسمشر اشرف غنی په امر د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په ۱۹ مه کار پیل شو چې لا هم دوام لری.د نیمروز والی وایی چې دا بند به په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شی او ۱۷۴ زره هکتاره مځکه به خړوبه کړی.ده همداراز وویل چې دا بند به ۹ میګاواټه برېښنا هم تولید کړی. د کمال خان بند د جوړولو لګښت ۷۸ میلیونه ډالره اټکل شوى دى. په دې بند کې به ۵۰ میلیونه متره مکعب اوبه زېرمه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید