روزنامه هیواد

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په ولایتونو کې ۵۲۷۹پروژې تطبیق کړی

د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزیر د دوشنبې په ورځ، ملت ته د دولت دځواب ویلو د کنفرانس پر مهال په ۱۳۹۸ کال کې د دغه وازرت د کړنو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل. مجیب الرحمن کریمی چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې وینا کوله، زیاته کړه: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په ۱۳۹۸ کال کې د۹۶ سلنې عادی او۰۲،۹۳ سلنې پراختیایی بودجې په لګولو سره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۵۲۷۹ پروژې بشپړې کړې دی. دغه پروژې چې د کلیو د انرژۍ، اوبو رسولو او لګولو، ترانسپورټ، پوهنې او اقتصادی ودې په سکتورونو کې پلې شوې دی؛ ۲،۹ میلیونه کاری ورځې یې رامنځته کړی او د هېواد څه باندې ۱۱ میلیونه کلیوال ورڅخه برخمن شوی دی.  د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، اوسمهال په هېواد کې د ۸۷۶۱ نورو پروژو چارې روانې دی، چې ۱۶ میلیونه کاری ورځې یې رامنځته کړی او ۱۵ میلیونه کسان به ورڅخه ګټه پورته کړی.  د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزیر په خبره، اوسمهال د کونړ سیند د غاړو له ۵۰ کیلومتره استنادی دېوال څخه د ۱۸،۱۷۸ کیلومتره د جوړولو چارې دوام لری او د شاوخوا ۱۵ کیلومتره سروې یې بشپړه شوې ده، چې له امله یې ۶۲ زره کاری ورځې رامنځته شوی او ۱۵۶۹ هکټاره کرنیزه ځمکه د سېلاب او اوبوختلو له خطر څخه خوندی شوې ده. د دغه دېوال په بشپړېدو سره چې د جمهور رییس د ځانګړې سپارښتنې له مخې جوړېږی؛ د کونړ سیند د دواړو غاړو د کرنیزو ځمکو له تخریب څخه مخنیوی کېږی او دغه راز د ۲۷ میلیارډه افغانیو په ارزښت به، ۵۲۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د کرنې وړ وګرځی. دغه پروژه به ۱۵۰۰۰ تنو ته د دایمی کار زمینه هم برابره کړی.  د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر دغه راز وویل ټاکل شوې ده چې دغه وزارت به د ارغنداب د ګډې پروژې پر بنسټ، د کندهار ولایت په ارغنداب، ژېړۍ، دامان، ډنډ، پنجوایی او شاه ولی کوټ ولسوالیو کې د اوبو لګولو ۱۲۹ شبکې جوړې کړی. دغه شبکې ۸۶ زره هکټاره ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې نیسی او د ۵،۱ میلیونه کاری ورځو د رامنځته کولو تر څنګ به، د ۸۵۰۰ دایمی دندو زمینه هم برابره کړی.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه چې د اقرا پروژې تر چتر لاندې د هېواد په ۱۷ ولسوالیو کې د ۲۲۵ ښوونځیو د جوړولو چارې بشپړې شوی او د کب میاشتې تر وروستۍ نېټې به د ۶۵۰ ښوونځیو د جوړولو چارې په مکمل ډول بشپړې شی. پر دې سربېره، ټاکل شوې ده د کونړ او پکتیا په ولایتونو کې د سعودی عربستان په مرسته د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰۰ ښوونځی جوړ شی.
کریمی دغه راز وویل چې د کلیوالی اقتصاد د پراختیا پروګرام، په ۱۲ ولایتونو کې ۹۵۰ کلی تر پوښښ لاندې نیولی او په هغو کې یې د پور او سپما ۹۸۱۰ اتحادیې رامنځته کړی چې تر دې دمه په دغو اتحادیو کې ۳۲ میلیونه افغانۍ جمع شوې دی.  د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزیر وویل چې د ۱۳۹۸ کال په اوږدو کې د ولسی تړون د ملی پروګرام په اډانه کې د کوچیانو ۵۰۰ پراختیایی شوراګانې رامنځته شوی او د کوچیانو د اقتصادی وضعیت د ښه والی په موخه، شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالره ځانګړی شوی دی.  ویل کېږی چې ۶۰۰۰ پراختیایی پروژې او د ۴۰۰ کیلومتره کلیوالی سیمو سړک او د  ۹۰۰ متره پلونو جوړول او د ۱۰۰۰ کیلومتره نورو سړکونو ساتنه او څارنه؛ د ۱۳۹۹ کال لپاره د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت پروګرامونه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید