روزنامه هیواد

د کرنې وزارت کړنې وارزول شوې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دوضعىت د ارزونې په اړه د غونډو په دوام، د دوشنبې په ماښام د افغانستان د اسلامی جمهورىت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ غونډې د دغه وزارت کړنې اود بنىادی اصلاحاتو پلان وارزاوه.په دغې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په پىل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولىنو د دغه وزارت د وضعىت د ښه والی په اړه د خپلو کړنو راپور او پلان وړاندې کړ.دوى د کرنې وزارت د لنډمهالې، منځ مهالې او اوږدمهالې دورنما له هغې جملې د کرنې د ودې او د تولىداتو د زىاتوالی، له کروندګرو سره د لا زىات کار، د اوبولګولو بندونو د جوړولو، د کرنې مېکانېزه کولو، د کرنې پر ستراتېژۍ د کار، د کرنې د عواىدو د زىاتوالی، د کرنىزو محصولاتو صادارتو ته د پاملرنې او د وارداتو د کمولو په اړه خپل لىدلوری او نظرىات بىان کړل.جمهوررییس غنی د دوى د خبرو او ىاد پلان له اورېدو وروسته ووىل: د کرنې د ودې په خاطر باىد په هېواد کې د خپلو اهدافو د تطبىق لپاره څارنه زىاته شی.ده د کرنىزو محصولاتو د وارداتو لپاره پر بدىلې طرحې ټىنګار وکړ او وې وىل، افغانستان په اتو اقتصادی زونونو بدلېږی او باىد د بندونو پر جوړولو او د اوبو پر عادلانه وېش لا زىات تمرکز وشی.جمهوررییس ووىل پر ځنګلونو باىد اساسی کار وشی او د ځنګلونو د زىاتوالی لپاره دې ىو منظم سىستم اىجاد شی، همدارنګه دې د کرنې د ودې لپاره پر پنځه کلن پلان کار وشی او د کرنې دودىز ډول دې پر اساسی او مېکانېزه ډول بدل شی.جمهوررییس غنی د کرنې په برخه کې د پانګونې پر جذب په ټىنګار ووىل، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت باىد له کابل محورۍ او پر بهرنىو مرستو له وابستګۍ راووځی.د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه، د کرنىزو محصولاتو پر ځنځىری ارزښت دې پانګونه وشی چې کرنىز تولىدات زىات شی، همدارنګه دې د کرنې په برخه کې خصوصی سکتور شامل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید