روزنامه هیواد

د کابل زهرجنې هوا د مخنیوی هڅې!

د کابل میلیونونو اوسېدونکیو د حکومت د هغه اقدام هرکلى کړى، چې د ښارګوټو او سوداګریزو مرکزونو ،د حمامونو، بټیو، اپارتمانونو، نانواییو او هغو مرکزونو چې د سون خرابو توکیو مخنیوى به کوی،ځکه له همدې امله هوا زهرجنه او سخته خرابه شوې ده، تېره پنجشنبې افغان چارواکیو دغو ځایونو ته خبرداری ورکړ، چې باید د چاپېریال ساتنې لارښود عملی کړی! دا اقدام وروسته له هغې کېږی، چې په ارګ کې د ککړې هوا په اړه د ولسمشر غنی له خوا اړوند ارګانونو نو ته دنده وسپارل شوه،چې د ککړې هوا د مخنیوی لپاره جدی کار وکړی او نور هغه څه د زغملو نه دی، چې هوا ککړوی! د وروستیو موندنو پر بنسټ، کابل هغه ښار دی، هوا یې د نړۍ له نورو ښارونو ډېره ککړه ده! کابل ښاریان، زهرجنې هوا تر جګړو، چاودنو او ځانمرګیو برېدونو هم څو برابره زیات له خطر او آن د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی! د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په تېرو نهو میاشتو کې ۱۲ لکه ماشومان د سینه بغل خوږو نیولی او صحی مراکزو ته یې مراجعه کړې ده، دغه وزارت وایی، چې عمده لامل یې ککړه هوا ده، خو د دغه راز ناروغانو شمېره تر دې هم لوړه ده، چې ککړې هوا یې ژوند ګواښلى او یا ناروغ کړی دی. ځکه ټولو ناروغانو په صحی مراکزو کې نوم نه دی ثبت کړی، یا نه دی ورغلی. د کوچنیانو ترڅنګ لویان او په تېره بیا د زیات عمر خاوندان هم له ککړې هوا ګواښل کېږی! له نېکه مرغه د کورنیو چارو وزارت، د چاپېریان ساتنې ادارې او ښاروالۍ له خوا اوس هلې ځلې پیل شوې،چې د ککړې هوا د هر لامل مخنیوی وکړی! ولسمشر محمد اشرف غنی تېره اوونۍ په ارګ کې په دې اړه غونډې ته وویل، چې په دې کې هېڅ یو مرکز او ځای، د زغملو نه دی او پرضد به یې ګام پورته شی! د ژمی په رارسېدو سره د کابل هوا تر بل هر ښار خورا ککړه او زهرجنه کېږی. سږ کال ژمی بیا هم د غیر معیاری سون توکیو له امله هوا ډېره زهرجنه، خطرناکه او د خلکو ژوند ګواښی! د ښارګوټیو، جګپوړو ودانیو، فابریکو، سوداګریزو مرکزونو، حمامونو او د عامه کورونو د تودولو لپاره د ډبرو سکرو په څېر د ناچاڼ شویو سون توکو سوځولو، د نفوسو ډېروالی ترڅنګ په ښار کې د پرېمانه زړو موټرو تګ راتګ او په موټرو کې د بې کیفیته تېلو سون، د کابل هوا خورا ککړه او زهرجنه کړې ده! دا نه یوازې سینه بغل،بلکې د مغذی سکتې په شمول، لکه د سرطان او ګنې نورې وژونکې ناروغۍ هم، له همدې امله را پیدا شوې دی، افغانان د معیاری صحی خداماتو د نه شتون له امله اړ دی، چې بهرنیو هېوادونو ته لاړ او هلته په خورا لوړه بیه تداوی وکړی، خو په ټوله کې عام ولس له دغه تګه محروم دى،ځکه وس یې نلری! خو افغان حکومت ټول مکلف کړی چې د هوا ککړتیا د مخنیوی لارښود عملی کړی! په ژمی کې د خښتو بټۍ جدی څارنه او یا هم تړل، دولتی ادارو، موسسو، شرکتونو او د ښوونیزو بنسټونو په سون سیستم کې بدلون او په مناسبه بیه بازار ته د اوبلن ګاز عرضه کول د هوا ککړتیا د مخنیوی لارښود مهمې برخې دی. په داسې حال کې چې د اوبلند ګازو بیه تر نورو کله اوس ډېره ختلې ده. نن یشکنبې د حکومت له خوا دغو مراکزو  ورکړى مهلت پاى ته رسېږی، هیله ده، چې اړوند ارګانونه په خپل جدی او مهم مسوولیت او دې دنده کې بریالی شی! افغان حکومت له رسنیو هم غوښتنه کوی، چې د ککړې هوا د ضرورونو په اړه عامه پوهاوى ورکړی او په دې اړه رپوټونه، مرکې او خبرونه خپاره کړی! دا نه یوازې د حکومت،بلکې مدنی ټولنې، رسنیو او عامو خلکو ټولو دنده ده، چې د ککړې هوا په مخنیوی کې خپل مسوولیتونه په ښه توګه تر سره کړی! که د ککړې هوا د مخنیوی لاملونه له مخې لرې شول، نو دا به د حکومت له خوا تر ټولو مهم او ستر، خو لومړنى ګام وی، موږ د حکومت د دغه ستر اقدام هرکلى کوو او د پلی کېدا لپاره یې پر ټولو غږ کوو، چې په دې برخه کې خپل انسانی، ایمانی او خلاقی مسوولیتونه ادا کړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید