روزنامه هیواد

د کرنې په برخه کې د پانګې راجلبولو لپاره هڅې

د افغانستان د مالیې وزارت وایی چې د کوروناویروس وبا د دې هېواد پر اقتصاد او غذایی خوندیتوب منفی اغیزې کړی او د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره یوازې د حکومت بودجه بسنه نه کوی.

د دغه وزارت سرپرست عبدالهادی ارغندیوال د یکشنبې په ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې د نړیوال بانک د کلنۍ غونډې په څنډه کې وویل، چې د کوروناویروس وبا د نورو هېوادونو په څیر افغانستان هم اغیزمن کړی او غذایی خوندیتوب یې له ستونزو سره مخ کړی دی، خو د مالیې وزارت په بیان کې د ښاغلی ارغندیوال له قوله ویلی، چې د کوروناویروس د منفی اغېزو سره افغانستان د کرنې په برخه کې د پام وړ فرصتونه لری.د مالیې وزارت سرپرست ویلی: (( د عامه سکتور بودجه په یوازې نه شی کولی، چې د کوروناویروس له امله رامنځ ته شوې انکشافی ستونزې حل کړی له همدې امله موږ ژمن یو چې د خصوصی سکتور د ودې لپاره لازم او مناسب اصلاحات راولو او د کرنې په سکتور کې د خصوصی سکتور بودجه جذب کړو))د کوروناویروس د وبا ترڅنګ په افغانستان کې جګړه، ناامنی او طبیعی پېښو هم د افغانانو د لویې برخې غذایی خوندیتوب له ګواښ سره مخ کړی دی.

د افغانستان د اقتصاد وزارت د ویاند مرستیال نظر عنایت امریکا غږ ته ویلی، ۱۳ میلیونه افغانان چې د دې هېواد د ټول نفوس ۴۵ سلنه کېږی غذایی خوندیتوب نه لری او ۵۵ سلنه نور هم د فقر تر کرښې لاندې دی.د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د معلوماتو په اساس دا مهال شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان بیړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت شمېرې ښیی چې سږکال په دغه هېواد کې د غنمو د تولید کچه ۲۰۰زره ټنو ته رسېږی او د بیړنیو حالاتو لپاره په سیلوګانو کې زیرمه شوی دی.+++

ممکن است شما دوست داشته باشید