روزنامه هیواد

د کابل-کندهار لویه لاره کنډوکپر شوې

په عادی ورځو کې به د غزنی اوسېدونکو کولاى شواى په درېیو ساعتونو کې د موټر په ذریعه ځان کابل ته ورسوی، خو اوس د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو د تحرکاتو او د لارې د خرابوالی له امله دا مزل ډېر اوږد شوى .په افغانستان کې د سړک له لارې سفرونه خطرناک او په ځینو مواردو کې په وژونکې تجربه بدل شوی دی.پر لویو لارو تلونکی مسافر وایی: د وسله والوطالبانو له‌خوا د لارې په اوږدو کې غځول شوىو پاټکونو، جګړو، شوکو، اختطافونو او بمی چاودنو، چې زیات وخت ‌یې هدف دولتی چارواکی وی، د دوى ژوند له خطر سره مخامخ کړى دى.د غزنی د والی ویاند محمد عارف نوری څه موده وړاندې ویلی وو، د کابل کندهار پر لویه لار په ځانګړی ډول د غزنی په اړوندو سیمو کې ناامنی زیاته شوې ده. دى وایی: (( له بده‌مرغه په وروستیو کې د کابل-کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د اندړو، قره‌باغ او آب‌بند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځینې ستونزې وې. وسله‌والو نه‌یوازې د لارې پلونه او پلچکونه په ماینونو والوزول، بلکې په ځینو ساحو کې یې د بلډوزرونو په واسطه جرونه هم وکښل. څه موده وړاندې په دغو ځایونو کې د سلطان په نامه پوځی عملیات پیل شول، چې هدف‌ یې د همدغې لویې لارې د امنیت ټینګښت و.))د والی ویاند وایی: په آب‌بند، مقر او اندړو ولسوالیو کې د لویې لارې د ناامنۍ ستونزه تر ډېره حل شوې ده ،خو د غزنی اوسېدونکی چې ځان‌ یې په مستعار نامه محمد معرفی کړى د فرانسې خبری اژانس ته ویلی، اوس چې کله له غزنی کابل ته سفر کوی، د دې لپاره چې طالبان‌ یې ونه‌نیسی، تر هر څه مخکې ږیره پرېږدی، بیا خیرن کالی اغوندی چې د کلیوالو غوندې ښکاره شی.بیا له خپلوانو معلومات کوی ، چې آیا د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو تحرکات شته او کنه؟د والی ویاند محمد عارف نوری وایی: د غزنی په مربوطاتو کې د کابل- کندهار د لویې لارې د ناامنه کېدو یو علت دا دى، چې غزنى پوره امنیتی ځواکونه نه‌لری.

نوری زىاته کړه: (( په ځینو زیان منونکو سیمو کې د پوستو جوړولو ته اړتیا ده، خو اوس کافی پرسونل یا تشکیلات نه‌لرو. د ورځې مو ځواکونه له خپلو قطعاتو راوځی د اړتیا وړ سیمو کې ځاى پر ځاى کېږی او د شپې له‌خوا بېرته خپلو قطعاتو ته ستنېږی.))د غزنی اوسېدونکى محمد د زیاته کړې، کله کله د لارې په اوږدو کې طالبان د مسافرو موټر دروی او لومړى  ‌یې د تذکرې پوښتنه کوی.دى وایی: که د چا تذکره که د غزنی وی، هېڅ خبره نه‌ده، خو که د بل ولایت وی وسله وال طالبان یې نیسی، ځکه فکر کوی ،چې ښایی د افغان امنیتی ځواکونو غړى دى او په خدمتی ډول غزنی ته لېږل شوى.دغه شااوخوا ۲۰ کلن افغان د فرانسې خبری اژانس ته ویلی، د غزنی پر لاره د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو ،ځکه سفر نه‌کوی چې په دې ورځو پر دغه لاره د افغان امنیتی ځواکونو اکمالات کېږی چې د حملو احتمال هم په‌کې زیات وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید