روزنامه هیواد

د کابل – شمال لویه لاره بېرته پرانیستل شوه

د بغلان امنیتی چارواکی وایی ،چې د کابل – پلخمری او پلخمری – مزارشریف لویې لارې یې بېرته پرانیستی دی.د پلخمری- کابل او پلخمری- مزارشریف لویې لارې له ۱۱ ورځو وروسته پرانیستل شوې.دا لویې لارې د افغانستان د شمال له ۸ ولایتونو لکه بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو سره پلازمېنه کابل نښلوی.افغان امنیتی ځواکونو وړمه ورځ د پوځی عملیاتو په ترڅ کې د دغو لارو له اوږدو د دولت وسله وال مخالفان په شا وتمبول.د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویندوی احمد جاوېد بشارت په دې اړه آزادۍ راډیو ته ویلی: دا عملیات مو د کیله ګی او دوشی ترمنځ له دواړو خواوو؛ هم د دوشی له خوا او هم د پلخمری له لوری وکړل، د کابل – پلخمری او پلخمری مزارشریف دوه لویې لارې مو د ترافیکو پرمخ پرانیستې، پوستې جوړېږی او مسافر تلی راتلی شی.ښاغلی بشارت همداراز وویل : د پوځی عملیاتو په لړ کې ۱۰ وسله وال طالبان د پلخمری- مزارشریف د لویې لارې په اوږدو کې وژل شوی او ۱۵ نور ژوبل شوی دی.د پلخمری- کابل او پلخمری – مزارشریف لویې لارې یوولس ورځې وړاندې پر پلخمری ښار د طالبانو له حملو وروسته بندې شوې.مسافرو په دې خاطر ،چې د دغو لارو په دوو خواوو کې بند پاتې شوی وو، ډېر شکایت درلود.د بغلان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایی: له دې وروسته به د پلخمری – کندوز د لویې لارې په اوږدو کې د امنیتی ګواښونو د ختمولو لپاره اقدامات پیل کړی.د افغانستان په یو شمېر نورو لویو او وړو لارو کې هم د دولت وسله والو مخالفانو ستونزې جوړې کړی.د کندهار- ارزګان، کندهار- غزنی او پکتیکا غزنی په لارو کې خلک پر له پسې له ناامنۍ شکایت کوی.د غزنی د والی ویندوی عارف نوری په یادو لارو کې امنیتی ستونزې تایدوی، خو وایی: له بده مرغه د پکتیکا غزنی ۵ کیلومتره پوخ سړک د دښمن له لوری ویجاړ شوی او خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې په دې لاره تګ راتګ ونه کړی، وسله والو مخالفانو پر دې لاره ۳ ځلې پر عامو خلکو حملې کړی، اوس په دې لار یوازې امنیتی ځواکونه تګ راتګ کولی شی، له یوې سیمې پرته په لاره کې پوسته نه لرو.د لارو د بندېدو له کبله د خلکو کړاونه او اقتصادی ستونزې ډېرېږی.خلک له حکومته غواړی چې په جدی اقداماتو د لویو لارو امنیت خوندی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید