روزنامه هیواد

د کانکور په ازموىنه کې تر ټولو لوړه نومره نجلۍ ګټلې

په افغانستان کې د ښوونځىو د دوولسمو ټولګىو د تېرکال فارغانو د کانکور ازموىنې پاىلې د چهارشنبې په ورځ اعلان شوې. د لوړو زده کړو وزارت مسوولىن وایی تر ۱۷۵زرو ډېرو کسانو په ازموىنه کې ګډون کړى و، چې پر وىنا ىې لوىه برخه به ىې د لوړو زده کړو او نىمه لوړو زده کړو موسسو ته لار مومیسږ کال تر ټولو لوړه نمره د تهمىنه په نوم ىوې نجلۍ اخىستې چې د کابل طب پوهنتون ته برىالۍ شوې ده. د افغانستان له ټولو ولاىتونو د ۱۵۸۵۰۰ کسانو د دوولسمو ټولګىو فارغانو له ډلې څه باندې ۱۲۰ زره ىې د ژوند مهم پړاو ته ننوځی.د کانکور ازموىنې پاىلې د دوى راتلونکى برخلىک ټاکی. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مسوولىن وایی، سږ کال ىې د کانکور په آزموىنه کې نجونو ته ځانګړى پام کړى، ځکه پر وىنا ىې د تېرو کلونو پرتله د ښځىنه ګډونوالو شمېر هم ډېر و.د دغه وزارت د خپرونو مرستىال اختر محمد عبىری  پر وىنا په کانکور آزموىنې کې به ډېر برىالی شوی کسان دولتی پوهنتونونو او د نىمه لوړو زده کړو موسسو ته جذبېږی.د ښاغلی عبىری پر وىنا (( په برىالی شوىو کسانو کې نږدې ۴۸۰۰۰نجونې او ۹۱۶۰۰ تنه نارىنه دی )) نوموړى وایی،ازموىنې کې د پاتې راغلىو شمېر تر ۱۹ زرو ډېر دى.شهلا نظری د کانکور له هغو ګډونوالو ده چې تېر کال ىې هم په ورته ازموىنه کې ګډون کړى وو، خو هغه وخت د خپلې خوښې پوهنځی ته نه وه برىالۍ شوې. شهلا وایی، په خپلو هڅو سره ىې خپل خوبونه رىښتىا کړل:(( له ۲۹۹ نمرو سره د مزار شرىف معالجوی طب ته برىالۍ شوې ىم، د تېرو کلونو پرتله مې سږ کال ډېر زحمت کړى و، نو هىله منه وم، خو کله نا کله بخت او قسمت ىاری نه کوی، خو له نېکه مرغه برىالۍ شوم. چا چې درسونه وىلی وی، د هغوى لپاره ازموىنه طبعاً آسانه ده او که درس ىې نه وی وىلی، څرګنده ده، چې ورته ګرانه ده.))د لوړو زده کړو وزارت وایی: سږ کال د سرغړونکو شمېر پنځوس تنو ته رسېده چې د تېرو کلونو پرتله دغه شمېر ټىټ شوى دى.دغه راز وىل شوی چې سږ کال د درغلىو شمېر هم صفر ته راټىټ شو ، خو د تېرو کلونو پرتله چې جنګ ځپلو سىمو ته به ځانګړی امتىازونه ورکول کېدل سږ کال داسې کوم څه نه ترسترګو کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید