روزنامه هیواد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کونړ سیند د اوبو مهارولو کار پیل کړى

کونړ یو غرنی ولایت دې او د هېواد په ختیځ کې موقعیت لری. جغرافیه یې د منځنی اسعد آباد ښارګوټی په ګډون له ۱۵ ولسوالیو  جوړه او په فرضی کرښه له گاونډی پاکستان سره په پوله پروت دى. مېشت اوسېدونکی یې د رغونې او جوړونې پلویان او لارویان دی.

دینی عالم مولوی الله یار: په کونړ کې د عام المنفعه پروژو تطبیق غواړو او دا دښمن ته په مخ درنه څپېړه، د جنګ جګړو کموالی، د زورواکو او لنډغرو د کمزوری  سبب کېږی.

قومی مشر حاجی روزی خان: د کونړ سیند مهارول او کنترول د داوود خان پلان و، خو نن یې د کار د پیل افتتاح ته راغلی یو د دغه شان پروژو جوړول موږ کونړیانو ته پر امن او سعادت سربېره د وطن آبادی ده.

 د بر نرنګ د ونګۍ  کلی اوسېدونکی مطیع الله: دا د سین دواړه طرفه بولډروال جوړېږی، سین یو ځای کېږی او موږ به یې له خرابیو او ضرر نه خلاص شو .

د اسعد آباد اوسېدونکی سمیع الله: له ټولو د مخه له جمهور رییس محمد اشرف غنی ډېره زیاته مننه کوم چې د کونړ ولسونو غوښتنه یې واورېده، د سیند په خواوو یې د اوږد بولډروال د جوړېدو پروژه منظور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر یې نن د کار پیل افتتاح کړ.

د سرکاڼو ولسوالۍ د قومی شورا ملک خان پاچا: زموږ د ژوند ارمان و چې دا سین مهار شی. د کونړ ولسونه په دې خوشحاله یو او له جمهور رییس محمد اشرف غنی غوښتنه کوو چې په کونړ کې نورې دغسې حیاتی او غټې پروژې په کار واچوی.د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمی او ورسره پلاوی کونړ ولایت ته په سفر کې د څه باندې یو میلیارد او ۹۸ میلیونو افغانیو په پانګونه چې له ملی بودیجې څخه ورکړ شوې د کونړ سیند پر دواړو غاړو د څلوېښت کیلو مترو په اوږدوالی د غټو ډبرو ( بولډروال) دمحافظوی دیوال پروژې د کار د پیل پرانیسته وکړه. کونړ ته په دغه سفر کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا له وزیر سره په زېربنایی برخو کې د جلالتماب جمهور رییس ستر سلاکار ښاغلی څرګند، د کرنې او مالداری وزارت مرستیال حشمت الله غفوری او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ساحوی پروګرام رییس ښاغلی بریالی هلالی ملګرتیا کوله.د غټو ډبرو ددغه دیوال د جوړېدو کار چې د سرکاڼو ولسوالۍ له پله څخه پیل او تر نورګل ولسوالی پورې رسېږی په دوو پړاوونو کې  تر کار لاندې نیول کېږی چې په لومړی پړاو کې یې  د ۳۰ کیلو مترو په اوږدوالی د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.د بولډروال دغې سترې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې چې د کونړ، ننګرهار او لغمان والیان، د کونړ د محلی ادارې ځینې رییسان، مخور مشران، سپین ږیری، د ځینو کلیوالی پرمختیایی شوراګانو استازی او ځایی اوسېدونکو ګډون کړى وو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمی په خپلو خبرو کې داسې وویل: درې میاشتې مخکې په زېربنایی چارو کې د جمهور رییس د لوی سلاکار ښاغلی څرګند په مشرۍ د سیند د غاړو د لیدو پخاطر کونړ ته راغلو او د شته ستونزې د هر اړخیزو معلوماتو د راټولولو په اړه مو له  ښاغلی والی، مشرانو او ځایی اوسېدونکو سره لیدنې کتنې وکړې. کله چې بیا جمهور رییس کونړ ته سفر وکړ د دغه ولایت د کنفرانسونو په تالار کې یې له مشرانو او سپین ږیرو سره په لیدنه کې، هغوئ د نورو وړاندیزونو او غوښتنو تر څنګ له جمهور رییس څخه د کونړ سیند د تحکیماتو کلکه غوښتنه  وکړه. جمهور رییس غنی  له کونړیانو سره په دې لیدنه او کتنه کې د شته ستونزې د حل کېدو ژمنه وکړه.

ښاغلی کریمی د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: د جمهور رییس د ژمنې په سرته رسېدو، الحمد لله د ولسونو په ملاتړ له خپل نظام سره  ودرېدو، ده زمینه برابره کړه چې د سیند دواړو غاړو ته د ۳۰ کیلو متره بولډروال د جوړولو د کار پیل افتتاح کوو. د دې پروژې اهمیت خورا ډېر دى او هغه اقتصادی تحلیل چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ساحوی پروګرام ریاست له خوا د یادې پروژې په اړه شوی، نږدې ۳۶۰۰ هکتاره ویجاړه شوې ځمکه به د کرکیلی له پاره چمتو شی، تر ۱۵ زرو کسانو ته به په خیله کرونده کې کاری بوختیاوې رامنځته شی  او هغه ابتدایی ارزښت چې موږ یې محاسبه کړې، کابو ۲۷ میلیارده افغانیو ته رسېږی چې د ځایی اوسېدونکو د اقتصاد په پیاوړتیا او د ژوند په سمبالتیا کې به مثبته اغېزه وښندی. ښاغلی کریمی زیاته کړه:  درنو مشرانو او سپین ږیرو، د دغه ۳۰ کیلو متره دیوال د جوړېدو ټول قراردادونه لاسلیک شوی دی چې د ځینو برخو پیسې بانکی اکونټ ته رسېدلی او د ځینو په نږدې موده کې ور رسېږی. د دې پروژې پلی کول د حکومت پرېکړه ده چې ستاسو په ملاتړ او مرسته به دا ټول دیوال جوړېږی. په هېواد کې د اوبو مدیریت او ورڅخه سالمه ګټه اخیستنه هغه لومړیتوب دی چې حکومت یې په اړه ځان ژمن ګڼی. په همدې موخه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل سیمه ییز پروګرام ته دنده سپارلې، چې د کونړ سیند پر دواړو غاړو د بولډروال پیل شوې پروژې کار په پوره دقت او ټاکلی وخت سرته ورسوی تر څو د سیند پر غاړو کرنیزې ځمکې او باغونه د سیلابونو له زیان څخه وژغورل شی او هغه ځمکې چې ویجاړې شوی، بیا کرکیلی ته چمتوشی.

د کونړ د نوآباد د ځوان بدلون شورا رییس هدایت الله په دې اړه وایی: ډېر خوشحاله یو چې موږ ته یوه داسې  پرمختیایی پروژه راغله او د کونړ سیند پرې راکنترولیږی، زراعتی ځمکې او د استوګنې کورونه مو له خطر نه بچېږی او همدا شان  د خلکو د حاصلاتو په زیاتوالی که به هم مثبته اغېزه وښندی. د کونړ د ځوانانو په استازیتوب له جمهور رییس محمد اشرف غنی څخه  مننه کوم چې زموږ له پاره یې یوه داسې حیاتی او فوق العاده پروژه دلته منظور کړله.

کونړ څه د پاسه ۴۵۰۰ کیلو متره مربع مساحت لری، چې نږدې ۱۵ سلنه یې اوارې ځمکې دی او نور لوړ غرونه، چې د نښتروپر  ځنګلونو سربېره د زیتون، څېړۍ، میوه لرونکو او د سون لرګیو ځنګلونو پوښلی دی. د ځینو معلوماتو پر بنسټ کونړ خوا او شا ۱۲۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه لری او د اوبو د ډېرېدو په موسم کې د کونړ سیند خوا او شا پرتې زراعتی ځمکې په کاڼو او شګو پوښی. د دې ځمکو د خوندی ساتلو پخاطر د غټو ډبرو د محافظوی دیوالونو د جوړولو د ارزښت او موثریت په  اړه د کونړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست انجنیر ایمل امینی داسې وایی: د کونړ سیند د اوبو میلان ډېر دى او نږدې پرتې زراعتی مځکې او کورونه  تخریبوی او زیان وراړوی. د دې ستونزې د مخنیوی په خاطر د وزارت د رهبری هئیت د هدایت په ترڅ کې د تخنیکی برخې انجنیرانو داسې پرېکړه وکړه چې د نورو استنادی او محافظوی دیوالونو د جوړولو په پرتله د کونړ سیند پر غاړو د غټو ډبرو د دیوالونو یا بولډروال جوړول سم او موثر کار دى په دې خاطر چې مقاومت یې ډېر او نشست یې کم دى.رغونه ګام په ګام بهیر دی، یو داسې بهیر دى چې د مسلکی او تخنیکی پوهې او پوهنیزې وړتیا د کچې لوړېدو په ترڅ کې په سمه روانېږی. کونړ کې د سیند پرغاړو د غټو ډبرو دیوالونو جوړول ګټور پرېوتی دی او په همدې خاطر  د ځایی اوسېدونکو د غوښتنو په لومړیتوب کې دی.  د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سیمه ییز پروګرام  په نورو برخو کې پر پرمختیایی بېلابېلو پروژو سربېره د سیند پر غاړو د بولډروال د لسګونو پروژو په تطبیق سره زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه  له سیلابونو څخه ژغورلی دی. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د کونړ سیند پر دواړو غاړو د ۳۰ کیلو مترو په اوږدوالی د غټو ډبرو دیوال د پیل شوې پروژې کار به  یو کال کې بشپړ شی. د دغه وزارت د سیمه ییز پروګرام د څېړنې او ارزونې پر  بنسټ به ۳۶۰۰ هکټاره زراعتی ځمکه د کرنې له پاره چمتوشی، تر ۱۵ زره پورې دهقانان به په خپله کرونده کې اوږد مهاله بوختیاوې تر لاسه کړی  او اقتصادی ارزښت یې چې ۲۷ میلیارده افغانۍ اټکل شوى د کونړ د اوسېدونکو جیبونو ته ورسېږی.

نقیب الله شېرزى

ممکن است شما دوست داشته باشید