روزنامه هیواد

د کانونو او پټرولىم وزارت باىد د هېواد په بېلابېلو برخو کې کانونه تثبىت کړی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمد اشرف غنی د یکشنبې په ماښام د کابل پولىتخنىک پوهنتون د جىولوژی څانګې له استادانو سره په کتنه کې د کانونو د رایستلو په برخه کې د کمزورىو او پىاوړتىا او لومړىتوبونو پر تشخىص خبرې وکړې.په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه د کانونو او پټرولىم وزارت مسوولىنو او د کابل پولىتخنىک پوهنتون رییس هم حضور درلوود په پىل کې پوهاند امىرمحمد موسى زی د افغانستان د قىمتی ډبرو، زېرمو او طبىعی سرچىنو په اړه خپل پرېزنټېشن وړاندې کړ.هغه زىاته کړه، افغانستان د معدنی زېرمو لکه قىمتی ډبرو، فلزاتو او نفت و ګازو له امله د نړې له بډاىوو هېوادونو څخه دى او له جىولوژىکی اړخه په سىمه او نړۍ کې ځانګړى ارزښت لری.موسى زی ووىل، بدبختانه د افغانستان معدنی زېرمې په ځانګړی ډول قىمتی ډبرې په غىر مسلکی ډول استخراج او بهر ته قاچاقېږی، همدارنګه د نفتو او ګازو د تفحصاتو په برخه کې د فنی کادر د کمبود له ستونزې سره مخ ىوو.جمهوررییس غنی د ىاد پرېزنټېشن له اورېدو وروسته ووىل، د خلکو د پوهاوی په خاطر باىد د افغانستان خلکو ته د قىمتی ډبرو او عناصرو په اړه د معلوماتو ترڅنګ د هغې نمونې په موزىم کې کېښوودل شی.هغه زىاته کړه کانونو او پټرولىم وزارت باىد د افغانستان د معدنی زېرمو پر مشخصو اقلامو تمرکز وکړی او د ټول افغانستان د جىولوژی نقشه دې جوړه شی چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کانونو موجودىت تثبىت او د هغو د استخراج په اړه لازم تدابىر ونىول وشی.جمهوررییس څرګنده کړه، که د پرمختللی او پام وړ صادراتی پلان له مخې د افغانستان د کانونو د استخراج اقدام وکړو تر راتلونکو څلورو کلونو به مو عواىد د پام وړ زىات شی.جمهوررییس غنی ووىل، چىن، سعودی عربستان او عربی متحد امارات حاضر دی چې د افغانستان پر مرمرو او رخامو پانګونه وکړی. هغه زىاته کړه، د نفتو او ګازو تفحصاتو ته دې زىاته پاملرنه وشی چې په دې برخه کې زموږ واردات کم شی.جمهوررییس له ىادو استادانو وغوښتل چې د کوچنىو، منځنىو او سترو کانونو د غوره مدىرىت او همدارنګه د فنی کادرونو د روزنې په برخه کې خپلې طرحې وړاندې کړی.
جمهوررییس محمداشرف غنی د بادې او لمرىزې انرژۍ د تولىد په برخه کې د افغانستان ظرفىتونو ته په اشارې ووىل، تر هغې چې ثابته برېښنا ونه لرو، کانونه په سم ډول نشو اېستلى او نه انکشاف   ورکولاى شو.جمهوررییس څرګنده کړه، د هېواد د جىولوژی سروې تغىىر کړى او له ټولو هېوادونو وړاندې شوی تحقىقات له ىوه بل سره متفاوت او په ټکر کې دی. هغه د کابل پولىتخنىک پوهنتون جىولوژۍ څانګې استادانو څخه وغوښتل، په دې اړه چې پر کومو لومړىتوبونو تمرکز وشی خپلې مشورې دې وړاندې کړی.هغه په پاى کې ووىل، د تحقىقاتو پر مرکز او لابراتوارونو دې زىاته پانګونه وشی او حکومت حاضر دى چې د نفت او ګازو د تفحصاتو په برخه کې هم پانګونه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید