روزنامه هیواد

د کابل امبولانس او د روغتیایی همغږۍ د مرکز کارکوونکی وستایل شول

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون مازدیګر د عامې روغتیا وزارت د منسوبینوهڅې چې اړوندې دندې یې په بشپړې ریښتینولۍ او بریا ترسره کړی او پر وخت یې روغتونونو ته د ټپیانو د لېږد او درملنې په برخه کې هیڅ راز هڅې نه دی سپمولی، تقدیر کړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې دولتی مډالونه او تقدیرنامې ورکړې.

په دغو مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول، په پیل کې د جمهوررییس فرهنګی سلاکار استاد اسدالله غضنفر د عامې روغتیا وزارت پنځو تنو منسوبینو ته د دولتی مډالونو د ورکړې په اړه د هیواد د جمهوررییس فرمان او د دغه وزارت ۸۶ کارکوونکو ته د تقدیرنامو د ورکړې په خاطر د جمهوررییس حکم ولوست. وروسته جمهوررییس غنی د نورو همکارانو په استازیتوب د کابل امبولانس آمر ډاکټر عالم عاصم ته د غازی میربچه خان دولتی مډال او آغلې فاطمې ته یې د خپلو نورو همکارانو په استازیتوب چې د تقدیرنامې مستحق ګڼل کېدل، تقدیرنامه ورکړه. وروسته د هېواد جمهوررییس دوى ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: زما لپاره د ویاړ ځاى دى چې د هیواد ریښتینی بچیان په مډالونو او تقدیرناموتقدیروم. جمهوررییس غنی زیاته کړه: هره پېښه چې واقع کېږی د کابل امبولانس او د روغتیایی همغږۍ مرکز نوم اورم چې کارکوونکی یې د خطرونو په منلو سره خپلو هغو هیوادوالو ته چې د مرګ او ژوند ترمنځ لاس او پنجه نرموی، شپه او ورځ خدمت کوی. جمهوررییس، دوی د ملت اتلان وبلل او زیاته یې کړه، د ټول دولت، هېوادوالو او د هېواد د امنیتی او دفاعی منسوبینو په استازولۍ له تاسې د زړه له کومې مننه کوم. جمهوررییس په دغو دوو بنسټونو کې د ښځو حضور ته اشاره وکړه او وې ویل، په کابل امبولانس او روغتیایی همغږۍ مرکز کې زموږ د خویندو موجودیت دا په ډاګه کوی چې زموږ هغو خویندو ته چې په تروریستی بریدونو کې ټپی کېږی، هم په موقع رسیدګی او جدی پاملرنه کېږی. د هیواد جمهوررییس له بین المللی همکارانو په ځانګړی ډول د ایمرجنسی روغتون او د هېواد له نورو روغتیایی بنسټونو څخه چې تل د ټپیانو د درملنې په برخه کې هڅه کوی، هم مننه وکړه. د دغو مراسمو په پاى کې د کابل امبولانس آمر ډاکټر عالم عاصم د کابل امبولانس او روغتیایی همغږۍ مرکز کارکوونکو د تقدیر په خاطر له جمهوررییس څخه مننه وکړه او وې ویل، موږ به روغتون ته په موقع د ټپیانو د لېږد او هغوى ته د روغتیایی خدمتونو برابرولو کې له مخکې څخه لا زیاتې هڅې وکړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید