روزنامه هیواد

د کابل ـ لوګر سرک او د مزار شریف د حلقوی سرک د جوړولو پروژې منظور شوې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ ملی تدارکاتو کمېسیون غونډې د دوشنبې په ماښام په ارګ کې ۲۱ تدارکاتی مورده وارزول چې په پایله کې د ۴،۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ټول موارد منظور شول. د فواید عامې وزارت اړوند د کابل ښاروالی وړاندیز شوی شرکت سره  د لوګر د تېلو ټانګ څخه تر چهل دختران پورې د کابل – لوګر ۷ کیلومتر  اوږد  سرک  جوړولو پروژې منظورېدل؛ د فواید عامې وزارت اړوند د مزارشریف د ۱۷،۴ کیلومټر اوږد حلقوی سرک د پروژې قرارداد؛ د فواید عامې وزارت اړوند د لوګر ولایت له خوشی څخه تر محمداغې پورې د سرک  جوړولو پروژې قرارداد؛ د فواید عامې وزارت اړوند د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست لپاره د دوو ډوله  ( ډیزل او پترول) تېلو د برابرولو او تدارک قرارداد؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د ۱۰۰۰۰متریک ټنه تصدیق شوی د غنمو تخم د انتقال او تدارک پروژې قرارداد؛ د جمهوری ریاست د ساتنې عمومی ریاست ساحې لپاره د پوزیشنونو، سرک، برېښنایی روکی  دروازې او لایټینګ جوړولو پروژه ؛ د چوکاټی قرارداد پر بنسټ د ملی دفاع وزارت د اړتیا وړ ۹قلمه حمام وسایلو د برابرولو او تدارک قرارداد ؛ د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ

وزارت اړوند د NSS12 سټلایټ له لارې د  VCN او TDF سایټونو د اړیکو تامین پروژې قرارداد؛ دکورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ ورکشاپ لپاره د ۱۵قلمه تجهیزاتو د تدارک قرارداد؛ د کورنیو چارو وزارت اړوند د محابسو او توقیف خونو د عمومی ریاست لپاره د اړتیا وړ ۱۳ قلمه حبوباتو د تدارک قرارداد؛ د جمهوری ریاست د رجال برجسته د امنیت  او ساتنې ریاست لپاره د اړتیا وړ ۴ قلمه غوښې د تدارک قرارداد ردېدل؛ همداراز له بنایی تصدۍ سره د پروان ولایت د جبل السراج ماڼۍ د ترمیم، د استالف تخت اساسی ترمیم او د سردار محمد داوود خان د مقبرې د جوړولو پروژې قرارداد تصویب شو.

په دغه غونډه کې د ملی تدارکاتو کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د لارښوونې د تحقق راپور او د ځینو پروژو د تعدیل غوښتنه هم له هراړخیزو بحثونو وروسته تصویب شول. د بلخ ولایت د ګمرک د ۵۰۰۰جریبه مځکې د دېوال جوړولو پروژه د عامې روغتیا وزارت اړوند د غیر مشورتی خدماتو په شېوه د هېواد په ۸ ولایتونو کې د BPHS او EPHS روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو پروژو کې د تضمیناتو بدلول؛ د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د غور ولایت د پوزه لیچ د اوبو برېښنا د دستګاه جوړول؛ د هېواد جمهوررییس انرژۍ او اوبو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د غور ولایت د خلکو ستونزو ته د رسیدګی په موخه له ارزونې وروسته ژر ترژره  دغه ولایت ته د ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا تړون وکړی. د ځینو پروژو د تعدیل غوښتنه له هراړخیزو بحثونو وروسته منظور شوه چې لاندې پروژې په کې شاملې دی: د اطلاعاتو فرهنګ وزارت اړوند د مس عینک لرغونې سیمې د ساتنې او مستندونو لپاره له یونسکو بین المللی سازمان سره د تخنیکی همکایو په موخه د تمدید/ تعدیل د منظورۍ غوښتنه؛ د فواید عامې وزارت اړوند د کندهار ولایت له شورابک څخه تر سپین بولدک پورې د ۲۳،۹۲ کیلومتراوږد سرک د څلورم لاټ جوړولو پروژه ؛ همدارنګه ملی تدارکاتو کمېسیون له هجرت کلی څخه تر جلال اباد پورې د ۱۲،۵ اوږد سرک جوړولو په اړه د فواید عامې وزارت غوښتنه تائید کړه؛ دغه راز کمېسیون له ترکمنستان څخه تر خم اب پورې د ۱۱۰ کیلو ولټه انتقال لین د پروژې تمدید دریو برخو لپاره د قیمت نه وړاندې کولو په اړه د انرژۍ او اوبو وزارت غوښتنه تصویب کړه. د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ وزارت اړوند د۱۰۰۰۰ متریک تڼ غنمو تصدیق شوی تخم د انتقال او تدارک پر پروژې د بحث پر مهال جمهوررییس د بزغلی تخمونو پر کنټرول او کیفیت ټینګار وکړ. په دې غونډه کې د ملی شورا د مالی او بودجې او ملی اقتصاد کمېسیونونو، د سیګار او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملی او بین المللی څارونکو هم حضور درلود.

ممکن است شما دوست داشته باشید