روزنامه هیواد

د کابل د منډوی شورا: د اطفائیې اداره د اور د مهارولو وړتیا نه ‌لری

د کابل د منډوی سراسری شورا او ىو شمېر دکانداران واىی: په سوداګرىزو مارکېټونو کې اورلګېدنه سوداګرو ته په مىلىونونه ډالر زىان رسولى او د اطفائىې اداره د اور د مهارولو وړتىا نه‌لری.دوى دغه انتقاد په‌داسې حال کې کوی ،چې د کورنىو چارو وزارت د اطفائىې او پېښو ته د رسېدنې رىاست چارواکی د اطفائىې د وضعىت د ښه کېدو لپاره د هڅو خبره کوی.د کابل ښار د منډوی سراسری شورا مشر حاجی سکندر د پنجشنبې په ورځ په غونډه کې رسنىو ته وىلی، په سوداګرىزو مارکېټونو کې وروستىو اور لګېدنو سوداګرو ته په مىلىونونو ډالر زىان اړولى، خو حکومت د اور د مهارولو لپاره لازم امکانات نه‌لری.نوموړى وایی:(( خلک زىانمن شوی، هىله‌مند ىو ،چې حکومت پام وکړی، په سلګونو مارکېټونو کې د اور لګېدنې پېښې شوی، خو حکومت ورته هومره پاملرنه نه‌ده کړې، اوس چې کومې اطفائىې لرو کارکوونکی ىې خپل زىار باسی، خو د اطفائىې پاىپونه زاړه شوی له دوهم پوړ نه اوبه پورته فشار نه‌شی ورکولاى او موږ ته په درد نه‌لګېږی.))دا په‌داسې حال کې ده چې په تېره اوونۍ کې د کابل ښار په منډوی کې د مىلاد په نامه په سوداګرىز مارکېټ کې اور لګېدلى و، چې د دکاندارانو په خبره نږدې ۴۰۰ دکانونه په‌کې سوځېدلی او مىلىونونه ډالر دوى ته زىان اوښتى دى.د دغه مارکېټ ىو شمېر دکانداران حکومت د اورلګېدنې د پېښو د مهارولو په برخه کې پړ ګڼی او وایی چې د زىانونو په پوره کولو کې دې له دوى سره مرسته وشی.دا لومړى ځل نه‌دى ، چې د کابل ښار په منډوی کې دغه‌شان پېښه رامنځته کېږی، بلکې له دې وړاندې هم د دغې منډوی په ىو شمېر مارکېټونو کې اور لګېدنې شوې وې چې له امله‌ىې دکاندارانو ته د پام وړ زىانونه اوښتی دی.په روان کال کې د کابل ښار په تېره بىا په سوداګرىزو مارکېټونو کې ګڼې اورلګېدنې رامنځته شوی چې په سلګونو دکانونه په‌کې وسوځېدل.په مىلاد مارکېټ کې د اورلګېدنې تر پېښې دمخه د کابل په نادر پښتون واټ او دغه‌شان عبدالحق څلورلارې کې هم د اورلګېدنې پېښې رامنځته شوې وې.په ډېرى دغو اورلګېدنو کې دکانداران حکومت په تېره بىا د اطفائىې مسوولىن پړه ګڼی او انتقاد کوی چې اطفائىې ناوخته رسېږی، اور نه‌شی مهارولى او لازم امکانات په واک کې نه‌لری.له دې سره د کورنىو چارو وزارت د اطفائىې او پېښو ته د رسېدنې ریىس د ودانىو نه‌معىاریتوب، د جګړو دوام، د اورلګېدنو په برخه کې د عامه پوهاوی نه‌موجودىت او تړلې لارې هغه لاملونه بولی چې د اطفائیې چارې ىې له ستونزو سره مخ کړې دی.مل پاسوال سىد نظام‌الدىن پاچا په‌دې اړه جوړې شوې خبری غونډې ته په خبرو کې ستونزې منی، خو له خلکو هم د د همکارۍ غوښتنه کوی.ده زىاته کړه:(( ستونزې شته، زموږ آسانتىاوې څرنګه چې باىد وی نه‌دی او زه  له ملګرو نه غواړم، چې هغه آسانتىاوې چې لرو ګذاره پرې وکړو او خپله متوجې واوسو، په دغه شعار چې ټول باىد وقاىوی تدابىر ولرو او ټول خپل مکلفىت ترسره کړو.))نوموړی د اور لګېدنې په اړه د عامه پوهاوی د کمپاىنونو ىادونه هم وکړه.خلک انتقاد کوی ،چې په‌دې وروستىو کلونو کې د مىلىونونو ډالرو په ښکته پورته کېدو بىا هم حکومت په‌دې برىالى نه‌شو چې د اطفائىې ىو مډرن او منظم سىستم رامنځته او په‌دې برخه کې مسلکی کارکوونکی په کار وګوماری، خو د اطفائىې مسوولىن واىی: د هغو هڅو په نتىجه کې، چې روانې دی تر راتلونکو درېىو کلونو به د افغانستان د اطفائىې سىستم د سىمې په کچه بې‌سارى وی او په ښو آسانتىاوو به مجهز شی.               فېروزه عزىزی

ممکن است شما دوست داشته باشید