روزنامه هیواد

د کسپین سمندرگی په حقوقی حیثیت موافقه وشوه

د کسپین سمندرګی په غاړو د پرتو پنځو هېوادونو مشرانو وړمه ورځ یکشنبه  د(اگېست په ١٢) مه په قزاقستان کې ددغه سمندرګی په حقوقی حیثیت موافقه وکړه، خو سرحدونه یې ونه ټاکل.د کسپین سمندرګى چې د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لری د پخوانی شوروی اتحاد له سقوط راهیسې لانجمن پاتې دى او د ایران او مسکو ترمنځ پخوانۍ شوې موافقې له کاره غورځېدلې دی.روسیه، آزربایجان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان د کسپین سمندرگی په شاوخوا کې پراته هېوادونه دی. په داسې حال کې چې روسیه، آزربایجان، قزاقستان او ترکمنستان څلور واړه د شوروی اتحاد غړی هېوادونه وو او ایران یواځنى هېواد و چې ور سره یې گډه پوله درلوده.په قزاقستان کې د ایران او د پخوانی شوروی اتحاد د څلورو پخوانیو جمهوریتونو ترمنځ د یکشنبې د ورځې په غونډه کې ټولو د کسپین بحیرې د تېلو او گازو د پراخو زېرمو په وېشلو موافقه وکړه.خو ددغه سمندرگی د اوبو د کاسې د حدودو ټاکل چې اکثراً لانجې ترې راپورته شوې، د ایران د جمهور رییس حسن روحانی په وینا د اړوندو هېوادونو ترمنځ د زیاتو موافقو د رامنځ ته کېدو ایجاب کوی.له درېـو لسیزو راهیسې پنځو هېوادونو روسیې، آزربایجان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان د کسپین سمندرگی د اوبو د وېش په هکله وړاندیزونه کړی دی. له بلې خوا په داسې حال کې چې له دغو هېوادونو څخه یو شمېر په خپلو سواحلو کې سترې پروژې پیل کړی، لکه د قزاقستان د کاشاگان د تېلو پروژه چې ددغه سمندرگی د قانونی حیثیت په اړه یې مخالفتونه رامنځ ته کړی او د یو شمېر نوښتونو مخه یې ډب کړې ده.یوه له دغو پروژو څخه هغه پایپ لاین دى چې له کسپین نه تېرېږی او د ترکمنستان گاز ازربایجان او بیا اروپا ته رسوی او اجازه ورکوی چې په غربی ماکېټ له روسیې سره سیالی وکړی. همداشان د کسپین حقوقی حیثیت د تېلو او گازو د یو شمېر ساحو د ملکیت پر سر هم جنجال رامنځ ته کړى او کارونه یې ځنډولی دی.پخوانی شوروی اتحاد له ایران سره د کسپین پوله په زغرده په نښه کړې وه، خو ددې امپراتورۍ د سقوط په نتیجه کې کړکېچ پیل شو. تهران د شوروی اتحاد د سقوط په نتیجه کې له نویو رامنځ ته شویو هېوادونو سره په خبرو کې د کسپین بحیرې په پنځو ټوټو دوېشلو او یا هم په گډه د هغې د زېرمو په ایستلو ټینگار کاوه، خو د ایران هېڅ کاونډی ورسره موافقه ونه کړه او درېـو هېوادونو روسیې، قزاقستان او ازربایجان د کسپین شمالی برخه په خپل منځ کې ووېشله.ازربایجان اوس موافقه کړې چې د ایران او ترکمنستان سره د تېلو او گازو خپلې یو شمېر ساحې څنگه ووېشی، خو تر اوسه هېڅ یوه لانجه نده حل شوې.له بلې خوا د پنځو هېوادونو مشرانو په قزاقستان کې د یکشنبې د ورځې غونډه تاریخی وگڼله ، خو ددې بحیرې د وېش په اړه یې لږ جزیات څرگند کړل.او ویې ویل چې دغه پرېکړه وروستۍ حل لاره نه ده. د ایران جمهور رییس وویل چې د وېش مسئله زیات کار او جلا موافقې ایجابوی او دغه تړون به یې اساس وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید