روزنامه هیواد

د کانونو د ساتنې لپاره ځانګړې امنیتی قطعه ګومارل شوې

د کانونو او پټرولىم وزارت که څه هم په ځانګړې ډول دا نه وایی، چې د کانونو په غىر قانونی کېندنو کې د دولت لوړپوړی چارواکی لاس لری او که نه؟ ، خو وایی چې د روانو ناامنىو له امله د هېواد په ځىنو لرې پرتو سىمو کې د کانونو د غىر قانونی کېندنو مخنىوى ىو څه وخت غواړی.د دغه وزارت وىاند وایی: هڅې تېزې شوې چې د کانونو د ساتنې د ځانګړې کمېټې د هڅو په نتىجه کې دغه ستونزه کمه شی.عبدالقدىر مطفی د پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډىو ته وىلپی: هغه کانونه چې د ناامنىو له امله د زورواکو، غىر قانونی وسله‎والو ډلو او مخالفىنو له‎خوا کېندل کېږی، په نښه او سروې شوی او ځانګړی امنىتی قطعه ورته ګومارل شوې .ده ووىل: د کانونو د ساتنې دغه ځانګړې قطعه چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی په حکم د درې ګونو امنىتی ځواکونو له منسوبىنو جوړه شوې، د کانونو د غىرقانونی کېندنو د مخنىوی لپاره په کلکه هڅې کوی.مطفی زىاته کړه:((هېڅچا ته چې په هر نامه ، هرڅوک ، له هرې ډلې او په هره برخه کې وی، د کانونو د غىر قانونی کېندنو اجازه نه ورکوو. موږ ټولې سىمې ځانګړې کړی او امنىتی ارګانونو سره مو شرىکې کړی او هغوى ىې په اړه اقدامات کوی، که څوک په غىرقانونی کېندنو کې لاس لری، نىول کېږی، که د عملىاتو ضرورت وی، عملىات کېږی او که معضله له دې هم لوىه وی، ځانګړی قطعات ورځی او د کانونو ساتنه کوی.))د افغانستان د بېلابېلو ولاىتونو له ناامنو سىمو نه رسېدلی خبرونه وایی ،چې د هېواد د کونړ، پنجشىر، شمالی ولاىتونو، ننګرهار، لوګر او داسې نورو سىمو ډېرى کانونه، د وسله‎والو مخالفىنو او سىمه‎ىىزو زورواکو له‎خوا په غىر قانونی توګه کىندل کېږی،خو د کانونو او پټرولىم وزارت وایی: د کانونو د ساتنې د کمېټې له جوړېدو لږه موده کېږی او د وخت په تېرېدو سره به د امنىتی ارګانونو په مرسته د هېواد د ټولو کانونو د خوندىتوب ډاډمن شی.مخکې تر دې د افغانستان د کورنىو چارو وزارت هم په وار- وار دا ژمنه کړې وه چې د کانونو د غىرقانونی کېندنو مخه به نىسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید