د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهورىت د جمهورریىس محمداشرف غنی په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسىون غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.په دې غونډه کې ۱۹ تدارکاتی موارد ورازول شول چې په پاىله کې ىې د ملی تدارکاتو کمېسىون د ۳،۵۹ مىلىارد افغانىو په ارزښت ۱۸ موارد منظور کړل .سربېره پر دې د بلخ (مزار شرىف) د حلقوی سړک د پروژې په اړه د ترانسپورټ وزارت ټاکل شوی پلاوی راپور له اورېدلو وروسته کمېسىون تائىد اود ترانسپورټ وزارت ته ىې دنده وسپارله چې ژر د دې پروژې کار پېل کړی. په همدې حال کې د کروماىت د فعاله شپږو تړونونو د وضعىت په اړه د کانونو او پټرولىم وزارت ټاکل شوی پلاوی راپور ملی تدارکاتو کمېسىون ته وړاندې کړ چې له هر اړخىز بحث وروسته دغه وزارت ته صلاحىت ورکړل شو، ترڅو له قراردادىانو سره هر اړخىزې خبرې وکړی او د هغې په رڼا کې تصمىمونه ونىسی.دغه راز د عامه ساتنې لوى رىاست په ۱۳ پروژو کې د کار له امله د پىسو د نه ورکړې په اړه د کورنىو چارو وزارت د قراردادی او ۱۲ شرکتونو وړاندىز غونډې ته وړاندې شو، کمېسىون تصمىم ونىو چې دا شرکتونه دې هم د قراردادىانو په هغه لست کې شامل شی چې تر ارزونې لاندې دی.دغونډې په بله برخه کې ملی تدارکاتو کمېسىون څخه د ۲۱۵ مىوند قول اردو قوماندانۍ د اړتىا وړ ۱۸ قلمه حبوباتو او د تهىه او تدارک قرارداد د اوومې برخې د فسخې دمنظورۍ په اړه د ملی دفاع وزارت وړاندىز هم منظور شو.له بله پلوه د کمېسىون غړو په دې غونډه کې د اجنډا مطابق د پخوانىو فىصلو د لارښوونو د تحقق پر راپور بحث وکړ چې منظور شوې.د ملی تدارکاتو کمېسىون په دې غونډه کې د ملی تدارکاتو ادارې پر غړو سربېره د دې ادارې مسوولىنو، د افغانستان د روڼتىا څار ادارې، سیګار او غوڅ ملاتړ ادارې سىستىکا ملی او بىن المللی څارونکو هم حضور درلود.