روزنامه هیواد

د ښځو چارو وزارت میندو ته د غوره خدمتونود وړاندې کولو په موخه ډېرې پروژې پلې کړې دی

 دښځو چارو وزارت ، دښځو دغښتلتیا او دوى ته دښوونیزو  ورکشاپونو په جوړولو سره غوره خدمتونه وړاندې کړی دی. دغبرګولې ۲۴ مه د مور نړیواله ورځ ده، دغه ورځ نه یوازې دښځو چارو په وزارت بلکې دهېواد په ټولو ادارو کې په ډېر درناوی لمانځل کېږی. د ښځو چارو وزارت د ټولنیزې اواقتصادی همغږۍ رییسې مېرمن مرغلرې (( خارا)) میندو ته دخدمت وړاندې کولو په اړه داسې وویل: دښځو چارو وزارت له وړاندې د مور ورځې د لمانځلو په تړاو پلان جوړ کړى دى.د میندو د روغتیا ساتنې لپاره یې هم نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړی او ددوى د تعلیمی او تحصیلی سویې د لوړولو او همدارنګه د باسواده کولو لپاره او ددې ترڅنګ یې د اقتصادی بنیې د غښتلی کولو په موخه چې وتوانېږ ی له مشروع او حلالې  لارې  خپل ژوند پرمخ بوزی، خدمتونه وړاندې کړی دی . په تیره بیا هغه میندې چې مېړونه یې مړه شوی دهغوى داولادونو د اعاشې او اباتې لپاره یې هم هلې ځلې کړی دی،نو د ښځو اومیندو معقول ګډون په سیاست کې د ټولنیز اړخ له پلوه مهم دى سربېره پردې  دحرفوی کورسونو او دانگلیسی ژبې او کمپیوټر دکورسونو جوړول ډېر مهم دی، چې میندې ځان بسیاینې او خودکفایۍ ته ورسوی او پرخپل نفس یې تسلط غښتلى کړی.

 دې زیاته کړه: دمیندو ټولنیز مقام په ټولنه کې ټیټ دى، موږ هلې ځلې کوو، چې دمیندو اوښځو دغه مقام پیاوړى شی،خو داباید ووایم ،چې دغه چارې یوازې دښځو چارو د وزارت اړوندې نه دی، بلکې د ټولو ادارو دنده شمېرل کېږی ، دښځو چارو وزارت رول دښځو په غښتلی کولو کې پالیسی جوړوونکى اوپر پروژو څارنه اونظارت دى، چې دمیندو او ښځو په ګټه پاى ومومی . سربېره پردې له ښځو او میندو څخه ملاتړډېرمهم دى اوهغه میندې ،چې تاوان ورپیښ شوى وی ، ورته پاملرنه مهمه ده. دا چارې دکلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت په برخه کې هم شاملې دی، د لارو او سړکونو جوړول چې میندې په آسانۍ سره وتوانېږی کلینیکونو او روغتونو نو ته تګ او راتګ وکړاى شی. سربېره پردې، ښوونځیو او نورو اړوندو ادارو ته د دوى لاسرسى دنورو اړتیاوو ترڅنګ د څښاک صحی اوبو ته دمیندو لاسرسى دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت له خوا دباغچو جوړول ، دمالدارۍ فارمونه او دچرګانو فارمونه دی،چې میندوته دکار زمینه برابره شی، میندوته د غوښې لرونکو مالونو او دچرګانو وېشل ،ډېر مهم دى چې درنې میندې په کار بوختې شی.او دمیندو لپاره دګرین هاوسونو جوړول ، دزعفرانو کښت او دهغو دمحصولاتو راټول چې دمیندو له خوا ترسره کېږی او همداسې ډېرې نورې پروژې ډېرې مهمې دی.

 میرمن خارا څرګنده کړه: دعامې روغتیا وزارت هم میندوته د روغتیایی خدمتونو په وړاندې کولو کې دنده لری. دعامې روغتیا وزارت دمیندو دمړینې  دکچې په راټیټولو کې مسوولیت لری او ددې ترڅنګ دماشومانو روغتیا ته پاملرنه ډېره مهمه ده چې ضایع نه شی. دکلینیکونو او ولادی نسایی روغتونونو جوړول او سربېره پردې تبلیغاتی کمپاینونه باید په جوماتونو کې د ملا امامانو له خوا ترسره شی. د ښځو چارو وزارت په دې برخه کې ښه  فعالیتونه کړی او دا لړۍ لاهم دوام لری.ددې لپاره چې دمیندو روغتیا غښتلې شی د زیږون ترمنځ واټن باید، وساتل شی. په ۲۰۰۵ زیږدېزکال کې دمیندو مړینه ۱۶۰۰ تنه وه ، خوا اوس دمړینې کچه ۱۲۹۰ تنوته را ټیټه شوې ده. د کاراو ټولنیزو چارو وزارت هم میندوته دخدمتونوپه وړاندې کولو او دپوهنې وزارت ترڅنګ دښوونیزو اومسلکی کورسونو په وړاندې کولو کې فعالیتونه کړی دی .

د ښځو چارو وزارت دمعلولینو د بیا غښتلی کولو دهمغږۍ کارپوهې ناجیې (( شېرزاد)) دمور  ورځې په اړه داسې څرګنده کړه: له هرڅه دمخه دمور ورځ له هېواد دباندې اودهېواد دننه ځورېدلو ،کړېدلو او ربړېدلو میندوته تبریک وایم ، څرنگه چې ویل شوی دی ، جنت دمور تر پښو لاندې دى. هرکال په هېواد کې ددغې بختورې او نېکمرغه ورځې یادونه کېږی او دشاندارو مراسمو په ترسره کولو سره لمانځل کېږی. زه پنځه بچیان لرم او خپل اولادونه مې دجګړې په سختو شرایطوکې لوى کړی او هغوى دتعلیم او تحصیل له نعمتونو څخه برخمن شوی دی. له هېواده د باندې میندوته ټول امتیازات او آسانتیاوې برابرې شوې  دی. میندې کولاى شی چې روغ او ښه اولادونه ټولنې ته وړاندې کړی ،چې دخدمت جوګه شی.مور دخپلو ماشومانو په روزلو کې ربړونه ، ناخوالې او نورې ستونزې زغمی. په دې برخه کې یوه مقوله هم شتون لری، چې پلار هره ورځ اته ګړۍ کارکوی، خو مور اوولس ګړۍ کار کوی. مور غیر رسمی مزد لری، پلار له کوره دباندې دنده ترسره کوی او دخپلو اولادونو لګښت برابروی . دمور دنده په کور کې ډېره گټوره ده ، لکه ماشوم ته شیدې ورکول ، چې پلار له بازاره شېدې نه پېری. دکورپاکول،پخلى، دجامو مینځل اونور کارونه ،چې که مور نه وی دهغو ترسره کولو ته لګښت په کار دى. بیاهم زه دهېواد ټولو میندوته دمور دورځې مبارکی وایم او بریالیتوب اوسرلوړی ورته غواړم.

محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید