روزنامه هیواد

د کابل هوا ککړوونکو ته د چاپېریال ساتنې ادارې وروستى خبرداری

د چاپېریال ساتنې ملی اداره وایی: له هغو کسانو سره په چې د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره یې اقدامات نه دی کړی، قانونی چلند وشی.دا خبرې د دغې ادارې مسوولینو د پنجشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ له استازیو سره په ګډه غونډه کې وکړې.د کابل ښاروالۍ استازی وویل: په دې هکله د کابل ښار ټولو اوسېدونکو، فابریکو، دولتی او غیردولتی ادارو ته مخکې له مخکې خبر ورکړل شوی او د کورنیو چارو وزارت استازی وویل: دوی چمتو دی د چاپېریال ساتنې له پروګرام سره سم اقدامات وکړی.نن د یکشنبې ورځ به هغه ورځ وی ،چې په کابل ښارکې به د هغو کسانو، کورنیو، دولتی او غیردولتی ادارو، تولیدی فابریکو، حمامونو، د خښتو د بټیو، هوټلونو، ښارګوټو او داسې نورو پروړاندې، چې دهوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره یې اقدامات نه وی کړی، قانونی چلند وشی.د چاپېریال ساتنی ملی ادارې مرستیال عزت الله صدیقی د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ له استازیو سره په ګډه غونډه کې وویل: په دې اړه د کابل ښار ټولو اصنافو ته دوه اوونۍ مخکې خبرداری ورکړل شوی و اوس ددې وخت رارسېدلى چې عمل پرې شوى وی: (( د هوا د ککړتیا د کمولو او مخنیوی مقرره ده ،چې په دې اړه ټولو اصنافو ته ویل شوی ،چې په لومړی سر کې توصیه، بیا ېې فعالیتونه ودرېږی، بیا جرېمه کېږی او بیا عدلی او قضایی ارګانونو ته ورپیژندل کېدای شی چې دا موارد د جزا په کوډ، د چاپېریال ساتنې په قانون او مقرره کې شته.))مسوولینو وویل: د روان کال د قوس په میاشت کې د ولسمشر محمد اشرف غنی په حکم د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره د ۲۲ دولتی او غیردولتی ادارو په ګډون ځانګړی کمېسیون ته دنده وسپارل شوه، چې هره اداره د هوا د ککړتیا کمولو ته جدی اقدامات وکړی.مسوولینو د کابل ښار دهوا دککړتیا لاملونه، په کورونو، هوټلونو، حمامونو، ښارګوټو، تولیدی فابریکواو دولتی او غیردولتی ادارو کې د سون موادو ډېر سوځول په ګوته کړل. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی وویل: لکه څرنګه چې پولیس د جرایمو پروړاندې مبارزه کوی، مکلف دی د هغوی پروړاندې هم مبارزه وکړی ،چې د سون د بې کیفیته موادو په سوځولو، د چاپېریال د هوا د ککړتیا لامل کېږی.  ښاغلی رحیمی وویل: (( څو ورځې مخکې مو د ټولو حوزو آمرین راوغوښتل، چې ټولو خلکو ته د چاپېریال ساتنې مقررات تشریح او دا خبره ورته وکړی، چې ترنن یکشنبې پورې د سون ټول کارونه قانونمند کړی، که بیا هم سرغړونه وشی، پولیس به د ټولو قوانینو په رڼا کې اقدامات وکړی.))دعامې روغتیا وزارت مسوولینو هم وړمه ورځ آزادۍ رادیو ته ویلی، چې په وروستیو شاوخوا دوو میاشتو کې د کابل هوا د ککړتیا له امله ډېر خلک او په تېره بیا ماشومان په تنفسی بېلابېلو ناروغیو اخته کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید