روزنامه هیواد

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اداری اومالی فساد د مخنیوی لپاره نوى سیستم فعال کړى دى

د اداری اومالی فساد پرضد مبارزه غښتلې شوې ده ،خو سره له دې هم سرغړوونکی اداری فساد ته دوام ورکوی. په ځینو وزارتونو کې د اداری فساد  دمخنیوی لپاره نوی سیستمونه فعال شوی دی. یوله دغو وزارتونو دکار اوټولنیزو چارو وزارت دى،چې دنوی سیستم په منځ ته راتلو سره یې له ادارې اومالی فساد څخه په لوړه کچه مخنیوى کړى دى.په دې اړه دهېواد ورځپاڼې خبریال دکار او ټولنیزوچارو وزارت له مالی اوحسابی رییس ښاغلی خالد(( نوید))سره مرکه کړې ،چې خپرېږی.

پوښتنه: تاسې د اداری اومالی فساد دمخنیوی لپاره څه فعالیتونه ترسره کړی دی؟

ځواب:د اداری فساد پرضدمبارزه ، دمالی او اداری معینیت یوه دنده ده ،چې ددغې پدیدې دمخنیوی لپاره یې  په بېلابېلو برخوکې سیستمونه  جوړ او  فعا ل کړی دی. دکار او ټولنیزو چارو په وزارت کې پرقلم کارختم شوى او دغه کار اوس په سیستم کې داخل شوى دى.

دغه سیستمونه دمالیې وزارت له خوا زموږ په اداره کې نصب شوی دی. لکه دمعاش سیستم او دوخت سیستم چې  د اداری فساد دمخنیوى لپاره ډېراغېزمن دی.هغه کسان چې دپیسو غوښتنه کوی ژر یې باید اداری پړاوونه ووهل شی ،چې وتوانېږی پیسې ترلاسه کړی .مامورین هم باید  یاد قانون ومنی اوپرځانونویې پلى کړی. همدارنګه زموږ بله برخه  دسپماده چې له بې ځایه لګښتونوڅخه مخنیوى کوو او کومې سپارښتنې ، چې  دتفیتش ادارې له خوا موږ ته کېږی هغه هم پلی کوو. هغه پیسې  ،چې خلکو زموږ وزارت ته نه دی ورسپارلی دهغو حسابونه هم باید ، چې تصفیه شی.

ده زیاته کړه: دپیسو دوېش پرسیستم هم دغه وزارت کار کړى دى، له دې وړاندې معاشونه مامورینوته دبانکی اکونټونو له لارې ورکول کېدل، خواوس وزارت، ریاستونه، دوهم واحدونه او  وړکتونونه په نوی سیستم کې داخل شوی دی،چې دوى د ام پیسې له لارې خپل معاشونه ترلاسه کوی.

پوښتنه:تاسې د اداری اومالی فساد دمخنیوی په لاره کې له څه ستونزو او ګواښونو سره مخ یاست چې لرې شی؟

ځواب: موږ د بودیجې دکمښت له امله یوڅه له  اداری او مالی ګواښونو او چالشونو سره  مخ یو. دا ستونزه یوازې د کار اوټولنیزو چارو په وزارت کې نه ، بلکې په ټولو ادارو کې شتون لری،چې دمخنیوی لپاره یې باید هلې ځلې غښتلې شی.کومې غوښتنې ،چې موږ  لرو،  هغه په بشپړ ډول نه لرې کېږی ،ځکه دمالیې وزارت له خوا زموږ وزارت ته کافی بودیجه نه راکول کېږی، سربېره پر دې د دندې تداخل بله ستونزه ده ،چې دځینو ادارو له خوا زموږ دفعالیتونو پروړاندې پیدا کېږی او موږ نه شو کولى، چې په بشپړ ډول خپل اجراات ترسره کړو، دا زموږ پروړاندې یو لوى ګواښ اوچالش دى. له دې وړاندې موږ دمالیی له وزارت څخه دا غوښتنه کړې وه ،چې یوڅه یوزرونه دمعاشونو او لګښتونو په برخه کې منځ ته راشی اوهغه کارونه چې په پخوانی شکل پاتې شوی دی هغه دې هم په الکترونیکی بڼه  په سیستم کې داخل شی.

پوښتنه: تاسې خپله پرمختیایی بودیجه څو سلنه او په کومو برخو کې لګولې ده؟.

ځواب: دکار او ټولنیزو چارو وزارت پرمختیایی بودجه ۸۵ سلنه لګول شوې ده. زموږ زیاته پاملرنه مسلکی اوفنی برخو ته اړول شوې ده. هغه کم لوستی او نالوستې هېوادوال چې مسلکی اوفنی زده کړې ته اړتیا لری هغه دبازار دغوښتنې برابر د زده کړې په مرکزونوکې روزل کېږی. دبېلګې په توګه خیاطی،ترکاڼی ،سیمساری او دمبایل جوړولو او ترمیم مسلکونه زده کوی. موږ په دې تړاو دملی مهارتونو پروګرام لرو،چې وزګاروکسانو ته تریننګ ورکوی. دزده کړې دوره له ۶ میاشتو پیلېږی او تریوکال او آن تر ۱۸ میاشتو پورې دوام کوی. زموږ دپرمختیایی بودیجې دلګولو لوى ځاى همدا دى. سربېره پردې دمتقاعدو مامورینو د ریفورم سیستم هم په روان کال کې دکار اوټولنیزو چارو له وزارت څخه بېل شو او دغه سیستم دمالیې په وزارت پورې اړوند شو. په همدې برخه کې هم موږ سیستمونه جوکړل او سربېره پر دې دبایومتریک سیستم هم فعال شو ،چې په پایله کې آسانتیاوې رامنځ ته شوې؟

که چېر ې یوکس تقاعد شی، دخپل اړوند وزارت له خوا باید فورمه ډکه کړی، مخکې دکار او ټولنیزو  چارو وزارت ته په الکترونیکی ډول لېږدول کېده، خواوس دمالیې وزارت ته لېږدول کېږی .اوس دتقاعد ریاست دمالیې په وزارت پورې اړوند شوى دى، همدغه وزارت دمتقاعد لپاره کارتونه جوړوی ، د نوی سیستم له مخې متقاعدین یوځل بایومتریک کېږی او د دوى کارتونه په بانکونو کې د درېو کلونو لپاره داعتبار وړ دی اوپه دې اوږدوکې دوى کولاى شی خپل دتقاعد معاشونه له دغو بانکونو ترلاسه کړی
ښاغلی نوید څرګنده کړه: زموږ د وزارت بله برخه دپرکار ګمارنې او استخدام اوبهرته دمسلکی کارګرانو لېږدول دی او تراوسه پورې دغه بهیر بشپړ اوفاینل شوى نه دى. دکاراوټولنیزو چارو وزارت او دعربی متحدو اماراتو
داستازو ترمنځ خبرې دوام لری، عربی  متحد امارات عادی کارگران نه منی ،بلکې مسلکی او حرفوی کارګران غواړی چې له  کاری معیارونو سره برابر وی.موږ عادی کارگرانو ته په مسلکی او فنی مرکزونو کې دزده کړې روزنه ورکوو، چې له معیارونو سره برابرشی.اوس زموږ په مرکزونوکې ددغه ډول کارګرانو دمسلکی کولو بهیر روان دى، سربېره پردې زموږ دپروګرام دښځو دغښتلی کولو برخه دمالیې وزارت پرغاړه ده . دا پروګرام کابو درې میاشتې وړاندې دمالیې په وزارت پورې اړو ند شو،دغه پروګرام دڅو وزارتونو په ملګرتیا پرمخ بېول کېږی ،چې دښځو د غښلتیا کچه لوړه کړاى شی.

پوښتنه: د اداری اومالی فساد د مخنیوی لپاره څه وینا او غوښتنه لرئ؟

ځواب: هېوادوال دې له هغو کارکوونکو سره لاسونه یونه کړی چې پر فساد لاس پورې کوی.دبېلګې په توګه بډې ورکوونکی اواخیستونکی دواړه دپیغمبر(ص) دحدیث له مخې محکوم شویدی.زه داسې کسان وینم، چې دخپلو کارونو داجراکولو لپاره کارکوونکو ته پیسې ورکوی. دغه کسان خپله حلاله روزی پر حرامه روزی بدلوی، دولتی ادارو ته مراجعه کوونکی دې مامورینبډې اخیستنې ته نه هڅوی.      نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید