روزنامه هیواد

د کرېکټ د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام د افغانستان درېـیو ولایتونو ته وړل کېږی

په افغانستان کې د کرېکټ مینه والو ته له تمو سره سم د کرېکټ د ۲۰۱۹ م کال نړیوال کپ په ډسمبر میاشت کې لېږدول کېږی.دغه کپ به د ځانګړو مراسمو په لړ کې د افغانستان درېیو ولایتونو کابل، بامیان او هرات کې نندارې ته اېښودل کېږی.د کرېکټ بورډ د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې به لومړی د کابل دارالامان تاریخی ماڼۍ د دغه کپ کوربه وی، بیا به بامیان او له هغه وروسته به هرات ته لېږدول کېږی.د لوبغاړو، سیاسونو او زده کوونکو سربېره به هر وګړی دا چانس ولری ،چې دغه کپ له نږدې وګوری.کرېکټ بورډ په دې هیله دی، چې افغانستان ته د دې کپ راوړل به پر ځینو برخو ګټورې اغېزې ولری.په نړیوال جام کې د افغانستان ملی لوبډلې ته د ملاتړ کوونکو پیدا کېدل، خلکو ته خوښی ورکول او په درېیو ولایتونو کې د کپ وړلو پر مراسمو د بېلابېلو رسنیو رسنیز پوښښ هغه مهم ټکی دی، چې دغه اداره یې د مثبتو پایلو په تمه ده. دود ( رواج ) دا دی ،چې دا کپ د هر نړیوال جام له سیالیو نه مخکې هغو هېوادونو ته لېږدول کېږی ،چې د کرېکټ په نړیوال جام سیالیو کې برخه اخلی.له دې مخکې (د وږی په پنځمه) د کرېکټ نړیوالې شورا ویلی وو، چې نړیوال کپ افغانستان ته د امنیتی ستونزو له کبله نه لېږدول کېږی.دې خبر په افغانستان کې د کرېکټ مینه وال ناهیلې کړل او د هغوی پر وینا د کرېکټ نړیوالې شورا له افغانستان سره (( دوه ګونی چلند)) کوی.اوونۍ تېره شوې نه وه ، چې د کرېکټ نړیوالې شورا خپلې پرېکړې ته تغییر ورکړ او اعلام یې وکړ، چې د نورو هېوادونو سربېره به افغانستان ته هم دغه کپ ولېږدول شی.د ۲۰۱۵ میلادی نړیوال جام سیالۍ په استرالیا کې وشوې او له هغه مخکې د دې سیالیو کپ افغانستان ته
راوړل شوی دی.

د ۲۰۱۹ م کال د کرېکټ نړیوال جام نهه میاشتنی سفر په تېرې (مې) میاشت کې پیل او لومړی په متحده عربی امارتو کې خلکو کتلی دی.د دغه سفر په لړ کې به جام د افغانستان په شمول ۲۰ نورو هېوادونو او نږدې ۶۰ ښارونو کې خلک وګوری.دغه کپ دا ځل ځینو داسې هېوادونو ته هم لېږدول کېږی چې پیاوړی اقتصاد لری او د کرېکټ مینه وال په کې د فوټبال لوبې مینه والو په پرتله لږ دی.د امریکا متحده ایالاتونه، فرانسه، جرمنی، هالنډ او بلجیم په یادو هېوادونو کې دی. د دې کپ د سفر ستره موخه د کرېکټ نړیوال جام او کرېکټ لوبې ته په نړیوالې کچه کمپاین ویل شوی دی.د کرېکټ نړیوال کپ به عمان، وېسټ اینډیز، سریلانکا، پاکستان، بنګله دېش، نیپال، هندوستان، نیوزلینډ، اسټرالیا، سویلی افریقا، کینیا، رونډا، او نایجریا ته هم ولېږدول شی.د کرېکټ د ۲۰۱۹ م کال د نړیوال جام سیالۍ په برېټانیا کې کېږی ،چې د افغانستان په کډون به د لسو هېوادونو ملی لوبډلې په کې سیالۍ کوی.دا دوهم ځل دی، چې افغانستان د یوې ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې برخه اخلی.

سید زیارمل هاشمی

ممکن است شما دوست داشته باشید