روزنامه هیواد

د کابینې غونډې د یو شمېر ادارو وړاندیزونه تایید کړل

د افغانستان اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د کابینې غونډه وړمه ورځ  په ارګ کې جوړه شوه.په دغه غونډه کې والیانو هم د ویډیو کنفرانس له لارې حضور درلود، په پیل کې د هېواد په ولایتونو په ځانګړی ډول د هلمند پر مرکز لښکرګاه ښار د دښمن بریدونه وغندل شول او د هېواد د دفاع او ساتنې په برخه کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د سرښندنو او اتلولیو قدردانی وشوه.وروسته د فواید عامې کاندید او سرپرست وزیر انجنیر نجیب الله یمین ته د کابینې په غونډه کې د ګډون په خاطر د ښه راغلاست پر مهال په راتلونکی اوونۍ کې ملی شورا ته د نویو کاندید وزیرانو د معرفی په اړه معلومات وړاندې شول.جمهوررییس او د کابینې غړو له جمهوریت نظام څخه د ملاتړ او د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنو له هغې ډلې د ښځو حقونو د ساتنې په موخه په مرکز او ولایتونو کې، د ښځو غونډې وستایلې.وروسته په عادلانه ډول پر ولایتونو تمرکز ته په پام د ۱۳۹۹ مالی کال بودجې د ترتیب په موخه د حکومت رهبرۍ له لارې د دولتی ادارو بودجې د اورېدو په اړه معلومات وړاندې شول.همدا راز د ژمنو تطبیق په ځانګړی ډول دولتی ادارو کې د ټول شموله ملی برنامو تمرکز، اصلاحاتو او شفافیت ته په پام جنیوا کنفرانس ته د چمتووالی په اړه، معلومات وړاندې شول.
وروسته په هېواد کې د کورونا ویروس وضعیت د څرنګوالی په اړه د عامې روغتیا وزارت راپور او په افغانستان کې د کورونا ویروس دویمې احتمالی څپې ته د ځواب ویلو ملی پلان او د یاد وزارت د وړاندیزونو د تطبیق په برخه کې د اړوندو بنسټونو ګومارل، تائید شول.
همدا راز د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوی مقررې د ځینو مادو د تعدیل او زیاتولو طرحه تصویب شوه او د ۱۳۹۹ کال د (۱۶ نه تر۲۰) پورې دعاجلو دندو د مصوبو د تحقق څرنګوالی راپور هم کابینې تایید کړ او د جمهوری ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دوامداره څارنې او د وزارتونو د اقداماتو قدردانی هم وشوه.کابینې په هرات کې د ترکمنستان له سرحد څخه تر نورالجهاد سب سټیشن پورې د برېښنا لېږد لین په برخه کې د ترکی چالک کمپنۍ د پانګونې طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه. همدارنګه په کندها کې د روزنتون کمپلکس ودانۍ د تجهیزاتو، ټولو اجناسو او ساختمانی موادو ګمرکی معافیت هم تصویب شو.د کابینې غونډې په پای کې، د وزارتونو، خپلواکو ادارو او سیمه ییزو ادارو له لوری په ټولنیزو شبکو کې د اطلاع رسولو د فعالیتونو په اړه د جمهوری ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې د سروې راپور او د دغې ادارې د وړاندیزونو د تطبیق په موخه د ټولو دولتی ادارو ګومارل هم تایید شول.))

ممکن است شما دوست داشته باشید