روزنامه هیواد

د کابل په هوایی ډګر کې له قاچاقبرو نیولی۵۰۰ تاریخی آثار ملی موزیم ته وسپارل شول

د مالیې وزارت د ګمرکاتو معیینیت د کابل په هوایی ډګر کې د سلګونو تاریخی آثارو د قاچاق مخه نیولې او دغه آثار یې ملی موزیم ته سپارلی. د ګمرکاتو معیین ولید تمیم وړمه ورځ په ملی موزیم کې وویل، په وروستیو کې نږدې ۵۰۰ آثار د کابل په هوایی ډګر له قاچاق څخه راګرځول شوی دی. ښاغلی تمیم وایی: په دې آثارو کې بېلابېلې سکې، ګوتمۍ او لرګینې مجسمې شاملې وې، چې د کابل حامد کرزی هوایی ډګر کې بهرته له تلونکو مسافرو او قاچاقبرو سره نیول شوی دی. په همدې حال کې د ملی موزیم رییس فهیم رحیمی وایی، د ملی امنیت ځواکونو هم ۱۹ تاریخی آثار له قاچاق څخه ژغورلی او ملی موزیم ته یې تازه سپارلی دی. دغې غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معیین محمد رسول باوری هم په خبرو کې له هانګ کانګه د افغانستان د یو قاچاقی تاریخی اثر  راوړلو یاد وکړ: (( دا د خوب په حالت کې د بودا مجسمه ده، چې په ۱۹۹۳ م کال د جګړې له کبله له افغانستانه ایستل شوې وه او موږ ته میاشت وړاندې په هانګ کانګ کې د چینایی لرغونپوهانو له خوا وسپارل شوه.))  ښاغلی باوری وایی: په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان لسګونه قاچاق شوی تاریخی آثار هېواد ته راګرځول شوی، خو لا هم لسګونه زره افغانی تاریخی آثار په نورو هېوادونو کې ساتل کېږی: (( زموږ د داخلی جګړو په مهال له افغانستانه ۷۰ زره تاریخی آثار قاچاق شوی او له دې منځه راته د امریکا، جاپان، سویس او چین له خوا ډېر کم یې راستانه شوی دی.))

 افغانستان د خپل پنځه زره کلن تاریخی سفر له کبله بې شمېره تاریخی آثار لرل چې لا یې هم د کابل په موزیم کې له ۴۰ زرو زیات آثار
 موجود دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید