روزنامه هیواد

د کراټې لوبغاړو نهه نړیوال مډالونه ګټلی

دغه لوبې چې د قزاقستان په اکتاو ښار کې وشوې، ۳۰ ورزشکارانو په کې برخه اخیستې وه ،چې افغان لوبغاړو په کې څلورم مقام خپل کړ افغان لوبغاړو له دې سیالیو درې د سرو زرو، یو د نقرې او پنځه د برونزو مډالونه ګټلی دی. فیاض اندېش د منفی ۴۵ کیلو، علی‌رضا احسان‌زاده په منفی ۵۵کیلو او سید ناصر هاشمی په ۶۵ کیلو وزن کې د سرو زرو میډالونه وګټل او فرید اقا دور اندېش په منفی ۸۰ کیلو وزن کې د نقرې میډال خپل کړ. د برونزو میډالونه هم شیر محمد مرادی په آزاد مثبت ۹۰ کیلو وزن، عبدالشاکری حمیدی په منفی ۶۰ کیلو وزن، محمد عمر صوفی‌زاده په ۷۵کیلو وزن، عباد محمدی په منفی ۵۵ کیلو وزن او محمتد جویا په منفی ۵۰ کیلو وزهن کې وګټل.د یادولو وړده چې داشی هارا کراټې افغان ډلې لوبغاړو د دې سپورت په شپږم پړاو لوبو کې نهه میډالونه ګټلی

 

ممکن است شما دوست داشته باشید