روزنامه هیواد

د کابل د سلګونو مرکزونو د راىو شمېرنه له سره پیل شوه

د انتخاباتو خپلواک کمېسىون واىی: پرون د کابل د سلګونو مرکزونو راى شمېرنه له سره پیل شوه. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسىون په کابل کې د راىو د ۳۰۰ مرکزونو راىې بىا شمېری،چې د کمېسىون په خبره، حق حقدار ته ورسېږی.د دغه کمېسىون د وىاند مرستىال عبدالعزىز ابراهىمی واىی:په دغو مرکزونو کې درغلۍ او سرغړونې شوی او دوى هڅه کوی چې پاکې راىې له ناپاکو جلا کړی. له سره د شمېرنې دغه پروسه به د انتخاباتی شکاىتونو دکمېسىون، پر انتخاباتو د څارونکو بنسټونو او د نوماندانو د څارونکو په حضور کې ترسره شی.د انتخاباتو خپلواک کمېسىون تر دې دمه د ۳۲ ولاىتونو او د هندوانو او سیکانو د ولسی جرګې د ټاکنو لومړنۍ پاىلې اعلام کړی او د کابل او د کوچىانو د حوزې پاىلې لا تر اوسه نه دی اعلام شوی.د دغه کمېسىون مسوولىن وایی چې د ۳۰۰ مرکزونو د راىو له بىا شمېرنې او پلټنو وروسته به د کابل د ولسی جرګې د انتخاباتو پاىلې هم په ډاګه کړی.دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې په ىو شمېر ولاىتونو کې کاندیدان د انتخاباتو لومړنۍ اعلام شوې پاىلې نه منی او ان په مظاهرو او اعتراضونو ىې لاس پورې کړى دى. ​د سىاسی ګوندونو ىو شمېر څارونکو هم د شنبې په ورځ په کابل کې د ىو پرېکړه لىک په خپرولو سره ټىنګار وکړ چې د کابل حوزې د انتخاباتو پاىلې به ونه منی.په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسىون وایی چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره هم د دغه کمېسىون چمتووالى روان دى او تر اوسه د دوو مېرمنو په ګډون ۷۳ احتمالی کاندىدانو له دوى معلوماتی کڅوړې تر لاسه کړې دی. خو ىو شمېر ګوندونو، پر انتخاباتو څارونکو بنسټونو او سىاسی څېرو مخکې له دې د ولسی جرګې په انتخاباتو کې ستونزو ته په اشارې سره وىلی چې اوس مهالی انتخاباتی کمېسىونونه د سرطان په ۲۹مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د جوړولو توان نه لری او باىد په دې برخه کې لازم اقدامات وشی. راپور: فىروزه عزىزی.

ممکن است شما دوست داشته باشید