روزنامه هیواد

د کابل د ماشین خانې د لرغونې سیمې رغونه به د کابل څېره لا وځلوی

افغانستان چې په سرکې یې دکابل سیمه له عظیمه او برمه ډک لرغونى، ویاړلى او ځلانده تاریخ لری چې د دنگو دنګو غرونو، ښکلو طبیعی منظرو، تاریخی آبداتو، لرغونو اونورو ځانګړوتیاو د لرلو له پلوه د هېواد ، سیمې او نړۍ دسیلانیانو ، ګرځندویانو، لرغون پېژندونکو او تاریخ پوهانو زیاته پاملرنه ځانته را اړولې ، چې دثبوت څرګندې بېلګې یې دکابل د ماشین خانې، دردبیل شاه او زنبورک شاه دوخت د واکمنانو پرغرونو، لوړو تاریخی دېوالونه، دبابر شاه بڼ ، دهندی پاچاهانو دتاج د پرسرکولو تاریخی سیمه او داسې نورې لرغونې او تاریخی سیمې دی چې افغانستان په تېره بیا دکابل سیمه یې دسیمې اونړۍ د لرغونو او تاریخی سیمو په لیکه کې درولې ده.د افغانستان  جمهور رییس محمداشرف غنی په هېواد کې ددغه ډول لرغونو سیمو او دغه راز له نژدې څخه دهغو درغولو دچارو دلیدلو په لړ کې په دې وروستیو وختونو کې دکابل دماشین خانې د لرغونې او تاریخی سیمې درغولو چارې هم له نږدې څخه وکتلې.د دغې لیدنې پرمهال یو شمېر حکومتی مسوولینو او د اغاخان بنسټ استازی چې  د جمهوررییس محمداشرف غنی ملتیا یې کوله، ولسمشر د ماشین خانې د تاریخ په اړه معلومات ورکړل  او وې ویل: نن کابلیانو ته زېرى ورکوم چې زموږ د هېواد دغه مهمه تاریخی سیمه د هغې د مهندسۍ او تاریخی ارزښت په خوندیتوب سره رغاول کېږی.  

د هېواد جمهوررییس زیاته کړه، د دې ساحې لومړى نوم علم ګنج باغ و او په کابل کې د تفرېح لوى ځاى و. ولسمشر محمد اشرف غنی له آغاخان بنسټ او جرمنی هېواد څخه د کابل ماشین خانې د بیا احیا د تمویل له امله مننه وکړه او وې ویل، له دوو کلونو څخه په کمه موده کې به د کابل خلک د دې شاهدان وی چې کابل ښار دوهم ځلی په یوه تفرېح ځاى بدل شی.

په دې ساحه کې د فرهنګی فعالیتونو، کنفرانسونو، کتاب پلورلو، فرهنګی غونډو او تیاتر برخې او همدارنګه د صنعتکارو او متشبثو مېرمنو د تولیداتو لپاره مارکېټ او دوامدار نندارتون جوړېږی او دغه سیمه به  په یوه منظمه ساحه او عایداتی منبع  بدله شی.

جمهوررییس غنی د کابل ښار د انکشافی برنامو په اړه وویل، د نړۍ د ښاری پلان جوړول له یوې مشهورې کمپنۍ سره له درېیوکلونو کار وروسته د کابل ښار د انکشاف پلان په شپږو  جلدو کې برابر شوى دى.

هغه زیاته کړه، دا پلان به ګام پرګام عملی شی او کابل ښار  به د سیمې له غوره ښارونو څخه یو ښار او تاریخی پلازمېنه شید لرغون پېژندونکو اوتاریخ پوهانو په اند که چېرې دکابل دماشین خانې په څېر دهېواد لرغونې او تاریخی سیمې ورغاولې شی اوهغه دسیمې او نړۍ دګرځندویانو او سیلانیانو پرتفریح ځایونو بدلې شی اوپه دې برخه کې له پوره جدیت څخه کارواخیستل شی نو پرمټ به یې هرکال له لسو میلیونو امریکایی ډالرو څخه زیات عایدات لاس ته راشی اوپر بېلابېلو اقتصادی پروژو به دهغو په لګښت د افغانستان دغه دکلونو کلونو جګړه ځپلی اوورسته پاتې ساتل شوی هېواد ډېر ژر له هره پلوه پرخپلو پښو ودرېږی او دپرمختګ لوړو پوړیو ته به ورسېږی. په دې لړ کې به په لاندې توګه په ټوله کې د افغانستان لرغونی او ویاړلی تاریخ ته هم ځغلنده کتنه وشی.افغانستان له عظمته او برمه ډک پنځه زره کلن لرغونى، ویاړلى او ځلانده تاریخ لری چې دڅپاندو اوبهاندو سیندونو ، دنګو دنګو غرونو، شنواو سمسورو ځنګلونو، ښکلو طبیعی منظرو، تاریخی آبداتو او نورو ځانګړتیاو شتون د آسیا په دې لویه وچه کې ددغه هېواد جیوپولتیکی اهمیت لاڅلولى اوپه دې سیمه کې یې د یو ستر تجارتی مرکز بڼه ورکړې چې  دسیلانیانو ، تاریخ پوهانو او لرغون پېژندونکو دزیاتې دلچسپۍ وړ ګرځېدلې ده .دافغانستان ددغو غوره ځانګړتیاو په پام کې نیولو سره  لازمه برېښی چې په لاندې توګه ددغه لرغونی هېواد تاریخی نومونو، بیرونو، غرونو ، سیندونو او کانونو ته ځغلنده کتنه وکړو.

 افغانستان د آسیا دلویې وچې په جنوبی برخه کې  دمنځنۍ آسیا، پاکستان او ایران دهېوادونو ترمنځ په څلور لارې کې پروت هېواد دى اوپه وچه پورې دتړلو هېوادونو له جملې څخه ګڼل کېږی. دا هېواد په سیاسی او اقتصادی لحاظه یوه مهمه او ستراتیژیکه سیمه ده او دسیمې هېوادونو ته زیات ارزښت لری. ساحه یې (۶۸۷) زره کیلو متره مربع ده چې له آلمان نه دوه ځلې، له انگلستان نه درې ځلې او دسویزرلینډ نه اوو لس ځلې زیاته ساحه لری اوله نیمایی څخه زیاته ساحه یې پرغرونو پوښله شوې چې دهغو له جملې څخه دهندوکش غر ددغه غرنی هېواد  د ملاتیر جوړوی  چې له شمال څخه ختیځ اوجنوب لویدیځ خواته د شپږ سوه کیلو متره په اودږوالی غځېدلې ده او تر شپږ زره مترو پورې لوړوالی لری چې افغانستان یې په بېلابېلو لویو او کوچنیو درو، ناوو او دښتو ویشلى دى. دغه هېواد په عمومی ډول لوړې او ټیټې ساحې لری چې ډېره جګه ساحه اوسطحه یې دشمال ختیځ لوری ( پامیر) څخه جنوب لویدځ لوری ته غځېدلې ، چې دبحر له سطحې څخه یې ډېره جګه او لوړه سطحه دهندوکش په غره کې ترشپږ زره متروپورې لوړوالى لری او دسیستان په دښتو کې یې لوړوالى ترڅلورسروه پنځوسو مترو پورې رسیږی.

د افغانستان تاریخی نومونه:

 آریانا: آریانا دافغانستان ډېر لرغونى او پخوانى نوم دی چې د اویستا له وختو څخه له میلاد څخه زرکاله مخکې ترپنځمې میلادی پیړۍ پورې پوره دیونیم زر کلونو په موده کې افغانستان د آریانا په دې تاریخی نامه یادېده . په دې وخت کې آریایانو چې د ( اریانائیانو) لنډ نوم دى، دجیحون په شاخوکې په بدوی او ابتدایی حالت کې ژوند کاوه . په اویستا کې دغه نوم د اریانا (Airyana) په بڼه لیکل شوى چې مانا یې ( د اریا هستوګڼځى ) دى.

 خراسان: دخراسان کلیمه چې دختیځ او دلمر ختو مانا ورکوی . له درېیمې میلادی پېړۍ څخه تر نولسمې میلادی پیړۍ پورې دیونیم زره کلونو لپاره افغانستان دخراسان په دې نامه شهرت درلوده.

 افغانستان: په نولسمه میلادی پېړۍ کې خراسان خپل ځاى د افغانستان نامه ته پرېښوده چې دغه هېواد تراوسه پورې د افغانستان
په نامه یادېږی.

 شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید