روزنامه هیواد

د کب حوت ۹ مه د اتلو ځواکونو ملی ورځ

نن شبنې د کب حوت ۹مه د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ملی ورځ ده، دا ورځ له تېرو درېیو کالو را هیسې په افغانستان کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېږی او افغانان په دې ورځ د خپلو اتلو او مېړنیوو ځواکونو قدردانی کوی، پرې ویاړی او پر بېلابېلو ډالیو یې نازوی.

د کب ۹مه د افغانستان او افغانانو لپاره د ستر ویاړ او هغه تاریخی ورځ ده،په دې ورځ پر هېواد او خپلواکۍ مین افغان اتل بچی غازی امان الله خان له انګرېزی ښکېلاک څخه د هېواد خپلواکی اعلام کړې ده. هغه وخت افغانانو په ډېرو وروسته پاتې وسلو او آن تش لاس له انګرېزی ښکېلاک سره سل کاله توده جګړه کړې وه،خو خپلواکی یې لا هم نه وه ترلاسه کړې، سره له دې، چې په دې یوه پېړۍ کې دوه ځله انګرېزانو په افغانستان کې سختې ماتې وخوړې، خو بیا هم افغانستان خپلواک او ازاد نه و، کله چې په ۱۹۱۹ میلادی کال امیر حبیب الله خان د لغمان په کله ګوش کې شهید شو، د شهید امیر زوی امان الله خان د ۱۹۱۹ میلادی کال د فبرورۍ پر ۲۷ مه (د ۱۲۹۷ لمریز ل د کب/ حوت په ۹ مه) د کابل په عیدګاه جومات کې زرګونه افغانان راټول کړل، بیا یې خپله توره له تېکی را وایسته او د هېواد خپلواکی یې اعلام کړه، د دغه ستر مېړنی او اتل افغان بچی د ازادۍ دا ناره پر ښکېلاکی دښمن لکه تندر داسې ولګېده، هغه زیاته کړه: ((زه د افغانستان خپلواکی اعلانوم او تر څو چې مې د افغان ملت خپلواکی نه وی ترلاسه کړې، په ما دې خوب او په تیکی کې د تورې کېښودل حرام وی.)) بیا یې د انګرېزانو سفیر ته مخ ور واړوه او ورته یې وویل: ((ته پوه شوې؟))  هغه ځواب ورکړ او یې ویل: ((هو پوه شوم.))

له همدې امله د کب ۹مه د افغانانو لپاره تاریخی اهمیت لری. افغانان پر خپلواکۍ مین دی او خپلواکی یې په خټه کې اخښل شوې ده. دا ملت په هر وخت کې د خپلواکۍ ساتلو، ملی واکمنۍ د تحقق او ملی ګټو دافاع لپاره چمتو دی او همدا وجه ده، چې هر وخت یې له یرغلګرو ازادی ګټلې ده او نن هم د افغان ملت اتل بچیان او زړور ځواکونه د خپل هېواد په دفاع او ساتنه بوخت دی او د دې لپاره هر راز قربانۍ ته چمتو دی. دښمن نن هم ډېرې هلې ځلې کوی، چې دا اتل او مړینې ځواکونه منحل او په یوه او بله پلمه یې له منځه یوسی، خو دښمن به دې سپېرې او شومې موخې ته ونه شی رسېدای، ځکه ورځ تر بلې د کورنیو ځواکونو قدردانی او ملاتړ پراخېږی. افغان ځواکونه، نه یوازې د خپل ملت او خپل هېواد ، د دفاع او ساتنې په سنګرونو کې دی، بلکې دا اتل او زړور ځواکونه د نړیوالې ترهګرۍ پرضد په لومړۍ کرښه کې هم دی، له همدې امله د افغان ځواکونو ملاتړ په نړیواله کچه هم کېږی او د امریکا او ناټو له خوا د دغو اتلو ځواکونو ملاتړ او تجیز ستر لومړیتوب او مهمه دنده ده. په همداسې حالت کې په ملی او نړیواله کچه د افغان ځواکونو ملاتړ دا په ډاګه کوی، چې دا اتل ځواکونه په ډېر څه ارزی او د دوی د ملی ورځې په ویاړ پراخ مراسم تر سره کېږی. له تېرې چارشنبې راهیسې په کابل کې د افغان ځواکونو د ستاینې او ملاتړ په پار بېلابېلې ډرامې، فلمونه، نندارې، او د افغان ځواکواکونو اتلوالې نندارې ته وړاندې کېږی. ملت په پراخه کچه د خپلو ځواکونو قدردانی کوی، ګلونه پرې شیندی او پرې ویاړی.

له دغه ځواک سره دا پراخ ملاتړ او همکاری د دې څرګندونه کوی، چې دا ځواکونه به هېڅ یو وسلوال مخالفت او ترهګری مات نه شی کړای، بلکې هغوی یې په مخ کې ټینګېدای نه شی. له همدې امله له طالبانو هم غوښتنه کوو ، چې نور نو وسله وال مخالفت پرېږدی او د سولې لاره خپله کړی، له خپل ملت سره یوځای شی او په ګډه د دغه ملت د ازادۍ، خپلواکۍ او ملی واکمنۍ لپاره ګډ کار او ګډې هڅې پیل کړی. دا ملت د دې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دی او د همدې قربانیوو پایله ده، چې نن د کورنیو ځواکونو ملی ورځ نمانځل کېږی. د افغانستان او اسلامی نړۍ دینی عالمان هم د افغان ځواکونو ننګه او ملاتړ کوی او د هېواد او ملت ساتنې لپاره د دغه ځواک هلې ځلې اسلامی او قانونی توجیه کوی، نو د دغه ځواک پرضد جګړه او وسله پورته کول، هېڅ راز جواز نلری، نو غوره ده، چې طالبان سولې ته ترجع ورکړی او د خپل هوسا ژوند لپاره په سوله ییز چاپېریال کې لاس په کار شی.

په پای کې د افغان ځواکونو ملی ورځې په مناسبت دغو اتلو او زړورو ځواکونو ته د زړه له تله مبارکی وایوو.((تل دې وی افغانستان او سرلوړی دې وی اتل او مېړنی ځواکونه!))

ممکن است شما دوست داشته باشید