روزنامه هیواد

د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت په خوست کې د۲۲پروژو کارونه بشپړکړی

د کابل ښار څخه په وتو زموږ د سورلۍ موټر د چهار آسیاب ولسوالۍ شاته پرېښوده او د شیبو په ترڅ کې د لوګر د سقاوې دښتې ته ورسېد. هلته د لوی واټ دوهمه لیکه تر محمد آغې ولسوالۍ پورې پخه او تر خوا یې د مارکېټونو او استوګنې کورونو د جوړولو لړۍ په درز سره روانه وه. د سفر له ملګرو هر یو عبدالودود افغان او انجنیر لعل مرجان مسلمیار سره په خبرو خبرو د لوګر مرکز پل علم څخه ورتېر شوو او د سورلۍ موټر د هدف خوا ته په چټکۍ روان و، د تېرې کنډو غرونه په واور و،پټ، ځای ځای شنو ونو له ووارې څخه ښاخونه را اوچت کړی وو او په لوړه څوکه یې مخابراتی انتنونه تړل شوی وو، تر څو په دغه لاره د تلوونکو مسافرو او د خوا و شا کلیو اوسېدونکی ورڅخه ګټه واخلی.  د تېرې کنډو څخه په وراوښتو، هغه خوا د پکتیا ولایت سیمه پیل شوه. اورېدلې واورې ځمکې ته سپین څادر وراغوستى و. په واوره کې  د برېښنا دنګو پایو او پر هغو د برېښنا انرژۍ د غزېدلو لینو مستقیمې لیکې د سړک غاړې سیمه کې ځانګړې ښکلا ښندله ، چې په دغه لاره د هر تلونکی مسافر پام یې ځان ته وراړاوه. د برېښنا غزېدلو مزیو له ځان سره د پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو اوسېدونکو ته د هوساینې، روښنایۍ او پرمختګ زېرى رساوه. څومره چې د پکتیا د مرکز ګردېز په خوا نږدې کېدو، په غرونو کې د شنو ځنګلونو ډېروالى، ښکلا او شینوالى لا پسې زیاتېده او خپلې نندارې ته یې د هر مسافر د پام اړولو تر څنګ د سړک تر خوا د اوچتو برجونو خټینو پراخو نویو جوړو شوو کلا ګانو، سیمې ته ښایسته او رنګینه کلیوالی ښکلا ورپه برخه کړې وه.

د پکتیا مرکز ګردېز ښار ته په رسېدو د تېرې باغ په غونډۍ کې جوړو ودانیو دا څرګندوله ،چې هلته د ولایت مقام او نورې ادارې شته، چې ورځنی رسمی کارونه مخ ته وړی. لږ شانته وړاندې د سړک بلې خواته د پکتیا پوهنتون احاطه پیل او  سړک ته نږدې د دغه پوهنتون د یوې ودانۍ پر دېوال د استقلال د ګټنې ستر او پیاوړى شخصیت غازی امان الله خان انځور او د هېواد نقشه را ښکل شوې وه. په ښار کې ګڼه ګوڼه وه، د ولسوالیو او کلیو څخه د راتلونکو کسانو څېرو دا ګواهی ورکوله ،چې د یوې موخې د ترسره کولو په خاطر هلته راغلی دی. وړاندې غونډۍ باندې د پکتیا دبالا حصار دتاریخی کلا پلن او جګ دیوالونه هم ولاړ وو. د ګردېز ښارګوټى د سترګو په رپ  کې زموږ تر شا پاتې او د سورلۍ موټر د ټاکلی هدف په خوا مزل لنډاوه.

د سړک تر خوا په درو او سردرو کې اورېدلې واورې، شنو ځنګلونو او شینه آسمان د ښکلا، مینې، محبت او پرمختګ انګازې خپرولې،  موټر په تور سړک له پېچومو او ګولایانو په تېرېدو پر مخ روان و او ټاکلې لاره یې لنډوله. د سټو کنډو ته په نږدې کېدو په غرونو او غونډیو کې د ځنګلونو ډېروالی سیمې ته بل شان رنګ او خوند ورباښه. د دغه کنډو د پورتنۍ او لوړې برخې څخه په ښکته کېدو د جلغوزو، لمنځو او څېړیو په شنو ځنګلونو پوښلوغرونو ځانګړی او په زړه پورې بادیال (اتموسفیر) درلود، چې په دغې لاره د هر تلونکی مسافر پام یې لیدو ته ور اړاوه. د پکتیا له سرحد څخه په تېرېدو د خوست لومړۍ  ولسوالۍ شواک وه. د سورلۍ موټر د سړک پر غاړه د خوست د بېلابېلو ولسوالیو کلی او د سړک تر غاړې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د برنامو د پرمختیایی پروژو لوحې شاته پرېښودې او د دغه ولایت د مرکز په خوا په مخ روان وو. خوست؛ هغه پخوانى خوست نه و، ډېرې آبادۍ په کې شوی ، بڼه یې ور بله کړې او دغه لړی لا په چټکۍ سره روانه ده. د سړک دواړو خواوو ته مې د شویو آبادیو په نندارې، سترګې نه وې مړې شوې چې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست  ته ورسېدو او د سرپرست رییس، ادیب ګل محمد سنګین  او نورو کارکوونکو سره د جوړ په خیر او ګیلاس چای څښلو وروسته مو دغه ولایت ته د سفر موخه ورسره شریکه کړه او ولسوالیو ته د تلو او هلته د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو دهمغږۍ دفتر د بېلابېلو پرمختیایی پروژو څخه د ژورنالېستیکو موادو د راټولولو او له نږدې د پروژو څخه د لیدنې کتنې په خاطر مو په ګډه شپږ ورځنى کاری پلان ترتیب کړ.

د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفترد خوست د لسو ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې د نږدې ۳۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت ۴۷ ټولګټې پروژې لری او د هغې ډلې ۲۲ پروژې بشپړې او پر پاتې نورو یې کار روان دى.

له ترتیب شوی کاری پلان سره سم  په سبا سهار د مرکز اړوند د ماڼۍ کلی ته ولاړو او هلته مو د اوبولګولو د سربند کاری بهیر له نږدی ولید، په دې اړه ځایی اوسېدونکی، حاجی سیدالله خپل نظر داسې څرګندوی:  دا زموږ د کلی سربند ۵-۶ کاله مخکې سیلابونو مات کړ، وې غورځاوه او زموږ زراعتی ځمکې شاړې شوې، دلته به مو د ونو څانګې اچولې او په ډېر تکلیف به مو کروندو ته اوبه پورته کولې. دومره ضرورت مو پرې پوره کولی شو ،چې پنځه منه حاصل به مو تر لاسه کاوه او شل منه به مو له بازاره رانیوه. دا سربند اوس کلیو دبیارغاونې او پراختیا وزارت راجوړوی، که د خدای رضا وه او دا بند تکمیل شی نور به نه  د جوارو، نه د غنمو او نه د شولو د حاصلاتو خواری وی، دا ټولې ستونزې به له منځه ځی.

د خوست مرکز اړوند د کاروان سرای په سیمه کې د نږدې ۱۸۴۰ متره پوخ سړک د جوړېدو کار هم جریان لری، د دغه سړک د ارزښت په اړه د کلیوالی پرمختیایی شورا د رییس خیال محمد نظر له لوستوونکو سره شریکوم، هغه داسې وایی: دغه سړک چې نږدې دوه کیلو متره اوږدوالى او ۹ متره پلنوالى لری، ۴ میاشتې مخکې یې کار د کلیو دبیارغاونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له خوا د څه کم ۴۶ میلیونو افغانیو په لګښت پیل او په دغې موده کې قیر کولو ته آماده شوى دى. په پخېدو سره به یې د ۴ ولسوالیو او ۳ مرکزی واحدونو اوسېدونکی د ترانسپورتی شته ستونزو څخه خلاص شی.

کرنه او هغې ته پاملرنه، د کلیوالو اقتصاد پیاوړى او سوکالی رامنځته کوی، دغو هیلو ته د کلیوالو د رسېدو لپاره د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر په کونډیو لټکو کلی کې د څه باندې ۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو سربند جوړ کړى او بزګرانو ته یې د نږدې ۴ زره جریبه کرنیزې او باغی ځمکې د خړوبولو چارې آسانه کړی. په دې هکله د کلیوالی پرمختیایی شورا مرستیال محمد هاشم وایی: دغه کومه پروژه چې د اوبو لګولو سربند دى، موږ ته د کلیو د پراختیا وزارت جوړه کړې ده، ۱۲۰ متره اوږدوالى لری او د لټکو، پیرانو او کونډی کلیو په زرګونو جریبه ځمکه ترې لاندې شوه او دهقانان غواړی چې داسې نورې پرمختیایی پروژې ورته منظورې او جوړې شی.

د تڼیو ولسوالۍ د ګربز صحرا سیمې ته ځو او هلته د نږدې ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۳۵۰۰ مترو په اوږدوالی سړک او په اوږدو کې یې د پلګوټو جوړولو کار ۳۰ سلنه مخ ته تللى. په پخېدو سره به یې ۱۶ کلی یو له بل سره ونښلی او د خوا و شا ۳ زره کورنیو مخ ته پرتې ترانسپورتی ستونزې به راکمې شی. په دې اړه قومی مشر حاجی کفتان چې د سړک د پراختیا په خاطر یې خپله شخصی ځمکه ورکړې، وایی: موږ د حکومت او دولت نه ډېر خوشحاله یو، چې سړک راته جوړوی او ورڅخه ګټه اخلو. د دغه سړک له پاره ما په خپله خوښه ۷۰ متره شخصی ځمکه ورکړه. په دې خاطر چې د خلکو او ملت له پاره فایده ورسېږی.

د سراچې موټر چلوونکی، خپل ځان قهرمان نوموی او په دې اړه داسې وایی: مخکې دا سړک ډېر خراب و، مریض به مو چې بازار ته رساوه ډېر به په تکلیف و. اوس پرې کار روان دى، خدای دې وکړی چې ژر یې راجوړ کړی.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په لوړې کلی کې ۶۰۰ کورنۍ ژوند کوی. دغه کلی ته د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا  د ۶۰ متره پوخ سړک او ۴۱ متره استنادی محافظوی دېوال، ورکړل شوې پروژې باندې کار روان دى. د دغه کلی د اوسېدونکو په استازولۍ حاجی مطیع الله په خوښۍ سره وایی: دا لومړنۍ پروژه ده چې د حکومت له طرفه موږ ته منظوره شوې اوموږ پرې ډېره شکریه ادا کوو، خو د کلیو د پراختیا له وزارت څخه هیله لرو ، چې د دغه سړک د پاتې برخې د جوړېدو منظوری هم راکړی. بل دا چې ښوونځی نه لرو، د څښاک د اوبو نلکۍ نشته او نورې ډېرې ستونزې لرو، هیله کوو چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وشی.

د مټون تپه کې د خوست د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست تر کار لاندې ۳ پوړیزې ودانۍ، د لکڼ بدیخیل کلی کې د رغول شوی ۹۰۰ متره کاریز او ۳۷ څاګانو، د اسماعیل خیلو ولسوالۍ د مدیخیل کلی د سړک تر غاړې استنادی پوخ دیوال او د تڼیو ولسوالۍ په دره ګی کلی کې د ۵۶۳ مترو په اوږدوالی او د څه باندې ۳ مترو په لوړالی د استنادی محافظوی دیوال، له بشپړو شویو او تر کار لاندې پروژو څخه مو لیدنه وکړه. د ترتیب شوی کاری پلان په سرته رسېدو سره سهار مهال چې  خوست کې په مزه مزه  واوره اورېده، دکابل په لور راوخوځېدو، خو سټو کنډو ته په رسېدو هلته د ډېرې واورې د اورېدو له امله لوى وآټ تړلی و او په لسګونو ترانسپورتی وسایط ولاړ وو. له څه باندې ۳ ساعته  انتظار وروسته د ترافیکو پر مخ لاره پرانیستل شوه. لنډه دا چې د مازدیګر ۵ بجې او ۲۰ دقیقې د کابل په چهار آسیاب ولسوالۍ کې د خوست د موټرو په تم ځاى کې، له موټر ښکته شوو او د سفر ملګری هر یو د خپل کور په خوا وخوځېدو.

نقیب الله شېرزى

ممکن است شما دوست داشته باشید