د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملی اداره وایی : د کمالخان بند کې ایسارې شوې اوبه د لومړی ځل لپاره زرنج ښار ته رارسېدلی دی.د نیمروز مرکز زرنج د ښار کمالخان بند نه شااوخوا ۹۰ کیلو متره لرې پروت دی او دغه اوبه د لشکری کانال له لارې دغه ښار ته رسېدلې دی.د اوبو د چارو د تنظیم ملی ادارې ویاند نظام خپلواک په دې اړه پرون امریکا غږ ته ویلی: (( زرنج ته رارسېدلې اوبه به د دې ښار کرنیرې مځکې خړوبې کړی.))د افغانستان ولسمشر د نوی کال په څلورمه د کمالخان بند پرانیسته.پرانیست غونډې کې محمد اشرف غنی وویل : له دې وروسته به بل هېواد ته وړیا اوبه ورنه کړی.ده زیاته کړه که ایران وغواړی د دواړو دولتونو د هوکړې له کچې ډېرې اوبه ترلاسه کړی په عوض کې دې افغانستان ته تېل ورکړی.د چارواکو پر وینا دغه بند ۱۸۴ زره هکتاره مځکه خړوبوی، لږ تر لږه ۹ مېګاواټه برېښنا تولیدی او د ۵۲ میلیون متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لری.د افغانستان په شان وچې کې ایسار هېواد ته چې ډېرې خوږې اوبه یې بهر ته بهیږی دا ښایی د اقتصادی ودې لپاره یو ښه زیری اوسی خو خلک د دغو بندونو د ډېرېدو تمه لری.د رپوټونو پر بنسټ حکومت وایی چې اوس په ۱۳ بندونو د جوړېدو کار روان دی.