د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او کاندید وزیر محمد طاهر زهیر او د ((دافا)) موسسې رییس د کابل بالاحصار د لرغونپېژندنې د کېندنو او تحقیقاتو پروژې هوکړه لیک لاسلیک کړ. د یاد هوکړه لیک د لاسلیک کولو په مراسمو کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین پوهاند محمد رسول باوری او د تاریخی آبداتو د ساتنې او ترمیم رییس دیپلوم مهندس عبدالاحد عباسی هم حاضر وو؛ لومړى د یاد وزارت د لرغونپېژندنې رییس نورآغا نوری د دغې پروژې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل ، چې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ په افغانستان کې د فرانسې د لرغونپېژندنې پلاوی (دافا) د لرغونپېژندنې ریاست په همکارۍ په بالاحصار پورې اړوندې ودانۍ او دېوالونه چې پخوا ویجاړ او تر خاورو لاندې شوی دی، کېندی او د تاریخی اصالت له په پام کې نیولو سره هغه بیا رغوی.ده وویل، چې آغاخان فرهنګی بنسټ په ٢٠١٨ م کال کې د کابل بالاحصار د ترمیم او ټینګښت کار پیل کړى دى.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر په خپلو خبرو کې په بېلابېلو برخو په تېره بیا فرهنګی برخه کې د آغاخان فرهنګی بنسټ او د ((دافا)) موسسې د همکاریو او کارونو قدردانی وکړه.ده هیله څرګنده کړه ، چې یوه ورځ د دې شاهدان واوسی چې د کابل بالاحصار د افغانستان د لرغونپېژندنې پارک اعلام شی او ویې ویل، چې د افغانستان د لرغونپېژندنې پارک په توګه د دغې تاریخی ساحې اعلامول به زیاتې ښیګڼې ولری. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: یوه ښیګڼه یې دا ده ،چې کولاى شوو له خپلو ټولو نړیوالو همکارانو څخه وغواړو د علمی کېندنو او اکتشافاتو په برخه کې پانګونه وکړی او د لرغونپېژندنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې ریاست او له فرهنګ او هنر معیینیت سره د ښو او زیاتو اکتشافاتو په برخه کې مرسته وکړی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل ، چې په احتمال سره د کابل بالاحصار ۳۰۰۰ کاله لرغونتیا لری.دغه راز په دغو مراسمو کې د ((دافا)) موسسې رییس د فرهنګی برخو په تېره بیا د کابل بالاحصار ساحې د کېندنو د ارزښت او په لرغون پېژندنې پارک د بالاحصار د بدلولو لپاره د دغې موسسې د فعالیتونو په اړوند معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دغه پارک کولاى شی خلکو ته د تفریح زمینه هم برابره کړی. د مراسمو په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او یادو مسوولینو د کابل بالاحصار د ترمیم او ټینګښت پروژې د کار بهیر چې پخوا آغاخان بنسټ پیل کړى دى، وکوت. باختر