روزنامه هیواد

د کابو لسو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۴۴ مورده منظور شول

د افغانستان د اسلامی جمهوریت  د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه وړم ماښام په ارګ کې و شوه.په دې غونډه کې د ۴۶ تدارکاتی مواردو د بحث او ارزونې په پایله کې د نږدې ۱۰ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۴۴ موارد کمېسیون منظور کړل.په همدې حال کې د دوه قلمه محرم مطبعو قرطاسیې د چاپ د ورکړې د قرارداد غوښتنه، د پوهنې وزارت د املاکو ریاست د اړتیاوو قرارداد د پوهنې مطبعې له تصدۍ سره د تخمینی قیمت په حدودو کې منظور شو، خو د کابل ښاروالۍ اړوند د سرای شمالی پُل جوړولو قرارداد د منظورۍ وړاندیز د ډیزاین، قېمت، ظرفیت او د وړاندیز شوی داوطلب د وړتیاوو د لا زیاتې ارزونې په موخه بېرته وګرځول شوپه همدې حال کې تر ارزونو او دقت وروسته د یو شمېر پروژو د تعدیل د منظورۍ وړاندیز د ملی تدارکاتو کمېسیون له لوری تائید شو.

د ښار جوړولو او مځکو وزارت د کابل دارالامان په لومړی فاز کې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو پروژې د قرارداد ورکړې په اړه د لارښوونې وړاندیز د ملی تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ ،چې تر بحث او ارزونې وروسته هغه داوطلب ته د قرارداد د ورکړې منظوری وشوه، چې تر ټولو کم قیمت یې ورکړی و.پر دې سربېره د ښار جوړولو او مځکو وزارت د افغان ملی موزیم ودانۍ د ډیزاین پروژې په اړه د لارښوونو وړاندیز کمېسیون منظور کړ.د ملی دفاع وزارت اړوند د ۲۰۷ ظفر قول اردو د چرګ غوښې د اندازې د تصحیح د منظورۍ وړاندیز هم کمېسیون تائید کړ.د کورنیو چارو وزارت کمېسیون ته د محروقاتی توکو (لرګیو) د اکمالاتو په اړه د لارښوونې وړاندیز وکړ، چې د کمېسیون له لوری منظورشو او دې وزارت ته لارښوونه وشوه، چې له لرګیو څخه د استفادې په بدیل فکر وکړی.پردې سربېره دې وزارت کمېسیون ته د عامه نظم ساتنې عمومی ریاست او امنیتی تصدۍ د اړتیا وړ دوه قلمه تېلو وړاندیز وکړ چې تر هر اړخیزو څېړنو وروسته په دې اړه دې وزارت ته لازمې لارښوونې وشوې.د نورستان ولایت په مرکز کې د (۵۰) بستریز روغتون د ودانۍ جوړولو پروژې د قرارداد فسخه کولو په اړه د عامې روغتیا وزارت وړاندیز هم کمېسیون تائید کړ او دې وزارت ته دنده وسپارل شوه ،چې متخلف قراردادی د قانون مطابق عدلی او قضایی مراجعو ته معرفی کړی.د ترانسپورت وزارت د ملکی هوایی چلند ادارې د افغانستان د هوایی حریم د ترافیکی خدمتونو د مدیریت او کنټرول په اړه له پیشنهادی سلاکارانو سره د قرارداد د مذاکرې لپاره د لارښوونې وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ، چې تر ارزونې وروسته ورته ملی تدارکاتو کمېسیون لازمه لارښوونې وکړې.له بل لوری د کمېسیون غړو په دې غونډه کې د اجنډا مطابق، د کمېسیون د پخوانیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق په راپور بحث وکړ، چې د هغوی د تائید وړ وګرځېد.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید