روزنامه هیواد

د کرنې په میکانېزه کولو سره به ملی اقتصاد چټکه وده وکړی

هر هېواد د خپل ملی اقتصاد د تقویې، ودې،پراختیا اوپرمختیا لپاره له بېلا بېلو مکانیزمونوکاراخلی، ځینې هېوادونه طبیعی منابع او کانی زېرمې  لری هغه په کار اچوی او خپل اقتصاد پرې قوی کوی په ځینو هېوادونوکې صنعت دومره وده کړې وی چې نورو هېوادونو ته د خپلو تولیدی توکو په صادراتو پانګې جوړوی اوځینې هېوادونه بیا په کرنیز سکتورکې بډای وی او غلې دانې نورو هېوادونو ته صادروی.

افغانستان باید د اقتصاد د پیاوړی کولو لپاره څه وکړی؟ چې دا کمزوری او په نړیوالو مرستو ولاړ اقتصاد یې په پښو ودرېږی؟ دا هغه پوښتنه ده چې د کلونوکلونو را هیسې د هېواد سیاستوالو، اقتصاد پوهانو او د نظرخاوندانو پرې فکر کړی، خو ټولو د افغانستان د جغرافیایی موقیعت او نورو شته امکاناتو له مخې  په غو څ اکثریت دا یوه خبره غوټه کړې چې په دغه هېواد کې د صنعت د ودې لپاره د وړ ظرفیتونو او خامو موادو د نشتوالی د تولیدی فابریکو فعالیت صفرکړئ همدارنګه د فنی پرسونل د نشتوالی هم د دې سبب شوی چې کانی زېرمې مو په بشپړ ډول ترخاورو لاندې پاتې شی او یوازې د ملی اقتصاد د ودې د تضمین لپاره د کرنیزسکتورچانس موجود دی،ځکه په دغه ملک کې څپاند سیندونه او په حوزو کې په میلیونو هکتاره کرنیزې مځکې شاړې پرتې دی، خو د دې خبرې یادول هم اړین دی چې زراعت یې اوس هم د منځنیو پېړیو د شرایطو غوندې د غوایانو په قلبه ولاړ دی چې د نړۍ په هېڅ برخه کې اوس د کرنې یې دغه سیستم نه لیدل کېږی.

له همدې امله مو په لومړی ګام کې د عام ولس اقتصاد کمزوری دى چې د دې کمزورتیا لوړه اغېزه په ملی اقتصاد هم غورځېدلې ده.

دهندوکش د غرونو لړۍ چې د هېواد د ملا د تیرحیثیت لری د اوبو یوه داسې څپانده منبع ده چې په شمال کې د آمو مست سیند ترې جوړ شوی،خو له اوبو یې په افغانستان کې ګټه نه ده اخیستل شوې او په یوه مخ د جوزجان ولایت د خماب په سیمه کې له هېواده د باندې وځی .سردار محمد داود خان د دې اوبو د را ګرځولو لپاره ستر پلان درلود چې اوس به هم د کرنې او اوبو لګولو له وزارت سره موجود وی.  همدارنګه د هېواد په شمال لوېدیځ د بادغیس ولایت په بالا مرغاب کې د مرغاب او قیصار اوبه هم د هېواد له جغرافیا څخه په پټه خوله د ترکمنستان په لوری وځی او موږ کومه ګټه نه ده ترې پورته کړې، د کشک اوبه د هرات ولایت په تورغونډۍ کې د افغانستان خاوره تږې پرېږدی او ترکمنستان ته وځی، هریرود مهم او لوی سیند چې د اوبو زېرمې یې د افغانستان په خاوره کې تشکیل اوپه ختیځ او لوېدیځ کې په ډېره اوږده جغرافیا کې د افغانستان په خاوره کې بهېږی دغه سېند له لعل سرجنګل څخه سرچشمه اخلی او د هرات د کهستان په ولسوالۍ کې لومړی د افغانستان او ایران ترمنځ طبیعی اوږده پوله ټاکی او بیا د (آب دزد) په برخه کې د ترکمنستان خاورې ته وځی او زموږ سپېرې دښتې او میرې همداسې دوړنې پرېږدی .

د هلمند رود په حوزه کې په میلیونو هکتاره شاړې مځکې پرتې دی،خو د هېچا د زړه سترګې نه دی ور اوښتې له میلاده د مخه د دغه لوی سیند اوبو د زرکن او زورکن د نهرونو په واسطه چې هغه د سکندر کبیر له خوا ویجاړ شول، را ګرځېدلې او بزګرانو ته یې د روزۍ یوه منبع جوړوله .

د کابل سیند په افغانستان کې د اوبو بله منبع ده چې د کرنیز سکتور ترڅنګ په وریښمین تنګی کې د برېښنا د تولید لپاره هم ډېرامکانات لری همدارنګه د کابل سیند مرستیال د کونړ سیند،خو هغه سیند دی چې د برېښنا داسې بندونه پرې جوړېدای شی،چې حتی د اسیا براعظم ته به هم برېښنا ورکړی، خو بیا هم دغه سیند بې ګټې له ملکه وځی، داچې ولې مو دا څپاند سیندونه نه د مځکو په خړوبولو او نه هم د برېښنا د تولید د فابریکو په برخه کې په درد خوړلی دا هغه پوښتنه ده چې ځواب یې له موږ سره نشته او تاریخونه به دې جفا ته ځواب وایی، خو اوس مو یوازنۍ هیله داده چې د افغانستان له اقتصادی کمزورتیا سره سم دولت او نورې نړیوالې مرستندویې ټولنې باید زموږ د اوبو له شتمنۍ څخه ګټه په لومړیتوبونو کې را ولی، هغوی ته باید قناعت ورکړل شی چې د افغانستان په اوسنیو اقتصادی شرایطو کې په لومړی ګام کې دکرنیزسکتور وده د دغه ملک په اقتصادی درد دوا کېدای شی، ځکه د کرنیز سکتور وده د غنمو او نورو حبوباتو له پلوه موږ په کور بسیا کولای شی او کله مو چې خېټه ښه ډکه شوه بیا د کانونو په استخراج او د صنعت پر وده خبرې کوو،ځکه دمګړۍ اختیاری پانګه موږ په واک کې نه لروچې صنعت ته پرې وده ورکړو او یا هم د کانونو استخراج پرې پیل کړو.

افغانستان وروسته پاتې هېواد دی او اقتصادی پرمختګ یې هم په ماهرانه اقتصادی فورمول پورې اړه لری، د دغه ملک د لومړنی پرمختګ لپاره اساسی زېرمې اوبه دی اوبه شته، که چېرې زموږ زراعت د سیندونو په حوزو کې میکانېزه شی مازاد محصولات را منځ ته کېږی او د هغه له پلور نه د لاس ته را غلیو پیسو پواسطه موږ کولای شو د صنعت په برخه کې پانګوه وکړو کانونه استخراج کړو له بل پلوه په اوسنیو شرایطو کې د کرنیز سکتور پراختیا او پرمختیا د دې سبب هم کېږې چې د هېواد سیاسی خپلواکی مو تضمین وی په دې مانا چې همدا اوس مو د اوړو کندوان په نورو هېوادونو کې دی چې لږ شور وخورو، نو د ډوډۍ د بندښت ګړونګی مو به غوږونو کې وشرنګېږی،ځکه د لومړنیو توکو له احتیاجه نه یو ژغورل شوی، غلې دانې د انسانانو هغه لومړنی توکی دی چې له اکسیجن وروسته یې نشتوالی او کموالی په ۲۴ ساعتونو کې د سړی پښې په لړزه راولی.

د پرمختللیو هېوادونو احصایی ښیی هغه بزګران چې په میکانیزه سیستم خپله بزګری پر مخ وړی د کار د کمیت او کیفیت په ښه والی برسېره ۹۵ سلنه سپما هم لری یانې یو بزګر کولای شی چې د میکانېزه وسایلو په کارولو سره د ځان له اړتیا څخه ۹۵ سلنه زیات محصول ولری یانې اصلاح شوی تخمونه، کیمیاوی سرې، د محصولاتود بسته بندی، ذخیره کولو او نورې لازمې آسانتیاوې په واک کې لری چې خپل اقتصادی شرایط پرې لوړ کړی او دا ټولې هغه مثبتې لاسته را وړنې دی چې د کرنې د میکانېزه سیستم په برکت د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د بزګرانو په نصیب شوې دی،خو د افغانستان غوندې فقیر او مخ په ودې هېوادونه نشی کولای چې په آسانۍ سره دغو امکاناتو ته لاسرسی پیدا کړی ځکه چې کرنه یې په علمی او مکانېزه اصولو نه ده ولاړه او هر څه یې د منځنیو پېړیو د شرایطو په بنا دی،خو بیا هم لرې نه ده چې ګوندې هر څه به سم شی ځکه که هڅه وشی اود دې عنعنوی او دودیزې کرکیلې په ځای میکانېزه سیستم را منځ ته شی، نو تمه ده چې زموږ هېواد به هم د نړۍ د پر مختللو هېوادونو په قطار کې ودرېږی.

حیات الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید