روزنامه هیواد

د کرېکټ په ټی لس لیګ کې کوم افغان لوبغاړی لوبېږی

د ټی ۱۰ یا ټی ټین په نامه د کرېکټ سوداګریز لیګ د متحدو عرب اماراتو په کوربتوب د راتلونکې نومبر میاشتې په ۲۱ نېټه پیلېږی. د ګڼ شمېر نړیوالو لوبغاړو په ګډون، په دې سوداګریز لیګ کې یو شمېر افغان لوبغاړی هم برخه لری.  د دغه سوداګریز لیګ ځانګړنه دا ده ،چې ټولې لوبې یې ۱۰ اوریزه دی او تر ۲۰ اوریزو لوبو په لنډ وخت ګټونکی او بایلونکی معلومېږی.د متحدو عرب اماراتو دغه لیګ د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا تائید شوی. په دې سوداګریز لیګ کې ټولې اته لوبډلې ګډون لری. د کرېکټ پر ګڼ شمېر نړیوالو څېرو سربېره په دې سوداګریز لیګ کې ګڼ شمېر افغان لوبغاړی هم لوبېږی.په دې لوبوکې کوم افغان لوبغاړی اخیستل شوی؟په دې سوداګریز لیګ کې د کریلا کینګ، کراچینز، پښتون، راجپوت، پنجاب لیجینډز، مراتا عربین، بېنګال ټایګرز او نارترن واریرز په نامه لوبډلې یو له بل سره سیالی کوی. تر اوسه په دې لوبډلو کې ۱۲ افغان لوبغاړی د مختلفو لوبډلو له لوری اخیستل شوی.په دې ترڅ کې کریلا کینګ تر اوسه کوم افغان لوبغاړى نه دى اخیستى. کراچینز لوبډلې بیا په خپله لوبډله کې یوازې سمېع الله شینوارى اخیستى. د دې ترڅنګ پښتون لوبډلې درې افغان لوبغاړی هر یو شاه پور ځدران، ګلبدین نائیب او شرف الدین اشرف په خپله لوبډله کې اخیستی.راجپوټ لوبدلې بیا شهزاد محمدی او قیس احمد اخیستی. پنجابی لیجنډز بیا یوازې ظاهر خان اخیستی او مراتا عربین لوبډلې بیا د راشد خان په ګډون نجیب الله ځدران او حضرت الله ځاځی اخیستی دی. بېنګال ټایګرز بیا د افغان ورو توپ اچونکو جوړه یعنې محمد نبی او مجیب الرحمن را نیولی دی. وروستى لوبډلې نارترن واریرز هم د کریلا کینګ په څېر تر اوسه کوم افغان لوبغاړی نه دی اخیستی.په دغو لوبو کې ټولې اته لوبډلې په دوو ګروپونو الف او ب وېشل شوې. په الف لوبډله کې کریلا کینګز، پښتون، کراچینز او راجپوت لوبډلې شاملې دی. په ب ګروپ کې پنجابی لیجنډز، مراتا عربینز، بېنګال ټایګرز او نارترن واریرز لوبډلې شاملې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید