روزنامه هیواد

د کرېکټ په نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډلې څه زده کړل؟

د ۲۰۱۹م کال دکرېکټ نړىوال جام سىالىو کې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې سفر پاى ته ورسېد، بې له دې چی کومه لوبه وګټی. په دغو سىالىو کې د افغان لوبډلې د لاس ته راوړنو، نىمګړتىاوو او د بدلونونو په هکله د کارپوهانو نظرونه. د کرېکټ د نړىوال جام په روانو سىالىو کې افغانستان خپله نهمه او وروستۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ پر وىسټ انډىز په ۲۳ منډو وباىلله او په دې سره ىې په دغه جام کې سفر پاى ته ورسېد. په افغانستان کې د کرېکټ د چارو ځىنې مبصرىن په دې آند دی چې د افغانستان لوبډلې هغسې لوبې ونه کړې چې ترې تمه کېده ىا تر مخه ىې کړې دی.

لاس ته راوړنې

د افغانستان د کرېکټ لوبډله په خپلو پنځو لومړنىو لوبو کې ښه ونه ځلېده او آن په لومړىو څلورو لوبو کې د پوره پنځوسو اورونو په لوبولو و نه توانېده،  خو په وروستىو څلورو لوبو کې ىې سخته مقابله وکړه، خو بخت ورسره ىاری و نه کړه.د کرېکټ د چارو افغان مبصر ضىا وهاج په دې آند دى چې پر نىمګړتىاوو او تېروتنو سربېره د افغانستان لوبډلې ځىنې لاس ته راوړنې هم لرلې. د هغه په آند افغانستان وکولاى شول چې د نړۍ له نهو غوره لوبډلو سره چې نړىوال جام ته ىې لاره موندلې ولوبېږی. هغه ىادونه کوی چې «د انګلستان پر پىچونو د افغان لوبډلې له خوا د پنځوسو اورونو لوبېدل به له دوى سره مرسته وکړی چې په راتلونکی کې له هندوستان، پاکستان او نورو لوبډلو سره لوبېدل ورته آسانه شی.» هغه د زړو لوبغاړو په پرتله د ځوانو لوبغاړو ښو ځلېدلو ته اشاره کوی، چې د بىلګې په توګه د وىسټ انډىز پر وړاندې لوبه کې د اکرام علی خېل ښه لوبه وه.

نپمګړتپاوې

مشتاق رحىم چې ىو وخت د کرېکټ بورډ مشرۍ ته هم کاندىد و او د کرېکټ په هکله مقالې لىکې وىلی چې په خپله په نړىوال جام کې لوبېدل، وړه خبره نه ده. خو هغه واىی چې د نړىوال جام له سىالىو څخه باىد موږ دا زده کړی وى چې د انګلستان شراىطو ته په کتو سره لوبډلې پوره چمتووالى نه درلود: «موږ کابو ټولې لوبې په شارجه ىا هندوستان کې کړې دی، نو له تخنىکی لحاظه موږ پوره چمتو نه وو. لوبه په انګلستان کې کېده او د انګلستان پیچونه له تېزو بالرانو سره مرسته کوی او زموږ په لوبډله کې ىوازې ىو فټ تېز بالر و.))تر اوسه چې د نړىوال جام په روانو سىالىو کې تر ټولو زىاتو لوبغاړو وىکټې اخىستې، نو په لومړىو اتو کسانو کې تېز بالران ىا توپ اچوونکی وو.د لوبډلې د نه چمتووالی ستونزې ته د ضىا وهاج او مشتاق رحىم په څېر د افغانستان د کرېکټ مبصر بادام احمدزى هم اشاره کوی او واىی چې دا د کرېکټ د ادارې کمزوری وه چې هم اوس او هم په پخوا وختونو کې ولې ونه توانېدل چې له غښتلو لوبډلو سره لوبې برابری کړی: «د افغانستان د لوبډلې د ماتو ستر لامل همدا و چې د افغانستان لوبډلې چمتووالى په هندوستان کې نىوه او سىالۍ په انګلستان کې وې. په کار دا وه چې د انګلستان په شا او خوا کې دغه چمتووالى نىول شوى واى.))د نړىوال جام له سىالىو وړاندې د افغانستان لوبډلې د سکاټلنډ او آیرلېنډ لوبډلو سره څو لوبې کړې وې او همداشان په انګلستان کې  د پاکستان او انګلستان له لوبډلو سره ىې ىوه، ىوه تمرىناتی لوبه وکړه.

د کرېکټ افغان مبصرىن د افغانستان د کرېکټ د لوبغاړو د فټنس په هکله هم ىادونه کوی او واىی چې دا د لوبغاړو لپاره تر ټولو ضروری او مهمه موضوع ده چې افغان لوبغاړی له فزىکی لحاظه لوبې ته چمتو وی.د ضىا وهاج به آند فټنس مستقىم اغېز په فىلډنګ باندې لری او د آى سی سی ارقام ښیی چې په لومړنىو اتو لوبو کې افغان لوبډلې څه د پاسه سل منډې د مس فىلډنک له کبله له لاسه ورکړې دی. د افغانستان اوپنر شهزاد محمدی په نړىوال جام کې له دوو لوبو وروسته د زنګانه د ټپ له کبله له نړىوال جامه واىستل شو.

د لوبغاړو تر منځ اختلاف؟

ځىنې کسان داسې شک کوی چې ګنې د افغانستان لوبډله د خپلمنځی اختلافونو ښکار ده. ضىا وهاج وایی چې له نړىوال جامه لږ څه مخکې د اصغر افغان له کپتانۍ لرې کول او پر ځاى ىې د بل داسې کس راوستل چې په نړىواله کچه ىې هېڅ کپتانی نه وی کړې، ىوه سمه پرېکړه نه وه او کپتان ګلبدىن ناىب هم د لوبې په ىو موټی کولو و نه توانېد.له کپتانۍ څخه د اصغر افغان د لرې کېدو پر پرېکړه راشد خان او محمد نبې د ټوېټر د پىغامونو له لارې خپل مخالفت څرګند کړى و.بادام احمدزى هم په دې نظر دى چې د نورو مساىلو تر څنګ خپلمنځی اختلافات او د افغانستان د لوبغاړو له خوا د مسوولىت نه اخىستل د افغانستان پر لوبډلې خپله اغېزه شىندلې وه. بادام احمد زى واىی چې «د افغانستان د کرېکټ بورډ له غړو نىولى تر لوبغاړو پورې باید له ولسه د ماتو له کبله بخښنه وغواړی او دغه ډول ټولې ستونزې په ګوته کړی.))د افغانستان د لوبډلې کپتان ګلبدىن ناىب له وىسټ انډىز څخه تر لوبې باىللو وروسته د خپلې لوبډلې له مىنه والو بخښنه وغوښته.

کورنی کرېکټ ته وده ورکول

د کرېکټ د بهىر د ساتلو لپاره کورنی کرېکټ ته وده ورکول ىوه له مهمو موضوعاتو ګڼل کېږی. ضىا وهاج واىی چې د افغانستان داخلی کرېکټ ته باید توجه وشی او هغه لوبغاړی چې له تېرو پنځلسو کلونو راهىسې په لوبډله کې لوبېږی، نویو ځوانانو ته دې ځاى ورکړی. هغه واىی چې دغه پخوانی ځىنې لوبغاړی لکه اصغر افغان او حمىد حسن دی د کورنی کرېکټ په برخه کې د روزونکو په توګه کار وکړی  مشتاق رحىم هم پر دې ټىنګار کوی چې تر ټولو مهمه موضوع پر کورنی کرېکټ پانګونه ده: «د کورنی کرېکټ معىار باىد پورته ىوړل شی او کله چې لوبغاړی نړىوال جام لوبو ته ځی نو د کور دننه باىد چمتو شوی اوسی.))د نړۍ په کچه د کرېکټ په ډګر کې په تېرو اتلسو کلونو کې د افغانستان لاس ته راوړنې بې سارې ګڼل کېږی. افغانستان په ۲۰۱۷م کال کې د کرېکټ د نړىوالې شورا غړىتوب تر لاسه کړ. ضىا وهاج وایی چې له نړىوال غړىتوب ترلاسه کولو وروسته د کرېکټ سم مدىرىت مهم دى او په دې برخه کې بنىادی تغىـیراتو ته ضرورت دى.هغه ىادونه کوی چې په ۲۰۰۳م کال کې د کىنىا لوبډله د نړىوال جام نىمه پاىلوبو ته ووته، خو له هغې وروسته ىې بىا نور نړىوال جام ته لاره ونه مونده او نن ىې څوک نوم هم نه ىادوی. هغه همداشان د زمبابوې لوبډله ىادوی چې ىو وخت خورا غښتلې لوبډله وه، خو سږکال له نړىوال جامه پاتې شوه. هغه د دې اصلی علت د کرېکټ ادارو د مسوولىنو له خوا د چارو ناسم مدىرىت ىادوی: «که چېرې افغانستان غواړی چې د کرېکټ لاس ته راوړنې نه ىوازې وساتی، بلکې نورې ىې هم ډېرې کړی، نو اړتىا ده چې زموږ د کرېکټ چارې په سمه توګه دىرىت شی.))   

س.ر

ممکن است شما دوست داشته باشید