روزنامه هیواد

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام !

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مارچ د اتمې د ښځې د نړیوالې ورځې له امله د افغانستان او نړۍ ټولو ښځو په تېره بیا د دغه وزارت ښځو ته مبارکی وایی او د هېواد د ځواکمنو ښځو د بریالیتوب په هیله د ژوندانه په ټولو برخو کې د ښځو له روا حقونو سره خپل ملاتړ اعلاموی . د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په داسې حال کې د دغې تاریخی ورځې درناوى کوی چې د تېرو اتلسو کلونو په بهیر کې د هېواد ښځو ته ښه فرصتونه برابر شوی دی، دغو فرصتونو د افغانستان ټولو خلکو، نړیوالې ټولنې په تېره بیا ښځو ته اجازه ورکړه چې د منتخب دولت په ملاتړ ګام په ګام د پرمختګ او ترقۍ پړاوونه ووهی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ټولو برخو کې د ښځو په مشارکت او عدالت غوښتنې په ټینګار سره د ښځې نړیوالو کنوانسیونو په ژمنې سره، چې د افغانستان دولت ورسره یو ځاى شوى دى، د اسلامی او ملی ارزښتونوته په رڼا کې د نورو دولتی ادارو او د ښځې د حقوقو د فعالو بنسټونو په همکارۍ هڅه اوهاند کوی چې په هېواد کې د ملی پیوستون د یو بل په مننې او د ښه فکری سمون د اصولو پربنسټ د ښځو د ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅه اوهاند وکړی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دینی عالمانو، د جوماتونو له امامانو او خطیبانو، له کورنیو او په تېره بیا له رسنیو غواړی،چې د فردی او ټولنیزو مسوولیتونو او د هغه څه پربنسټ چې د اسلام مبین دین ټول مسلمانان د هغو په رعایتولو مکلف کړی او هم د هېواد د نافذو قوانینو په پام کې نیولو سره په عملی پروګرامونو سره د ښځې پرخلاف له هر راز توپیر سره په مبارزه کې او د هغه په له منځه وړلو کې هر اړخیزې هلې ځلې وکړی او د اسلام د مبین دین له لارښوونو او حکمونو سره سم هره ورځ د اسلامی شریعت له مخې د ښځې د مقام لپاره هڅه او هاند وکړی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو دولتی او نا دولتی رسنیو په تېره بیا له راډیو ګانو او ټلویزیونونو هیله کوی چې د ښځو د حقوقو او مقام په باب د پوهاوی ورکولو د پروګرامونو په خپرولو سره چې د ټولنې نیمایی نفوس تشکیلوی هڅه وکړی چې زموږ کورنۍ او ټولنه په نېکمرغۍ او سوکالۍ کې ژوند وکړی.

ګرانو خویندو! راشئ په فکری پیوستون او سمون سره ځانونه دکلکو حقوقی اساساتو د دفاع او ساتنې لپاره چمتوکړو. په یقینی توګه د بشری حقوقو تامینول او ډله ییزه وده او سوکالی په پیوستون او متقابل درناوی کې امکان پیداکوی.زموږ راتلونکو نسلونو ته د پیوستون د سولې د ټینګښت او د دایمی پرمختیا اوثبات په هیله. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسىنه ساپۍ

ممکن است شما دوست داشته باشید