د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړم مازدیګر د افغانستان په چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی محمدابراهیم طاهریان سره وکتل.په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، جمهوررییس غنی د کورونا ویروس د قربانیانو له امله د ایران حکومت او ملت ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.همدارنګه دواړو لوریو د ایران-هرات اورګاډی پټلۍ د تمځای د کار بشپړولو، د کډوالو د راستنېدو بهیر د کمېدو، د افغانستان د سولې پروسې او د سیمې د مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.