روزنامه هیواد

د کانونو، ښاروالىو او تصدىو پر قوانىنو بحث وشو

د کانونو، ښاروالىو او تصدىو پر قوانىنو د بحث په خاطر وړم مازد ىګر د افغانستان د اسلامی جمهورىت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ غونډه کې بحث وشو،دغه غونده چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په مالی او بانکدارۍ چارو کې د جمهوررییس ستر سلاکار اجمل احمدی د دغه قوانىنو په اړه معلومات وړاندې کړل وې وىل: د کانونو په قانون کار شوى دى او هڅه شوې په دې قانون کې د جواز سىستمونه، تصمىم نىونه او داوطلبی شفافه وی.هغه زىاته کړه: د ښاروالىو په قانون کې هڅه شوې ، چې د دولتی بنسټونو مسوولىت واضح شی په دې قانون کې د نورو هېوادونو له تجربو او سىستمونو څخه هم ګټه پورته شوې ده.احمدی د دولتی شرکتونو د قانون په اړه ووىل: په دغه قانون کې د ټولو دولتی شرکتونو لپاره ىو چوکاټ او همدارنګه څارنىز بورډ او د تفتىش سىستم په پام کې نىول شوى دى.د جمهوررییس سترسلاکار د خاصو اقتصادی دولتی زونونو د قانون او د املاکو د پراختىا شرکت قانون په اړه هم معلومات ورکړل، څرګنده ىې کړه ، چې د دولتی املاکو د انکشاف لپاره دې ىوه مشخصه اداره جوړه شی ، چې په ښه توګه مدىرىت او ګټه ورڅخه واخىستل شی.  هغه زىاته کړه،  چې د جمهوری رىاست دوىم معاونىت او عدلىې وزارت سره ىې د دغه قوانىنو په اړه خبرې او مشورې کړی دی.جمهوررییس غنی د دغو معلوماتو له اورېدو وروسته له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په دغو قوانىنو ىې کار کړى دى، وې وىل: دغه قوانىن د اقتصادی ودې او د خلکو د ژوند پر بهبود مستقىمه اغىزه لری او له ټولو اړوندو بنسټونو ىې وغوښتل چې د راتلونکې اوونۍ تر نىمایی  دې خپل نظرىات په کتبی توګه د چارو ادارې له عمومی رىاست سره شرىک کړی چې د نظرىاتو له اخىستو وروسته ىې قانونی پروسه بشپړه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید