روزنامه هیواد

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالى کم شوى دى

د نومبر ۲۵ مه د ښځو پر وړاندې د تاوترىخوالی د مخنىوی نړىواله ورځ ده.افغان حکومت د ښځو له مدافع بنسټونو سره ىو ځاى له ښځو سره د تاوترىخوالی د له منځه وړلو ۱۶ ورځنى کمپاىن پیل کړى دى. د ښځو بنسټونه وایی، چې لا هم تاوترىخوالى شته.د کورنی تاوترىخوالی زىانمنه شوې شىما د هغو ښځو ىوه بېلګه ده چې د کورنی تاوترىخوالی له امله کړېږی. مېرمن شىما ۱۹ کلنه ده، نوموړې آشنا ټلوېزىون ته وىلی په کور کې ورسره ظلم او زىاتى کېدا.شىما وایی:‪(( ډېر ظلم او ستم را باندې و. وهل ډبولم به ىې، درى چاقوګان ىې ووهلم. د خپل مېړه لپاره مې زىاتې ستونزې وګاللې. حاضر نه دى چې طلاق راکړی‪.))د نومبر ۲۵ له ښځو سره د تاوترىخوالی د مخنىوی نړىواله ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې نمانځل کېږی، چې لا هم له ښځو سره تاوترىخوالى له منځه نه دى تللى، خو د ښځو چارو د وزارت په ویناء تر پخوا څه کم شوى دى.د ښځو وزارت په وینا سږ کال له ښځو سره د تاوترىخوالی ۱۸۲۶ پېښې ثبت شوې دی.افغان حکومت د ښځو له بنسټونو سره ىوځاى د نومبر له ۲۵ مې د ډېسمبر تر لسمې د شپاړسو ورځو لپاره د تاوترىخوالی د مخنىوی کمپاىن پىل کړى دى د افغان ښځو د شبکې غړې وایی، سره له ټولو لاسته راوړنو چې د افغانستان ښځې ىې لری لا هم تاوترىخوالى په خپل ځاى پاتې دى.د افغان ښځو د شبکې غړې شهلا فرىد وایی: (( لا اوس هم د ښځو سنګسار په هغو سىمو کې چې حکومت لاسرسى نه لری، شته. صحرایی محکمې وجود لری. کورنی تاوترىخوالی موجود دی. ټولې نجونې ښوونځىو ته لاس رسى نه لری‪.))د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بىا په وزارتونو کې د منازعاتو د حل د کمېټو جوړېدل غواړی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسىنه صافۍ: (( دا کمېټه باىد قضاىاوې راټولې کړی، ډېټابېس ورغوی او په اساس ىې د راتلونکی لپاره پلانونه جوړ کړی. ددغو معلوماتو په اساس دا وىلى شو چې څه ستونزې لرو او کومې لاسته راوړنې وې‪.))په افغانستان کې د ښځو پروړاندې له تاوترىخوالی سره سره د ښځو په ټولنه کې د ښځو حضور هم پراخ دى.د شمېرو له مخې ۲۷ په سلو کې د پارلمان غړې ښځې دی، همدا شان په ملکی خدمتونو کې ۲۶ په سلو کې، د ښوونځیو ۳۹ په سلو کې نجونې زده کوونکې دی، ۲۳ په سلو کې ښځىنه محصلانې او ۱۷ په سلو کې د رسنىو کارکوونکې ښځې تشکىلوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید