روزنامه هیواد

د کرونا ضد واکسین د پیل هرکلی کوو

افغان حکومت پرون سې شنبه (د کب ۵مه، د فبرورۍ ۲۳مه) د [کو، وک] (کوېډ ۱۹ویروس ضد واکسین) لړۍ پیل کړه، دا د افغانانو لپاره نه یوازې تاریخی ورځ ده،بلکې حیاتی ارزښت هم لری، له همدې امله د افغان حکومت له خوا د کو، وک ترلاسه کولو لپاره د هڅو د زړه له تله ستاینه او هرکلی کوو.

[کو، وک] څه موده وړاندې د دوست او تاریخی ګاونډی هېواد، هندوستان له خوا افغانستان ته د مرستې په توګه ورکړل شو، خو د کو، وک لړۍ ځکه ژر پیل نه شوه، چې د نړیوال روغتیایی سازمان له خوا تایید شوی نه و، له دغه تایید وروسته، رسماً د کو، وک لړۍ پرون پیل شوه، چې افغانستان یې له خپلو سیالانو او ګاونډیانو سره سیال کړ. کو، وک لومړی روغتیاپالانو، افغان ځواکونو او د رسنیو کارکوونکیو ته ورکول کېږی، ځکه دا قشرونه د هېواد او ولس په دفاع او ساتنه کې بوخت دی او د دښمن د هڅو د نابودولو او د خپلواکۍ او ملی ارزښتونو د ساتلو لپاره یې هڅې او په تېره بیا د افغان رسنیو غږ رسا او فعال دی، له همدې امله د رسنیو کارکوونکی د دښمن له خوا په نښه کېږی، خو دښمن د هغوی غږ نه شی غلی کولی. اتل ځواکونه هم د دښمن ټول ناوړه پلانونه له خاورو سره خاورې کوی او د خپلو سرونو په بیه د هېواد او ولس ساتنه او دفاع کوی. روغتیا پالان خو عملاً د کرونا ضد هڅو کې ښکېل دی.

د کو، وک لړۍ به ډېر ژر پر ټول ولس پیل شی، افغان ولس دې ډاډه وی، چې له کرونا ویروسه یې ژغورل د افغان حکومت ستر لومړیتوب دی، ډېرو داسې ډنډورې غږولې چې ګنې افغان حکومت به په اسانۍ سره ونه توانېږی، چې په داسې اسانۍ کو، وک تر لاسه کړی او بیا به یې ولس ته ورسوی، خو دا اټکل ناسم  را وخوت او په دې برخه کې نه یوازې نړیوال روغتیایی سازمان مسوولیت لری، بلکې افغان حکومت د هندوستان په څېر له نړیوالې ټولنې او د نړۍ له سترو عمده قدرتونو سره ستراتیژیک تړونونه لری، چې ترې کو، وک تر لاسه کړی او ولس ته  یې ورسوی!

افغان حکومت پرون په ډېر بریالیتوب سره د کو، وک لړۍ د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې پیل کړه ، په دې مراسمو کې ولسمشر او لومړۍ مېرمنې، د جمهوری ریاست مرستیالانو، د ملی شورا د دواړو خونو رییسانو، قاضی القضات، د سترې محکمې رییس او د هېواد د وسله وال پوځ یو شمېر منسوبینو حضور درلود، د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح روغتیایی سکتور ته د جمهوررییس له پاملرنې د مننې ترڅنګ ووېیل: له دې برکته د هېواد روغتیایی کارکوونکو ته جرئت او وړتیا ورکړل شوه ، چې په خورا سختو شرایطو کې د خپلو د خلکو ژغورنې لپاره هڅې وکړی.

په افغانستان کې د هند سفیر رودریندرا ټنډن مراسمو ته ووېیل: کورونا ویروس له سیاسی او اقتصادی اړخه نړۍ ته ډېر زیانونه واړول او پر اقتصادی ځوړتیا سربېره یې پراخ مالی او ځانی زیانونه درلودل، هندوستان د افغانستان د ستراتېژیک شریک او دوست په توګه، تیار دی، چې له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې همکاری وکړی.

جمهوررییس غنی د دوست او ستراتېژیک شریک په توګه د هند له مرستې او همکارۍ مننه وکړه او وې وېیل: زموږ د همکارۍ ډول د ګټو او ګډ بشردوستانه لیدلوری پر اساس ټاکل شوی او تل به له یو بل سره همکار واوسو.جمهوررییس ووېیل: د کورونا واکسین د بلې برخې د پیدا کولو لپاره چې ۴۰ سلنه خلکو ته به ورکړل شی، زموږ هڅې روانې دی، د کورونا خطرونه لا هم له منځه نه دی تللی، نو په همدې اساس واضح اړتیا ده، چې حفظ الصحې، ماسک اغوستو او د ټولنیزې فاصلې ساتلو ته جدی پاملرنه وشی. جمهوررییس محمد اشرف غنی له کورنیو ځواکونو ، روغتیا پالانو او د رسنیو له همکارانو هم مننه وکړه ، چې د ولس ژغورلو، د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا او د بشری حقونو تر لاسه کولو لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دی.

په هر حال د ولس لپاره په پوره توګه د کو، وک تر لاسه کولو هڅې باید پراخې او دا لړۍ ډېر عامه او په عادلانه توګه ولس ته ورکړل شی، ځکه ولس ډېر ناتوان دی او د دې مرګونې ناروغۍ پرضد د مبارزې او یا درملنې هېڅ وس او توان نه لری، ځکه سږ کال هم ناممکنه ده، چې کرونا ختمه شی! ���s>�

ممکن است شما دوست داشته باشید