روزنامه هیواد

د کاپی رایټ د بورد پنځمه غونډه جوړه شوه

دکاپی رایټ دملاتړ دبورډ پنځمه غونډه داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو دمعیین فاضل سانچارکی په مشرۍ  جوړه شوه .    دباخترآژانس دخبریال دخبرله  مخې ، په دې غونډه کې  دخپرونو دچارو معیین دبورد له غړو او دمئولف او مصنف دحقوقو موضوع ته  دژورې پاملرنې له امله  په مننې سره زیاته کړه چې په اوسنى غونډه کې دوه شکایتونه لرو یو د عازمو انتشاراتو او دبصیرت دانتشاراتو شکایت او بل د امیری د انتشاراتو او د نویسا دانتشاراتو شکایت او سربیره پردې  دکاپی رایټ دملاتړ دبورډ دوروستی کولو په باب خبرې کوو .    سانچارکی زیاته کړه چې دکاپی رایټ دملاتړ بورد او دکتاب  دچاپ اوخپرولو زیاتوالی او په هېواد کې د فکری او معنوی آثارو د پلورنې دبازار سمون ته په پاملرنې  سره دمولف او مصنف له حقوقو سره دملاتړ په برخه کې دروند مسوولیت  په اوږو لری او باید هڅه وکړی  چې دلیکوالو دزیار ملاتړوکړی او له ادبی او هنری غلاوو څخه  دنورو دګټې اخیستنې مخه ونیسی  په دې غونډه کې دشکایت دلورو په شتون په اجندا کې شاملې موضوعګانې وڅېرلې شوې  او لازمې پرېکړې وشوې .

ممکن است شما دوست داشته باشید