روزنامه هیواد

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د ولسی تړون بېلا بېلې پروژې

افغانستان له اوږدمهالې تپل شوې جګړې سره سره بیا هم دآبادۍ پرلور روان دى او زىاتې ودانیزې پروژې په کې د پلی کېدو په حال کې دی. که څه هم د هېواد په بېلابېلو سىمو کې امنیت خراب دی او وسله والو طالبانو خپلو وحشیانه ترورېستی بریدونو ته زور ورکړی چې له امله یې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر ملکی وګړی خپل ژوند له لاسه ورکوی او په څنګ کې یې امنیتی او دفاعی ځواکونه چې شپه او ورځ د وطن،خاورې او ناموس د ساتلو لپاره د دښمن پر وړاندې ساتنه کوی، چې دوى د ګاونډیو د مزدورانو له لوری د جګړې په ډګر کې شهیدانېږی، معیوب او معلول کېږی،خو بىا هم په افغانی عزم او هوډ سره له خپل هېواد او خلکو ساتنه کوی او په هېواد کې نه یوازې د خلکو لپاره امنیت ټینګوی، بلکې د عمرانی پروژو د پلی کولو لپاره یې د زمینې دبرابرولو د برابرولو مسوولیت هم پر غاړه اخیستی دی. ګاونډی هېوادونه په ځانګړی ډول پاکستان تل هڅه کوی چې په افغانستان کې امنىتی وضعیت خراب او د عمرانی پروژو مخه پرې ډب کړی، دوی د خپلو ګټو لپاره ترهګرې ډلې روزی او د افغانستان د ورانۍ لپاره پرې بېلابېل ترهګریز بریدونه ترسره کوی او نه پرېږدی چې په افغانستان کې عمرانی پروژې پلی شی، خو له ډېره نېکه مرغه ستراتیژیک او دوست هېوادونه له ډېرې مودې راپه دې خوا له افغانستان سره مرسته کوی. خو له ډېرو ستونزو سره سره بیا هم زموږ ویاړلی ولسمشر محمد اشرف غنی د هېواد د آبادۍ په لور اوچت ګامونه اخلی او هڅه کوی چې په افغانستان کې بېلابېلې پروژې په ډېر لنډ وخت کې په  شفاف ډول پلی شی،چې د هغو له جملې څخه د ځینو پروژو یادونه کوو:د افغانستان دکرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لری چې په ټول هېواد کې د اوبو لګولو ۳۴۴ پروژې پلی کړی. د دغه پروګرام په پىل کې په ننګرهار کې  د اوبو لګولو څلور کانالونه، د کابل په چهارآسىاب ولسوالۍ کې د اوبو رسونې ىوه شبکه او په جوزجان کې د اوبو رسونې دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دی. دغه راز په مزار شریف کې د درېیو کرنىزو  پروژو چارې چې په کې محافظتی دېوالونه او د اوبو بند شامل دى، بشپړې او  ګټې اخىستنې  ته وسپارل شوې.د ننګرهار دکامې ولسوالۍ اړوند د منځ وىالې د اوبو لګولو دکانال رغنىزې چارې بشپړې او  ګټې اخىستنې ته وسپارل شوې، دغه کانال ۷۰۰ جرىبه مځکه خړوبوی او ۱۰۶ کورنۍ ورڅخه هراړخىزه ګټه پورته کوی. د دې کانال د رغولو ټول لګښت پنځه اعشاریه نهه  مىلىونه افغانۍ دی چې دکرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظىم پروژې(۰FWMP)  له خوا ورکړل شوې دی او  د دغه کانا  ل په رغولو کې د سیمې ځىنو اوسېدونکو ته دکار زمىنه هم برابره شوې ده او ترڅنګ یې ۴۰ سلنه د اوبو د ضاىعاتو مخه هم نىسی او دغه راز به ورسره د هغو مځکو کرنىز محصولات ۲۵ سلنه لوړ شی چې د دغه کانال له لارې خړوبېږی. د کلیو د بىا جوړولو او پراختىا وزارت د ولسی تړون د ملی پروګرام له لوری د څه   د پاسه درېىو میلىونو افغانىو په لګښت په کندوز کې د اوبو لګولو دوه کانالونه جوړ شول، د دغې پروژې له آسانتىاوو څخه په مرکز پورې اړوند د جنګل باغ او زاخېلو په کلیو کې  څه د پاسه ۴۵۰کورنۍ ګټه اخلی.  په هلمند کې هم دکلىو د بىا جوړولو او پراختیا وزارت د ولسی تړون د ملی پروګرام له خوا د ۳۵ پرمختیایی او ټولګټو پروژو کار په دې وروستیو وختونوکې پیل شو، دغه پروژې په نادعلی ولسوالۍ کې د ۵۷ مىلىونو افغانىو په لګښت پلی کېږی په دې پروژوکې د کرنىزو ،
د اوبولګولو دکانالونو جوړولو او دڅښاک اوبو د څا ګانو کىندل شامل دی چې د دغو پروژو دکارپه بشپړېدو سره به د نادعلی ولسوالۍ څه دپاسه ۵۵۰۰ کورنۍ د هغو له آسانتىاوو څخه ګټه واخلی.دغه راز په بامیانو کې هم د ۳۳ مىلىونو افغانىو په لګښت د ښاری پىوستون د ملی برنامې له لارې د لسو ټولګټو پروژو کار پىل شو. په دې پروژو کې د څښاک اوبه، لمرىزه برېښنا او کوچنۍ کرنىزې پروژې شاملې دی. د دې پروژو د کار په بشپړېدو سره د بامىانو ولاىت  د ورس ولسوالۍ له ۶۸۰کورنىو څخه زىات خلک د هغو له اسانتىاوو څخه برخمن کېږی. دکلىو د بىارغاونې او پراختىا وزىر مجىب الرحمن کرىمی ویلی چې تېرکال په ټولىزه  توګه د بېوزلۍ د کچې د کمولو په برخه کې په ۳۴ ولاىتونو ۲۹۰ ولسوالیو او ۷۸۷ کلىوکې ۱۰۰۶پروژې بشپړې شوی دی، له ىادو پروژو څخه کابو ۳ مىلىونه وګړو ګټه پورته کړې او د هغوى لپاره یې ۱۴مىلىونه کاری ورځې رامنځ ته کړی دی. نوموړی د ښوونځیو په برخه کې ووىل چې په ۱۳۹۷ کال کې د ۲۶۴۷ ښوونځیو ډىزاىن سروې او پروپوزل د جوړولو بهىر پىل شو او د جوړولو عملی چارې په ۱۳۹۸ ل کال کې پىل شوې دی. د ىادونې وړ ده چې دکلىو د بىارغاونې او  پراختىا وزارت د ۱۳۹۸ ل کال لپاره د اوبو رسولو
د تجدىد وړ انرژۍ ،  رانسپورت،اقتصادی پراختیا ،  ښوونې او روزنې اوعامه تاسىساتو په برخه کې د ۱۸ مىلىاردو او ۳۴۶ مىلىونو افغانىو په ارزښت د ۸۴۳۵ پروژو د پلی کېدو لپاره پروګرام جوړونه کړې ده، دغه پروژې به ۱۱۲ میلىونه کاری ورځې رامنځ ته کړی او پنځه اعشاریه نهه میلىونه خلک به ترې ګټه پورته کړی.

قاطع شىنوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید