روزنامه هیواد

د کابل والی:  ۱۶۲ ښوونځی مو ودانۍ نه ‌لری

د کابل والی د پوهنې له وزارته وغوښتل ،چې په ښوونځىو کې روغتىایی مرکزونه جوړ، ښوونکو ته مځکې ورکړی او د ترانسپورت آسانتىاوې ورته برابرې کړی.د ښوونځىو د ودانىو، درسی کتابونو، مسلکی ښوونکو، مېزونو، څوکىو، د زده‌کړو لپاره د مناسب چاپېرىال، تخنىکی تجهىزاتو او د پوهنې په نظام کې د ګڼو نورو ضروری مواردو نشتوالى هغه ستونزې دی چې د کابل ولاىت د پوهنې د ارزونې په مشورتی کنفرانس کې مطرح شوې.د کابل ولاىت د پوهنې د وضعىت د ارزونې دغه مشورتی کنفرانس د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو چې د کابل ولاىت د ۱۴ ولسوالىو د پوهنې مسوولىنو او ىو شمېر ښوونکو په‌کې ګډون کړى وو.د کابل والی محمد ىعقوب حىدری اندېښنه وښوده چې که د کابل ولاىت د پوهنې په نظام کې شته ستونزې او نىمګړتىاوې له‌منځه لاړې نه شی، روان وضعىت به د دغه ولاىت پر نورو چارو هم ناوړه اغېزه وکړی.ښاغلی حىدری ټىنګار وکړ، چې حکومت د پوهنې د ستونزو اوارولو ته تدابىر جدی کړی.نوموړی زىاته کړه: (( ۴۷۲۷۸ ماشومان مو له زده کړو بې برخې دی، ۱۶۲ ښوونځی مو ودانۍ نه لری، د کابل ولاىت ښوونځی د کتابونو او تجهىزاتو له جدی کموالی سره مخ دی، ۴۳۴ ښوونځی مو معىاری مىدانونه نه لری، ۹۸۲ نوىو ټولګىو ته اړتىا لرو، ۳۵ ښوونځی مو بىارغونه غواړی او ۶۳ ښوونځىو لپاره کرایی کورونو ته اړتىا ده.))ښاغلی حىدری دا هم ووىل: په ځىنو ولسوالىو کې د ښوونکو تنخواګانې په مىاشتو مىاشتو ځنډېږی.د کابل والی د پوهنې له وزارته وغوښتل چې په ښوونځىو کې روغتىایی مرکزونه جوړ، ښوونکو ته مځکې ورکړی او د ترانسپورت آسانتىاوې ورته برابرې کړی.د کابل ولاىت مقام د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په کابل ولاىت کې ۷۲۷ تعلىمی ادارې فعالې دی چې د ۱۲۲۰۰ نجونو په ګډون په‌کې ۳۳۴۰۰۰ زده‌کوونکې زده‌کړې کوی.د کابل والی دا هم ووىل، چې د کابل ولاىت د پوهنې په نظام کې د ښځو او نجونو برخه ۳۰ سلنه ده.ده ټىنګار وکړ چې دغه اندازه باىد ډېره شی.په جوړ کنفرانس کې د پوهنې وزىر مىروىس بلخی، د پوهنې په سىستم کې ستونزې او نىمګړتىاوې ومنلې، خو په ټىنګار سره‌ىې ووىل، چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره پلانونه ترتىب او په عملی کېدو ىې لاس پورې شوى دى.نوموړی زىاته کړه: (( ستونزو ته مو اشاره وکړه، خو موږ هم غلی نه‌ىو ناست، د ۵۰ مىلىونه کتابونو د تدارکاتو پروسه د پاى ته رسېدو په حال کې ده، د ۵۲ او ۵۳ زرو په شااوخوا کې د ښوونکو کمبود لرو، موږ هڅه کوو هغه کسان جذب کړو چې وړتىا ولری.))د پوهنې وزىر دا هم ووىل: د افغانستان د جمهور ریىس محمد اشرف غنی د تصمىم سره سم غواړو تر دوو کلونو  په ټول هېواد کې ۶۰۰۰ نوی ښوونځی جوړ کړو.د چارو پوه ناصر صالحی وایی: کلونه کلونه کېږی چې د هېواد پوهنه له ستونزو سره مخ ده او حکومتونو سره له دې چې د ستونزو د اوارولو لپاره‌ىې ژمنې کړی، خو نه‌دی توانېدلی.ښاغلى صالحی، پوهنه د هېواد د اقتصادی ودې، پراختىا، ترقۍ او سولې عمده اصل ګڼی او تاکىد کوی چې حکومت دې ورته زىاته توجه وکړی. 

ممکن است شما دوست داشته باشید