روزنامه هیواد

د کابل په وروستی برید کې  پنځه برېتانویان وژل شوی

په کابل کې پر G4S برېتانىایی امنىتی کمپنۍ په وروستی برید کې د دې کمپنۍ ۵ غړی وژل شوی او په لسګونه نور ژوبل شوی.د دې کمپنۍ اجرائیوی ریىس چارلی بربرىد د پنجشنبې په ورځ ووىل: (( په خواشىنۍ تائىدوم چې زموږ ۵ کارکوونکی وژل شوی او ۳۵ نور ژوبل شوی، چې د هغو په منځ کې د ۵ حال نازک دى…))ده زىاته کړه: په وژل شوىو کې ۴ افغانان او ىو برېتانىایی دى.وسله والو طالبانو د دې برىد مسوولىت په غاړه اخىستى دى.د کورنىو چارو وزارت د دې برىد د تلفاتو شمېر ۱۰ ښودلى او وىلی ىې دی، چې د ۱۵ بهرنىانو په ګډون ۲۷ نور ژوبل شوی دی.دا وزارت هم تائىدوی چې په دې برید کې ىو بهرنى وژل شوى.داسې ښکاری چې ۵ تنه نور وژل شوی کسان امنىتی ځواکونه دی ،چې برېتانىایی کمپنۍ ىې ىادونه نه ده کړې.دا برىد د چهارشنبې په شپه په موټربم کې وشو برىد پىل شو او د سهار تر ۳ بجو پورې ىې دوام وکړ.د کورنىو چارو وزارت وایی ، برىد د دې لپاره دوام وکړ، چې ۳۳۰ کسان په ودانۍ کې بند پاتې و.

ممکن است شما دوست داشته باشید